د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پکتيا کې دوه امريکايي سرتيري ټپيان شوي

بشير ګواښ 12.08.2009 19:35

نن د پکتيا ولايت په احمد خيلوولسوالۍ کې په سړک کې د يو ښخ شوي ماين دچاودنې له امله دامريکايي ځواکونو دوه تنه سرتيري تپيان شول .

دايتلاف دځواکونو وياند عبدالستار وايي چې پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د افغان او ايتلافي ځواکونو دګډې ګزمې پرمهال پوځي موټرپه سړک کې په ايښودل شوي ماين وخاته. نوموړي وويل چې چاودنه زوروره نه وه او دټپي شويو سرتيرو روغتيايي حالت د انديښنې وړه نه دی.

په دې وروستيوو کې پر نړيوالو ځواکونو بريدونه ډير شوي. د مرګ ژوبلې د شميرلود خپلواکې ادارې د شميرو له مخې تر دا مهاله په افغانستان کې د اګست په روانه مياشت کې ۲۷ تنه نړيوال سرتيري وژل شوي دي.