د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوه تنه ژورنالیستان ټپي شوي

بشير ګواښ 12.08.2009 20:00

پرون د کندهار په ولايت کې د اسوشيټيد پريس دوه ژورناليستان هغه مهال ټپيان شول چې دامريکايي ځواکونو دګزمې سره دراپور ورکولو لپاره روان وو. پيښه پر سړک د ښخ شوي ماين د چاوديدلو له امله رامنځته شوي.

اسوشيټيد پريس په خپل يو راپور کې وايي چې ټپيان شوي خبريالان دهسپانيا اوسيدونکی ايميليو موريناناتي )انځور اخيستونکی( او دانډونيشيا اوسيدونکی اينډي جميټکو)ويډيو جوړړونکی( دي. د ياد شوي اژانس په ويناموريناتي پښه له لاسه ورکړي او ډير سخت ټپي دی. جميټکو پښتۍ ماتې دي او پښې يې ټپي شوي دي.

دايسوشيټيد پريس مشر ټام کرلي دخپلودواړو مشرانوژورناليستانو په زخمي کيدنه ژوره خواشيني څرګنده کړي. د نوموړي اژانس په وينا دغه دواړه ژورناليستانو چې په ترتيب سره  د ۴۰ او ۴۴کلونو وو، ډيرې ژورناليستيکي جايزې هم ګټلي دي.    

د ژورناليستانو څخه ددفاع نړيواله کميټه وايي چې افغانستان د ژورناليستيکي کراونو لپاره د۱۲ هيوادونو څخه يو خطرناک هيواد دی. د کميټې په وينا په دې هيواد کې له ۱۹۹۲ راهيسې اتلس ژورناليستان وژل شوي او بې شميره نور يې بنديان او شکنجه شوي دي.