شاته

امریکا کې د قانون پلي کولو درې مامورین په ډزو کې وژل شویدي

د متحده ایالاتو د قانون پلي کولو درې مامورین دوشنبه اپریل ۲۹ (غوایي لسمه) د شمالي کاریلونا په ایالت کې په ډزو کې وژل شویدي.

پولیس وایي ډزې هغه وخت وشوې چې دې امنیتي ځواکونو کوښښ کاوه په یو کور کې محکوم شوي مجرم ته جلب ورکړي.

په ډزو کې پنځه پولیس ټپي شوي هم دي.

د شارلیټ ښار پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د پولیسو او په کور کې دننه کسانو تر منځ تقریباً درې ساعته لانجه روانه وه چې وروسته ډزې وشوې.

پولیسو په سیمې کې د یو مشکوک شخص مړی هم موندلی.

د متحده ایالاتو د عدليې وزارت تائید کړې چې د ډزو پدې پیښې کې د US Marshal یو مرستیال او د کاري ځواک دوه افسران وژل شوي.

د شارلټ ښار پولیسو ریاست ویلي چې په پیښه کې پنځه افسران ټپي شوي هم دي چې یې د سمیه ایزو پولیسو غړی دی او ښه کاري ټپي شویدی.

د دې ښار د پولیسو مشر جاني جنینګز خبریالانو ته وویل چې د کور څخه دننه په سیمه ایز وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ هغه وخت ډزې وشوې چې پولیسو یو محکوم شوي شخص ته جلب ورکاوه.

پدې محکوم شوي شخص پسې پولیس د وسلو درلودلو په خاطر ګرځیدل چې وې نیسي.
ښاغلي جینینګز ویلي چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې یو تن وژل خو معلومه نده چې وژل شوی کس هماغه محکوم شوی شخص و چې پولیس یې د نیولو لپاره ورغلي و که نه خو د کور څخه دننه په پولیسو ډزې شوي.

پولیسو د کور څخه دننه یو ۱۷ کلن هلک او یوه میرمن نیولي چې د پولیسو مرکز ته وړل شوي او د "علاقې وړ اشخاص" بلل شویدي.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال میریک ګارلینډ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د عدلیې وزارت د قانون پلي کولو دریو همکارانو وژل کیدو له کبله "زړه ماتی" شوی.

په عین حال کې سپینې ماڼۍ ویلي چې جمهور رئیس جو بایډن ته د پیښې په هکله معلومات ورکړل شوي او دا چې هغه په پیښه خفګان او د زیانمنې شوې ټولنې لپاره یې ملاتړ څرګند کړی.

فورم \ دبحث خونه