د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کندهار کې څلور کسان وژل شوي او شپاړس نور ټپيان شوي

بشير ګواښ 12.08.2009 05:25

نن د کند هار په ولايت کې په سړک کې د ښخ شويو ماينونو د چاودنو په دوو بيلابيلو پېښو کې څلور ملكي کسان ووژل شول او شپاړس تنه نور ټپيان شول.

 د کور نيو چارو و زارت مطبو عا تي دفتر دمطبوعاتي پاڼې له مخې دا پيښې د ژيړۍ اوميوند په ولسواليو کې رامنځته شوي.باختر اژانس دکندهار امنيتي چارواکو له خولې وايي چې په دغو دوو پيښو کې څلور تنه ووژل شول او شپاړس تنه ټپيان شول. د خبر له مخې ماينونه په ملکي موټرو الوتې او قربانيان هم ټول ملکیان دی.

دولتي چارواکي دپېښې پر طالبانو اچوي خو هغوی تر دې دمه ددې خبر په هکله څه نه دي ويلي.