امريکايي ځواکونو په ننګرهار کې دوه تنه ټپيان کړي
12.08.2009 20:45دننګرهار په جلال اباد ښار كې امريكايي ځواكونودعامو وګړو پريو موټر ډزې كړي او دوه كسان يې ژوبل کړي.
په ننګرهار كې د امريكايي ځواكونو وياند سباوون هوتك ازادۍ راډيو ته ويلي چې دغو ملكي كسانو له امريكايي موټرو سره ټاكل شوې فاصله نه وه مراعات كړې او نږديې ورغلي وو نو ځكه ويشتل شوي دي.
د يادونې وړه ده چې بهرني ځواکونه دګزموپرمهال پر خپلو پوځي موټرو هغه لوحې راځړولي وي چې پکې نورو موټرو ته ګواښنه شوي وي چې دپوځي کاروان سره واټ وساتي خو که څوک پردغه ګواښنه غوږ ونه ګروي،بهرني ځواکونه پرې ډزې کوي.د ازادۍ راډيو په وينا امريكايي ځواكونو تر دې مخكې څو څو ځله پر هغو ملكي موټرو ډزې كړي دي چې يا دوی ته ډېر ورنږدې شوي دي او يا يې د دوی په اشاره نه دي دريدلي.