د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبانو په ننګرهار کې يوتن د جاسوسۍ په تور وژلی

بشير ګواښ 12.08.2009 18:56

طالبانوبيګا د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍکې يوتن دجاسوسۍپه تور وژلی.

په ننګرهار کې دطالبانودتورې بورې مرکز وايي چې انعام د چپرهار ولسوالۍ د دولت زيو د کلي اوسيدونکی، انعام دغلام رسول زوی په ډزو وواژه. د دغه مرکز وياندقاري سجاد ټول افغان ته په راليږلي اعلاميه کې ويلي.))انعام حکومت او استخباراتو ته جاسوسي کوله ځکه مو وواژه.((

ديادونې وړ ده چې تيره اونۍهم طالبانودننګرهار ولايت په يادې شوي ولسوالۍ کې دحيدر په نامه يو تن په دې تور چې دولت ته جاسوسي کوي، وژلی وو.