شاته

ناټو: اوکراین نورو وسلو ته ضرورت لري، روسیې ته ماتې ورکولای شي

د ناټو عمومني منشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۹ (حمل لسمه) وویل چې اوکراین اوس هم په جګړې کې روسیې ته ماتې ورکولای شي او نورو وسلو ته اړتیا لري.

ښاغلی سټولټبرګ په اوکراین کې و چې روسیې د اوکراین د دوو نورو کلیو د نیولو خبر ورکړ.

نوموړي د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «اوکراین له څو میاشتو راهېسې د وسلو له کموالي سره مخامخ دی او اړ شوی چې د مهماتو په استعمال کې سختي وکړي... خو د اوکراین د بریالي کېدو لپاره اوس هم ډېر ناوخت دی.»

هغه وویل چې د امریکا د وسلو په مرستو کې څو میاشتني ځنډ د جکړې په ډګر کې جدي پایلې درلودې. خو د ناټو مشر وویل چې له اوکراین سره نورې مرستې په لار دي‌ او متحدین یې د مرستو په نورو لارو چارو هم غور کوي.

له روسیې سره په جګړې کې،‌ د اوکراین ټوله تګیه د خپلو متحدینو په مرستو باندې ده او له هغوی یې غوښتي دي چې وسلې او مهمات ور ورسوي.

ولسمشر زیلینسکي وویل: «د روسیې پوځ هڅه کوي چې له اوسني وضعیت څخه ګټه واخلي او موږ د خپلو شریکانو له لوري د وسلو ترلاسه کولو ته انتظار کوو. باید په ګډه د روسیې یرغل دړې وړې کړو.»

تېره اوونۍ د امریکا ولسشمر جوبایډن وویل چې اوکراین ته به له ځنډ پرته وسلې ولېږدول شي. تر دې مخکې امریکايی

تر دې مخکې امریکایي مقاماتو ویلي وو چې واشنګټن اوکراین ته د «ATACMS» په نوم د لېري واټن وېشتونکي تکتیکي بالستیکي میزائیل ورکړي ‌دي.

دا میزایل د ۳۰۰ کیلو میتر په واټن کې هدف وېشتلای شي او دا لومړی ځل دی چې له روسیې سره په جګړې کې اوکراین داسې توغندي ترلاسه کوي.

فورم \ دبحث خونه