دکابينې وروستى لست اعلان شو،مخدوم رهين بيا داطلاعات و فرهنګ وزارت لپاره نومول شوی
18.12.2009 07:33تيره ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي دولسي جرګې له يوشمير غړو سره په ليدنه کې دکابينې پر وروستې لست خبرې وکړې او له هغوې نه يې وغوښتل چې له حکومت سره ددې وزيرانو په منلو کې مرسته وکړي،په دې لست کې (١١)وزيران پر خپلو څوکيو پاتې دي او (١٢)څوکيو ته نوي وزيران نومول شويدي،
هغه وزيران چې پر خپلو څوکيو پاتې دي.
١-عبدالرحيم وردک دفاع وزير
٢-محمدحنيف اتمر کورنيو چارو وزير
٣-رنګين دادفر سپنتا دبهرنيو چارو وزير
٤- عمر زاخيلوال دماليې وزير
٥-سروردانش دعدليې وزير
٦-غلام فاروق وردک دپوهنې وزير
٧-حسن بانو غضنفر دښځو چارو وزيره
٨-داوبو او بريښنا وزير محمداسمعيل
٩-سيدمحمدامين فاطمي دعامې روغتيا وزير
١٠-محمداصف رحيمي دکرنې او مالدارۍ وزير
١١-جنرال خدايداد دنشه يي توکيو سره دمبارزې وزير
د(١٢) نورو وزارتونو لپاره لاندې څيرې نومول شويدي
١- عبيدالله عبيد دلوړو زده کړو وزير
٢-غلام محمد ايلاقي دسوداګرۍ وزير
٣- وحيدالله شهرني دکانو او صنايعو وزير
٤-عنايت الله بليغ دحج او اوقافو وزير
٥-ميرزا امين عبداللهي دفوايد عامې وزير
٦- انورالحق احدي داقتصاد وزير
٧-محمود الله بتاش دترانسپورت وزير
٨- عنايت الله نظري دکډوالو وزير
٩- تاج عاي دټولنيزو چارو وزير
١٠- سيد حامد ګيلاني دقومونو او قبايلو وزير
١١- ګل اغا شيرزوې دښتاري پراختيا وزير
١٢- سيد مخدوم رهين داطلاعاتو او کلتور وزير
ښاغلي کرزي دولسي جرګې غړو ته ويلي چې په هغه وزيرانو کې چې پر خپلو څوکيو پاتې دي د درې مياشتو په موده کې ادلون بدلون راتلاې شي

