د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کانديدان د ملت په تله کې

ميرولي جان لکڼوال 25.08.2009 10:02

له کومې ورڅې راهيسې چې په هيواد کې د ټولټاکنو له پاره منډې ترړې پيل شوې وې نو ورسره د هر نو ماند هيله هم دومره لوړه وه چې ګواکې ګټوونکى دى نه بايلونکى، همدې بې څايه هيلو او د لوړو خوبونو ليدل وو چې خپل جيبونه يې د موږګانو منډو ته برابر کړل، د څښتن تعالى (ج) عجب نظام دى، هيڅ وخت يې ظالم ته د مظلوم حق نه دى ور پرايښى او په يو نه يو شکل يې د مظلوم حق له ظالمه اخيستى دى. کوم نوماندان چې څانونه يې د اولسمشرۍ چوکۍ ته نومولي وو په منډو ترړو لګيدلې پيسې يې خپله پلارنۍ شتمني نه وه بلکې په يو نه يو شکل يې د ملت وينې زبيښلي او له لارې يې شتمن شوي وو. په دې کې هم شک نه شته چې ځينو نوماندانو د څينو خارجي کړيو سره لاس درلود او ښې پريمانه پيسې يې ورته برابرولې خو څه چې د خداي (ج) خوښه وي هغه څوک په بل شکل نه شي اړولى، اوس چې ياد شوي نوماندان پاتې راغلي نو هڅه کوي چې خپله ناکامي په يو نه يو شکل پټه او هغو خارجي بادرانو ته چې دوى ترې پريمانه پيسې اخيستې دا بانه وکړي چې ګواکې زه خو ګټوونکى وم خو په ټاکنو کې پراخې درغلى وشوې، زه په دې کلک باور لرم چې د کانديدانو په منځ کې ځينې داسې څيرې وې چې کاشکي د هيواد واګي دهمغو کسانو په لاس ورغلي وه، کاشکي خلکو او هيواد مو ددوى له علمي او مسلکي تجربو ګټه اخيستي وه . زه دا هم نه ردوم چې ټاکنې سل په سلو کې رڼې او شفافې وې يانې د ټاکنو په بهير کې له تخاطيو نيولي تر درغليو پورې هر څه موجود وو او دا ډول پېښې د نړۍ د هر متمدن او پرمختللي هيواد په ټاکنو کې هم ترسره کيږي.
هر څوک مو چې راتلوونکى اولسمشر جوړيږي هغه به وي خو خبره داده چې کله چې دې درې ديرشو کسانو څانونه د اولسمشرۍ چوکۍ ته څانونه نومول ايا هغوى رښتيا هم خپلې څيرې د ملت په هنداره کې ليدلي وې؟؟! ايا دوى کله په دې فکر کړى و چې ، مونږ پرون دې ملت ته کوم ډول نيک مرغي په لاس کې ورکړي چې نن د هغې په بنياد ملت رايه راکړي؟؟؟! فکر کوم هيڅ کانديد هم داسې فکر نه و کړى مګر يوازې او يوازې په خپلو خيالونو او خوبونو کې د پاچاهۍ تصويرونه انڅور کړي وو، کله چې يو څوک په دې ډاډه وي چې اولس رايه نه راکوي نو شک نه شته چې د ناکامۍ او کاميابۍ په صورت کې به ډول ډول لارې چارې لټوي د ناکامۍ په صورت کې به وايي چې په ټاکنو کې درغلي شوي او د کاميابۍ له پاره به بيا په ټاکنو کې درغلۍ کوي تر څو څان موقف ته ورسوي خو کله چې د کوم نوماند ترشاه ملت ولاړ وي نو بيا نوموړى پرته له هر ډول ويرې خپل ځان د اولس په تله کې اچوي او فکر کوي چې وزن مې زيات ده نو ضرور د ملت په تله پوره خيژم، د نوماندانو کثرت دې ملت ته دومره زيات تاوان ورساو چې جبرانول يې رښتيا هم ډير وخت ته اړتيا لري، په دې دليل چې له خلکو يې هغه علمي او اکاډيميکي څيرې ورکې کړې کومو چې رښتيا هم د هيواد د ابادۍ او د ملت د ښيرازۍ له پاره عملي طرحې درلودې. که ستاسو په ياد وي کله چې دوه ګوني عبدالله خپله رايه وکاروله نو سم د لاسه يې وويل چې بدلون راغى، دلته هم د ښاغلي عبدالله له خولې د پخوا په څير د اوباما د خولې په شان غټه خبره ووته، په بله خبره کله چې اوبا ټاکنې وګټلې نو سم د لاسه يې وويل چې بدلون راغى خو ښاغلى عبدالله پرته له دې چې ځان د اولس په تله کې وتلي سم د لاسه يې د بري ادعا وکړه او فکر يې کاوو چې ګواکې زه يوازينى کس يم چې ملت په ما راټوليدلى شي، خو خبره داسې نه ده او نه هم دا ملت دومره ړوند او ګونګ دى چې خلک دې پرې خپله سودا په پټو سترګو خرڅه کړي، باور وکړى چې ملت مو ډير پاک او نيک احساسات لري خو ځينو مشرانو ترې د تل له پاره بې ځايه ګټه پورته کړي. زما د ليکنې هدف هم دا و چې درنو کانديدانو وروڼو ډېر ښه و شول چې ځانونه مو د اولس تلې ته واچول او ډېره ښه دا شوه چې اولس هم ستاسو سودا په مناسبه بيه واخيسته ، دا ځل خو دادي ټولټاکنې تېر شوې هر څوک يې چې ګټي نږدې راتلونکي به يې ثابته کړي خو ستاسو نوماندي ستاسو له پاره يو ښه د عبرت درس و، په دې هيله چې له دې ازمايښت او د ملت له سوړ هرکلي به مو ډير څه زده کړي وي، په راتلونکي کې کوښښ وکړئ چې اول څان د ملت زړونو ته کوز کړئ او له هغې وروسته ځانونه د ملت تلي ته واچوئ که نه نو تل به د ملت په بازار کې په همداسې ټيټه بيه ځانونه خرڅوئ.
له هغو کانديدانو مې هم هيله دا ده چې له خارجي انډيولانو يې پريمانه پيسې اخيستي د خداي (ج) په خاطر نور ددې ملت پر وينو او احساساتو لوبې مه وهئ، زه پوهيږم چې کوم هيواد چې د ټاکنيزو منډو ترړو له پاره پيسې درکړي وي هغوى ته اوس کوم ځواب نه لرئ پرته له دې چې ورته وواياست چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوي، سره له دې چې زه په ټاکنو کې په درغلى او خطاګانو سترګې نه شم پټولى خو ځينې کانديدانو چې په مليونونه پيسې يې په ټاکنيزو منډو ترړو مصرف کړيدي او پايله يې هم په ضربين کې نه ليدل کيږي نو دا ټکى ورته ډېر اسان ښکاري چې ووايي ما خو ګټله خو په ټاکنو کې درغلي وشوه، کله چې ملت د يو چا تر شاه ودريږي نو بيا د لوى څښتن (ج) پرته د نړۍ هيڅ ځواک هغه له کاميابۍ او نيک نامۍ نه شي ژغورلى ،نو ښه به داوي چې مخکې له نوماندۍ په دې اړه سوچ وکړو چې دې ملت ته پرون ما څه کړي؟ ددې ملت په منځ کې زما انځور څه ډول دى؟ او ددې ملت احساسات زما پروړاندې څه ډول دي؟ ملت اوس ويښ او بيدار ده ،په هر څه پوهيږي خو دا څيني نوماندان و چې د ملت احساسات يې درک نه شو کړاي او څانونه يې کانديدان کړل، دوى داسې فکر وکړ چې ګواکې مونږ په دې ملت چې له علمي ډګره ليري پاتې شوى خپل ځانونه په اسانۍ منلى شو خو دوى دا هيره کړي وه چې ملت دا څو لسيزې د سياستونو په لابراتوار کې کار کوي د هر سياست وال هره پرزه او کړنلاره له نږدې پېژني او دومره په اسانۍ هم نه تيروځي، په دې هيله چې له دې لوى امتحان مو ډير څه زده کړي وي په راتلونکي کې درته د ښه او ژور فکر حوصله غواړم.

ميرولي جان لکڼوال