د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ايران سپين سترګي او د عبدالله ناهيلي

ميرولي جان لکڼوال 09.09.2009 07:43

د ايران سپين سترګي او د عبدالله ناهيلي

شک نه شته چې يو هيواد هغه مهال په خپلو پښو دريدلى شي کله چې خلک د خپلو بدمرغيو عوامل په شعوري لحاظ درک کړي او بيا د همغې ټولنې خلک د خپلو بدمرغيو څخه د ځان د راويستنې لارې چارې ولټوي، په يو ديموکراتيک نظام کې ټاکنې همدې ټکي ته ډيره ښه زمينه برابروي تر څو خلک خپل استازي د قضاوت او ارزونې لاندې ونيسي، هغوى چې د خلکو د ستونزو د هواري په لار کې ګامونه پورته کړي وي نو طبعي ده چې د خلکو زړونو ته لار پيدا کوي او هغوى چې د ملت د ارادې سره لوبې کړي وي نو شک نه شته چې ملت به هغه د تل له پاره له زړونو وباسي. افغانستان د تاريخ په اوږدو کې داسې پاتې شوى چې تل يې ګاونډيانو هڅه کړي چې په داخل کې خپل لاس پوڅي وروزي او په يو نه يو شکل يې د خپل هيواد د بدمرغۍ په لار کې په کار واچوي چې په دې لار کې پاکستان او ايران له نور مخکښان دي، دې خداي ناترسه ګاونډيو نه زمونږ په وينه صرفه کړي، نه يې زمونږ د خاورې خيال ساتلى او نه يې نه هم زمونږ د اوبو درناوى کړى، د افغانانو ترمنځ يې داسې د کرکې او نفرت تخمونه شيندلي چې يو افغان يې د بل افغان په مقابل کې داسې ودرولى چې هيوادنۍ مينه يې ترې له مغزو ايستلي چې مهمه بېلګه يې هم دوه ګونۍ عبدالله دى، عبدالله چې د ټاکنيز کمپاين پر مهال يې ځينې وختونه ځان پښتون او ځينې وختونه ځان تاجک معرفي کولو همغسې وانه خوت يانې عبدالله نه پښتون دى نه تاجک بلکې يو ايرانۍ وخوت، هغه مهال چې د ايران په ټاکنو پراخې نړيوالې نيوکې وشوې نو ايران نړيوالو ته ويل چې دا د ايران داخلي موضوع ده کوښښ مه کوئ چې د ايران په داخلي چارو کې مداخله وکړئ خو کله چې په افغانستان کې د ټاکنو د بهير په اړه نيوکې او پوښتنې راپورته شوې نو ايران پرته له دې چې خپل ديپلوماتيک اصول مراعات او يا هم وپيژني په ډيرې سپين سترګۍ سره يې په ټاکنو کې مداخله وکړه او د يو مشخص کانديد ملاتړ يې وکړ کوم چې هغه خبرې ټولې رښتيا کړې چې ډاکټر عبدالله د ايران له ملاتړ څخه برخمن دى، اوس پوښتنه له ايران هم داده چې ستا پرټاکنو نيوکه ستا پر کورنيو چارو کې لاس وهنه ده خو زمونږ په ټاکنو کې ستا مداخله کوم ډول امتياز دى؟؟؟! له ښاغلي عبدالله هم دا پوښتنه کيږي چې ښاغلى ډاکټر صيب په ټاکنو کې درغلي ستا او د کرزي دواړو له پاره شوي خو تا چې له ايران سره کوم ډول سازش کړى ايا دا په ټاکنو کې له درغلى څو چنده لوړ نه دى ايا په دې کار سره تا د خاورې او ملت په سر سودا نه ده کړي او ايا په داسې حال کې که تا د برياليتوب چانس پيدا کولى نو تا به د ايران ګټې ساتلى که د افغانستان ؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې ملت يې له تا ځواب غواړي، هغه په لکونه ډالر چې ستا په ټاکنيز کمپاين مصرفيدل ايراني نه و؟ اوس چې ايران په ډيرې سپين سترګۍ سره د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله کوي لامل يې هم داده چې پر تا مصرف شويو ډالرو کوم ځاي ونه نيو، نه يوازې دا چې ملت به له دې پوښتنه له تا کوي بلکې ايران دې هم داسې په اسانۍ نه پريږدي ،ځکه چې تا خو ورته ټول ملت د ځان ملاتړى بللى و خو خبر نه وې چې د اشخاصو د تول تله د ملت په لاس کې ده ، هغه ملت چې پرون يې له چا درد موندلى هيڅ کله به هم پر هغو باور ونه کړي، يوازې د خولې د خبرو په بدلون سره د انسان کړنې بدلون نه شي موندلى، ته يوازې په دې فکر وکړه چې د خپلې دريشۍ له پاره به قيمتي ټوټه په کوم هيواد کې پيدا کړې، ته د ملت له هغې چا څه خبر يې چې مړي يې په تخته لوڅ پراته دي او کفن نه لري، ډيره ښه شوه چې ملت يو ځل بيا تاريخي څپېړه درکړه ، ستا د ټاکنيز کمپاين شعارونه ستا تر خولې ډير لوړ و، بدلن د اوباما شعار و خو تا له خپلې خولې راويست خلکو ته د هيلې ورکول د اوباما شعار و خو تا پرې خلک دوکه کول، کله چې اوباما رايه وکاروله نو ويي ويل چې ( بدلون راغئ) تا هم د رايې له کارونې وروسته همدا ټکي استعمال کړل، په تقليد کې خو انسان بايد نړيواله جايزه درکړي، ملت ددې شاهد وو او دى چې د ښاغلي ډاکټرصيب اشرف غني سره د مناظرې پر مهال تا د نوموړي ټولې خبرې رانقلولې خو که کوم ځاى کې به دده په مسلکي او علمي خبرو پوى نه شوې نو داسې ګلان به دې وکرل چې مونږ به د تلويزون د پردې مخ ته سترګې پټې کړې، په هر صورت ته او ايران بايد په دې پوهيدلي وى چې دا افغانستان ده دا چورستان نه ده چې ملت يې د ښو او بدو توپير نه شي کولى، په ټاکنو کې د درغليو همدا بانه کلکه ونيسه ګوندې ايران پرې قانع شي که نو درکړشوي ايراني ډالر دومره اسان نه دي چې ته به يې په اسانۍ سره هضم کړې.

ميرولي جان لکڼوال