د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کورنيوو چارو وزارت ته دوه چورلکې ورکړل شوې

بشير ګواښ 12.08.2009 06:00

 د جرمني او رو سيې هيوادو نو د افغانستان کورنيوو چارو وزارت ته دوه چورلکې ورکړي.

دا هيلي کاپټرونه نن دکورنيو چارووزارت ته د روسيې او المان سفيرانو له خوا وسپارل شوي.حنيف اتمر وويل دغه مرستې ارزښتناکې وګڼلې او وي ويل چې ددې چورلکو په درلودو سره به د افغان پوليسو هوا يي ځواک پياوړي کيږي.

له دې وړاندې افغان چارواکو په وار وار ويلي چې امنيتي ځواکونه يې مجهزې وسلې نه لري او بايد په دې اړه ورسره مرستې وشي.