د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رباني له وسله وال بريده روغ ووت

بشير ګواښ 13.08.2009 23:32

 برهان الدين رباني نن په کندوز کې د هغه وسله وال بريده روغ رمټ ووت چې د علي اباد په ولسوالۍ کې دده د موټرو پر کاروان وشو.

د الجزيرې ټيليويژن دعلی اباد ولسوالۍ ولسوال حبيب الله معتصم له خولې ليکلي چې د افغانستان پخوانی ولسمشر او د اوسني پارلمان غړی برهان الدين رباني  هغه مهال دطالبانو دوسله وال بريد لاندې راغی چې له کندوز څخه بدخشان ته پرلاره و.

 د معتصم په وينا دولسوالۍ پوليسواو د رباني ساتونکو په شريکه دطالبانو سره يوساعته جګړه وکړه او دوه طالب جنګيالي يې ووژل. د خبر له مخې پوليسو،رباني او ساتونکو ته يې هيڅ زيان نه دی رسيدلی.خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهددبريد پړه پرغاړه اخيستنې ترڅنګ ويلي چې په دغه پېښه کې يې د پوليسو يورينجر موټر له منځه وړي او پکې ناست ټول پوليس يې وژلي. د نوموړي په ويناد دوی جنګياليو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې ‎.

د يو بل خبر له مخې نن ديادشوي ولايت په يوه بله ولسوالۍ، ارچي کې د طالبانو او ملي پوليسو ترمنځ نښته شوي چې دکندوز دامنيه قوماندان په وينا پکې درې تنه پوليس او اته تنه طالبان وژل شوي.د يادونې وړه ده چې دوه ورځې وړاندې طالبانو د همدې ولسوالۍ امنيه قوماندان او د کندوز د والي ورور د پنځه تنو پوليسو سره وژلی وو.

الجزيرې په شمالي ولايت کندوز کې د وروستيو مرګ ژوبلو په هکله دطالبانو له خولې ليکلي چې  غواړي کندوز په دوهم هيلمند بدل کړي.