شاته

عراق د شام د کېمپ نه داعش سره تعلق لرونکي خپل قریب ۷۰۰ نور شهریان هم وطن ته ستانه کړل

د عراق او شام چارواکو د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې عراق خپل نور سلګونه شهریان چې د داعش ډلې سره یې تعلق ساتلو، د شام په شمال ختیځ کې له الهول غټ کېمپ نه وطن ته ستانه کړي دي.

د عراق د کډوالو او بېځایه شوو چارو وزارت یو ترجمان، علي جهانګیر وویل چې قریب اووه سوه (۷۰۰) عراقیان، چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، د اتوار/یکشنبې ناوخته د عراق شمالي ښار موصل ته څېرمه یو کېمپ ته ورسېدل. هلته به هغوی د نړېوالو ادارو په مرسته، د بحالۍ یو پروګرام تېر کړي او کوشش به دا وي چې دغه کسان د تندلارۍ له نظریې لېری کړی شي.

که څه هم د عراق حکومت کوشش کړی دی چې خپل شهریان د شام له الهول کېمپ نه ژر ژر راوباسي، خو بیا هم په هغه کېمپ کې د عراقیانو شمېر زیات دی. په الهول کېمپ کې د مختلفو ملکونو شهریان اوسېږي چې شمېر یې ټولټال قریب دري څلوېښت زره (۴۳۰۰۰) کسانو ته رسېږي او د داعش ډلې د وژل شوو او یا ورکو شوو جنګیالیو ښځې، مېندې، بچیان او نور د کورنۍ غړي دي. د عراقیانو نه پس، په الهول کېمپ کې اکثره کسان پخپله د شام دي. د ۵۷ نورو ملکونو څخه، څه باندې شپږ زره کسان د الهول کمېپ په مضافاتو کې ځای پرځای کړی شوي دي.

د عراق د کډوالو او بېځایه شوو چارو وزارت ویاند علي جهانګیر د ګل په ورځ د ستانه شوو عراقیانو په باب وویل: "دا عراقي شهریان دي چې په کار ده مونږ یې بحاله کړو. په الهول کېمپ کې د دوی پرېښودل په دې معنا ده چې دوی ټایم-بمب دي چې هر کله کېدلی شي د عراق امن ته خطره پېښه کړي."

په ۲۰۱۴ کې داعش د عراق او شام په لویو برخو کې د خلافت اعلان وکړ او په لسهاوو زره پلویان یې د نړۍ له مختلفو برخو ځان ته ور جلب کړل. وروستو په عراق کې په کال ۲۰۱۷ او په شام کې په کال ۲۰۱۹ کې داعش ډله د امریکا په مشرۍ نړېوال ائتلاف لخوا ماته شوله. دې ډلې سره تعلق لرونکي په لسهاوو زره کسان شام کې د عراق سرحد ته نږدې الهول کېمپ ته ولېږدول شول.

د الهول کېمپ ساتنه اوس د کردانو په مشرۍ د شام ډېموکرېټیکو ځواکونو په غاړه ده چې امریکا یې حمایت کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00