د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په خوست کې يو ځانمرګى بريد کوونکى ووژل شو .

بشير ګواښ 12.08.2009 19:21

بيګا د خوست ولايت د يعقوبيو ولسوالۍ پوليسو يو تن ځان مرګی بريدکوونکی وواژه.  

 د خوست ولايت امنيه قوماندان عبدالقيوم باقي زوى وايي چې ځانمرګى بريد کوونکي غوښتل ديعقوبيو ولسوالۍ د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړي خو پوليسو پرې وار لومړی کړ او ځای پر ځای يې وواژه. دوژل شوي تن پيژندګلوي نه ده په ډاګه شوي.

د مياشتې په سر کې څوځانمګرو بريدکوونکو د ښځينه جامو څخه په ګټې سره ځانونه دولتي ودانيو ته رسولي وو او درنه مرګ ژوبله يې اړولې وه .