د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وړوکي خوله غټې خبرې

ميرولي جان لکڼوال 29.10.2009 09:08

په ټولنه کې نيک شهرت د هر انسان طبعي او فطري غوښتنه ده، يانې هر انسان هيله لري تر څو خلک يې په ښو ياد کړي، دا هغه مهال شوني ده کله چې انسان په ټولنه کې داسې کارونه ترسره کړي چې د خلکو زړونو ته پرې د ورتګ لاره پيدا کړي. داسې کسان هم شته چې د ژوند په هنداره کې ورته ځانونه ډير لوى مالوميږي خو ددوى د ژوند هنداره هم ددوى څيره دوى ته معکوسه ښي يانې په حقيقت کې دوى ډير کوچني وي خو فکر کوي چې ګواکې زه يو لوى انسان يم خو بيا هم دوى په خپل خاموالي نه پوهيږي. مونږ او تاسو ګورو چې طاوس مرغه ډيرې ښکلي بڼکې لري او خلک يې د ښايست خبرې کوي ، همدا لامل ده چې د طاوس مرغه مغروره ښکاري خو کله چې خپلو پښو ته متوجه شي نو بيا په ژړا شي په دې دليل چې پښې يې ډيرې بدرنګې دي.

له کومې ورځې راهيسې چې په هيواد کې د ټاکنو غوا لنګه شوي نو ورسره جوخت د ډيرو داسې کسانو په مغزو کې د واک او قدرت نشه پيدا شوي چې له يوې خو ا په ټولنه کې نيک شهرت نه لري او له بلې خوايې د خلکو له ځورونې نورې کيسې په ژوند کې وجود نه لري خو ، بيا هم په دومره سپين سترګى د ملت او د ملت د ستونزو د حل خبرې کوي توا پرون يې خلکو ته په هيواد کې د ابادۍ او ښيرازۍ ګلان کرلي، دوه ګونى عبدالله چې شاه ليد يې د هيواد هر ماشوم ، ځوان او بوډا ته مالوم ده اوس هم په مغزو کې د واک د نيولو نشه لري، همدې تيرو ټاکنو عبدالله ته د خپل ځان انځور په لاس کې ورکړ او دا ورته مالومه شوه چې زه د هيواد په کچه څومره پلويان لرم؟ دا چې په دويم پړاو ټاکنو کې دوه ګونى عبدالله خپل انځور تت ګوري نو فکر کوي چې اوبه خړې کړه او ماهيان پکې ونيسه،له ده ځان دومره ورک شوى چې فکرکوي نوموړى د بنکي مون په چوکۍ ناست ده او د خلکو د مقررۍ او ګوښه کولو واک ورسره ده خو هغه د پښتو خبره وايي مسافر چا په کلي کې نه پرېښود ده ويل چې اس مې د ملک په کور کې وتړئ، په دوه ګوني عبدالله هم همداسې کانه شوي په حقيقت کې نوموړى ډير وړوکى ده خو مخ چې په کمبله کې پټ کړي بيا فکر کوي چې والله په هيواد برسيره د نړۍ چارې هم کنترولولى شم.

څو ورځې وړاندې عبدالله له اولسمشر ښاغلي کرزي وغوښتل تر څو د کابېنې درې وزيران او د ټاکنو د خپلواک کميسون مسوول له دندو ليري کړي، د عبدالله دې خبرې خلک دومره خندولي چې ښکاري پلويان يې نوموړى د عصبي سيستم د درملنې په موخه لندن يا هندوستان ته وليږي،د عبدالله دا ډول خبرې نه يوازې دا چې دده د سياسي خاموالي خبري کوي بلکې خلک يې دده په عصبي سيستم شکمن کړي نو داسې څوک چې هغه په عصبي ناروغۍ اخته وي څه ډول به د هيواد چارې کنترول کړاى شي ؟؟؟؟ دا چې عبدالله خپله د ناکامۍ چاړه په ټاکنو کې ګوري او فکر کوي چې دا ځل مې ملت د پخوا په څو چنده رټي نو اوس بهانې لټوي خو بهانې هم پوهه او ځيرکتيا غواړي. وايي يو وخت دوه وروڼه وچې يويې په دروغو ويلو کې ځانګړي تجربه درلوده او د همد لارې به يې يو څه په لاس راوړل، دويم ورور به يې چې وليدل چې ورور يې د دروغو د لارې ډير څه په لاس راوړي نو هوډ يې وکړ تر څو دى هم د دروغو د لارې پيسې په لاس راوړي نو يو سحر ښار ته راوتى او هر چا ته وايي چې نن خو په اسمان کې سپي غپيدل، د نوموړي خبره آن تر پاچا ورسيده پاچا په عصى شو او د نيولو امر يې ورکړ، نوموړى دروغجن په جيل کې واچول شو کله ېې چې هغه ماهر ورور خبر شو نو د پاچا دربار ته ولاړ په خبرو خبرو کې يې پاچا ته وويل پاچا صيب نن خو مې يوه عجيبه صحنه ليدلي، پاچا وويل څه ډول صحنه ژر يې راته وايه، ماهر درواغجن وويل کارغان مي وليدل چې د سپيو کوچني بچيان يې هوا ته پورته کړي و، پاچا چې دا خبره واوريده نو ويې ويل هو والله نن يو سړي ويل چې په اسمان کې سپي غپيږي ما يي د نيولو امر ورکړ او هغه په جيل کې ده داسي ښکاري چې ما له هغې سره ظلم کړى نو سم د لاسه يې د خلاصولو امر وکړ، کله چې ماهر درواغجن په دې باوري شو چې ورور يې له جيله خلاص شو نو له پاچا يې رخصت واخيست او کورته روان شو، په کور کې يې ورور وليد نو يې ورته وويل ورور جانه زه که دروغ وايم نو چل يې راځي تاته چې د دروغو چل نه درځي نو ولې يې کوې؟ اوس په غبرګ عبدالله هم داسې حالت راغلى چې له خولې يې داسې خبرې راوځي چې د يو داسې نوماند سره ډيرې بدې مالوميږي کوم چې د خلکو مشرۍ ته ځان نومولى وي. د عبدالله له پاره لازم دادي چې په نره اعلان کړي چې زه د ميدان بايلونکى يم نو له ټاکنيزې سيالۍ لاس په سر يم نه دا چې د خپلو بې ځايه غوښتنو په اساس خلک او نړيوال په ځان پورې وخاندوي.کوم شرايط چې دا وړاندي کړي له هغوى داسې مالوميږي چې عبدالله په منډه کې دى خو اوس د ځان پرده غواړي او يوازې په دې هيله ده چې ګوندى کرزى صيب به راته د کوم وزارت وړانديز وکړي او بس .