په ميدان وردګو کې دښځولپاره دټولټاکنودعامه پوهاوي سیمنارجوړشو.
12.08.2009 21:34د میدان وردګ ولایت کې دښځوچارو په ریاست کې دټاکنو دفتر په لګښت او د ولایت دښځو چارو ریاست له خواپه ټاکنو کې دښځو د عامه پوهاوي او ونډې اخیستنې ترسرلیک لاندې یو ورځني سیمنار جوړ شوو.
د ميدان وردګ ولايت د والي وياند وياند شاهدالله شاهدټول افغان ته په راليږلي مطبوعاتي اعلاميه کې ويلي چې په ياده شوې غونډه کې ۵۰۰ تنو ښځو ګډون کړی وو.
په غونډه کې د ميدان وردګ والي محمد حليم فدايي پر ښځو غږ وکړ چې په ټولټاکنو کې پوره پوره برخه واخلي او د خپلې خوښې کاندي ته رايه ورکړي. هغه وويل. ))ښځې ته چې داسلام مبارک دین کوم حیثیت ورکړی دی باید ترې ګټه واخلي او ددې لپاره زمینه برابرول دحکومت دنده ده.((
په غونډه کې دښځو چارو ریسې مهاب جعفری هم په راروانو ټاکنوکې ښځې رایې ورکونې ته وهڅولې او زیاته یې کړه.))تاسوپه ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون سره برخه واخلي او هم خپل میړونه،اولادونه او ورونه دغه ملي پروسې ته وهڅوۍ ترڅو خپل راتلونکی په خپله وټاکي((.
د ياد شوي ولايت کې دټولټاکنود دفتر ریس حبیب وردګ په ټاکنو کې د شفافيت ژمنه وکړه او وي ويل چې دوی د ټولټاکنو لپاره د ولسونو په ملاتړهر قسم چمتووالی نيولی.