د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمونږ په هيواد کې د مظاهرو کلتور

ميرولي جان لکڼوال 06.09.2009 10:35

په سوليز ډول د مظاهرې کول که له يوې خوا د اساسي قانون په چوکاټ کې د خلکو د يو مسلم حق په عنوان منل شوي نو له بلې خوا د سوليزې مظاهرې د لارې انسان کولاى شي چې خپل غږ او غوښتنه واکمن مقام ته ورسوي، شک نه شته څومره چې په يوې ټولنې کې ولسواکۍ وده موندلي وي نو په همغه کچه پکې د مظاهرو کلتور هم پياوړى وي. همدا ډول کله چې په کومه ټولنه کې د مظاهرو کلتور پياوړى وي نو هلته خلک د تاوتريخوالي پر ځاى پر سوليزو مظاهرو پيل کوي،هلته خلک کوښښ نه کوي چې عامه تاسيسات او شتمنى تر بريد لاندې ونيسي، خو څومره چې په ټولنه کې د مظاهرو کلتور کمزورۍ وي نو په همغه کچه مظاهرې نه سوليزي وي او نه هم له تاوتريخوالي خوندي وي. له بلې خوا ليدل کيږي چې څومره چې په يوې ټولنه کې د مظاهرو فرهنګ وده کړي وي نو په همغه اندازه د همغې ټولنې پوليس هم روزل شوي او همدا ډول په هغو وسايلو سمبال وي په کومو چې دوى په سوليز شکل مظاهره چيان تيت او پرک کولى شي. دا چې اوس په هيواد کې د ټاکنو په سر يو څه نړيوالي انديښنې راپورته شوي نو اولس هم په انديښنه کې لويدلى چې ګواکي د ټاکنو د وروستنيو پايلو په اعلان سره به ځيني کانديدان چې تل يې خپله کاميابه د اولس په وينه کې لټولي يو ځل بيا په خپلو پلويانو د مظاهرو غږ وکړي، د هيواد اوسنيو حالاتو ته په پام سره دا وخت ددې نه ده چې مونږ خلک مظاهرو ته راوبولو بلکې دا وخت د دې ده چې د ملت د يوالي په اړه سوچ وشي، تاسو وګورئ له يوې خوا زمونږ په ټولنه کې د مظاهرې کلتور دومره پياوړى نه ده چې زمونږ مظاهرې دې سوليزې او له تاوتريخوالي ليري وي او له بلې خوا نه خو زمونږ پوليس په هغه کچه روزل شويدي چې مظاهرې دې په داسې لار کنترول کړي چې له ځان سره مرګ او ژوبله ونه لري او له بلې خوا زمونږ پوليس په هغه وسايلو سمبال نه دي کوم چې د مظاهرې چيانو د تيتولو له پاره کارول کيږي نو په داسې حالاتو کې به زمونږ مظاهرې هم له ورانۍ او تشدد خالي نه وي. دا وخت ددې ده چې ملت او هغه کانديدان چې د ټاکنو د پايلو له اعلان وروسته د مظاهرو پلان لري د ملت د وينې او مينې په اړه سوچ وکړي نه دا چې د ملت قيمت لرونکي وينه د خپلو سياسي ګټو قرباني کړي، ملت ته هم لازم دي چې له سوچ او فکر کار واخلي هغوى بايد د خپلو نوماندانو سابقه وګوري چې ايا هغوى پرون ددې خلکو کوم غم خوړلى چې نن به يي وخوري، که ملت په دې اړه له ژور فکر او سوچ څخه کار وانه خلي نو بيا به داسي ارمان کوي لکه پرون يې چې کولو، د پرون کونډې او يتيمان وګورئ د هغوى غم چا وخوړ چې نن به زما او ستا د کونډې او يتيم غم وخوړل شي، تاريخ ثابته کړي چې جنګ د نړۍ په هيڅ کونج کې هم مسايل نه دي حل کړي بلکې دا خبرې اترې او زغم دى چې ستونزو او مسايلو ته د حل لار پيدا کولى شي، سره له دې چې زه هم د نورو هيوادوالو په څير د ټاکنو په بهير شکمن يم خو د نړۍ په ډيرو پرمختللو هيوادونو کې هم ټاکنې بې ستونزو نه وي له بلې خوا د هيواد اوسنۍ وضعي ته په پام سره لازم دا دي چې د ملت له احساساتو ناوړه ګټه وانه خيستل شي د ملت په مينه او وينه لوبې ونه وهل شي، هغه څوک چې په سوليز چاپيريال کې يې خپله رايه وکاروله هم د ستاينې وړ ده خو هغه څوک چې د ژوند په خطر کې اچولو سره يې د مرميو او بمونو د چتر د لاندې خپله رايه وکاروله لا زيات د ستاينې وړ ده په دې دليل چې خپل ژوند يې په خطر کې واچولو او دخپل برخليک په اړه يې سوچ وکړ، په ټاکنو کې درغلي بايد په ملت ور وانه چول شي ملت خو خپله قرباني او مينه ښکاره کړه ، د ويرې او ډار سره يې خپله رايه وکاروله دا د نوماندانو د هغو ګمارلو کسانو مسووليت دى چې په يو نه يو شکل يې د ملت له ارادې او رايې ناوړه ګټه پورته کړي، په داسې حال کې چې د يو نوماند پلوى هم نه يم خو د هغې خواخوږۍ په بنياد چې له ملت او خلکو سره يې لرم ټولو نوماندانو ته ځولى اچوم چې د خداي په خاطر په خپل مظلوم ملت رحم وکړئ د هغوى مينې او احساساتو په نيک نظر وګورئ، هر انسان په دې پوهيږي چې د هر تاوتريخوالي قرباني به ستاسو بچيان نه بلکې ددې کړيدلي او ځوريدلي ملت بچيان وي، ستاسو ميرمنې به ددې تشدد قرباني نه وي بلکې ددې خوار او مظلوم ملت ميندې به د خپلو بچيانو په وير ژاړي نو د خداي په خاطر په دې غيرتي او ميړني ملت د ترحم لاسونه را کش کړئ، ددوى مينه او وينه باارزښته وشمارئ او بالاخره د ناسم سياست پر ځاى د يو سالم او مثبت سياست لار غوره کړئ.