په وزيرستان کې د طالبانو خپل منځۍ نښته کې شپږ تنه وژل شوي
07.08.2009 22:48په شمالي وزيرستان کې د وژل شوي طالب مشر بيت الله محسود پلويانو دطالبانو په يوه مخالفه ډله بريدونه کړي چې په پايله کې شپيږ تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
بي بي سي د يو ځايي پوليس افسر، کفايت الله له خولې ليکلي چې وژل شوي کسان د ترکستان بيټني ملګري دي. ترکستان بيټنی ځان ته د طالبانو يوه ډله لري او د طالبانو د مشر بيت الله محسود کلک مخالف او د دولت ملګری دی.
د راپورونو له مخې د بيت الله محسود پلويان بيټنی د بيت الله محسود د مرګ په لړ کې د امريکايانو لپاره په جاسوسۍ تورن کړی. ديادونې وړه ده چې دوه کاله پخوا دبيت الله محسود ملګرو د بيټني ديرش کسان په دې تور چې په سيمه کې غلاوې کوي، وژلي وو.
د پاکستان د بهرنيوو چارو وزير شاه محمود نن ژورناليستانو ته وويل چې بيت الله بيګا د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په بمبار کې وژل شوی.