د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لويې جرګې چهار صدو بيس په اريانا کې

ميرولي جان لکڼوال 01.11.2009 13:39

څو ورځې وړاندې د اريانا په تلويزون کې رواني ناروغ حفيظ منصور د ښاغلي اسماعيل يون سره يو ځاى ميلمه و، رښتيا وايي چې ځنګل بې زمريه نه وي د يون صيب پرېکنده ځوابونه هغه څه و چې د ټولې شمالي ټلوالې ريښتينى انځور يې خلکو ته ورکړ، خلک به لا اوس ډير پوهيدلي وي چې ددې فاشستانو او معتصبو انسانانو هدف په هيواد کې څه ده؟

کله چې په هيواد کې د منتخب دولت څخه د مخه لويه جرګه راغوښتل شوي وه نو هغه وخت منصور هم د لويې جرګې غړى و چې هلته يې هم داسې بې بنياده او بې اساسه خبرې کولې لکه د اريانا تلويزون سره چې بې پامه غږيده، هغه مهال دده د هغې کارت نمبر چې نوموړي به غاړې ته اچوو چهارصدو بيس ( ٤٢٠) و، دا نو د خداي کارونو و چې چهار صدو بيس ته چهارصدو بيس نمبر کارت ورسيد او په دې کارت هغه وخت هم د ښاغلي اسماعيل يون سترګې لګيدلي وي او ډيره په زړه پورې ليکنه يې پرې کړي وه چې سرليک يې و په لويه جرګه کې چهارصدو بيس څوک و؟

کله چې څو ورځې وړاندې منصور د ښاغلي يون سره خبرې کولې نو ماته به د ښاغلي يون د همغې ليکنې سرليک را ياد شو او له ځان سره به مې وخندل چې چهارسوبيس په اريانا کې هغه هم له ښاغلي يون سره ، د يون صيب په عمر دې برکت وي چې دا ځل يې له چهار صدوبيس ډبل چهارصدوبيس جوړ کړ. ښه دا شوه چې ښاغلي يون نه يوازې دده د پوښتنو او بې ځايه نيوکو پرېکنده ځوابونه ورکړ بلکې د منصور معتصبه څيره چې يو وخت يې د افغان له کلمې هم انکار کاو خلکو ته ورښکاره کړه او تر ټولو مهمه يې دا وه چې منصور د ښاغلي يون پر وړاندې ډير ورخطا او کم ځواکه مالوميده.

همدا چهارصدوبيستيان و چې کرزي لالا په سر کې ونازول او نن ورته د سر بلاګانې جوړې شوي، هغه څه چې کرزي صيب ددوى له پاره وکړل که د خپلو پښتنو له پاره يې کړي وى نو نن ورځ به پرې د ا چهارصدو بيستيان داسې بې بندوباره نه لګيده او نه به يې هم د ښاغلي کرزي له پاره د غله نوم کارولى، ونه وايي چې که لاسته مې له ځانه نه وه نو زه به چا لنډولى، کرزي صيب هم دا ټول په ځان خپله کړي، د پښتنو په سيمو کې د دده هر ډول فرمان پرته له ځنډه د پلي کيدو وړ وي خو د کابل په داخل کې په څو متره کې دده فرمان ته څوک ارزښت نه ورکوي، په هر صورت دا رواني ناروغان چې د تعصب په اسپه سپاره دي تل همداسې بابولالې وايي کومې چې نه د اوريدو وړ دي او نه هم څوک ورته غوږ نيسي، دوى اوبو اخيستي او اوس ځګ ته هم لاس اچوي، په اخرکې د ښاغلي يون څخه هيله کوم چې که هغه ليکنه بيا خپره کړي کومه چې نوموړي د منصور په اړه ليکلي وه چې سرليک يې و په لويه جرګه کې چهارصدو بيس څوک و؟