د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دهلمند په ولايت کې پنځه امريکايان، درې برطانويان او يوولس افغان پوليس ووژل شول.

بشير ګواښ 07.08.2009 20:04

 له پرون راهيسې دهلمند په ولايت کې په بېلابېلو پېښوکې پينځه امريکايي ، درې برطانوي او يوولس افغان پوليس وژل شوي دي.

څلور ا مريکا يي عسکر پرون د هلمند په ولايت کې ووژل شول. په افغانستان کې دامريکايي پوځيانو مطبوعاتي دفتر وايي چې دغه پيښه پرسړک دښخ شوي و ماين د چاودنې له کبله رامنځته شوي.

همداراز په ياد شوي ولايت کې ديوبل ماين د چاودنې له ا مله درې تنه انګليسى عسکر ووژل شول. دبريتا نيا ددفاع و زارت وايي چې برطانوي ځواکونه اول په ماين وختل او ورپسې د طالبانوله خوا ور باندې ډزې وشوي .په پيښه کې يو بل عسکر سخت ټپي شوی هم دى .

 ددغوپوځيانو په وژنې سره په روان کال کې په افغانستان کې دوژل شوو برطا نوي عسکر و شمير ٢٢ تنو ته ورسيد. له  ٢٠٠١ کال رهيسې په افغا نستان کې ددغه هيواد ۱۷۵ اته عسکر وژل شوي دي. په روانه مياشت کې چې ايله اووه ورځې يې تيرې شوي دي، په افغانستان کې تراوسه پنځلس بهر ني سرتيري وژل شوي.  تېره مياشت په افغا نستان کې ٧٥ بهرني عسکر وژل شوي وو .

د يو بل خبر له مخې پرون د هلمند په لښکر ګا، نادعلي اوارغنداب کې په جلا جلا پيښو کې يوولس افغان پوليس ووژل شول. د کورنيو چارو وزارت مطبو عا تي دفتروايي چې په نادعلي ولسوالۍ کې  د پو ليسو يو موټر پرماين وخوت چې له امله يې پنځه تنه پو ليس ووژل شول او درى تنه نور ټپيان شول.

همارنګه د کورنيو چارو و زارت په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې راغلي دوه تنه پوليس هغه مهال دلښکرګاه ښار ته څېرمه په سرکار سيمه کې ووژل شول چې طالبانو پرې بريد وکړ. په بريد کې ووژل شول. د کورنيو چارو وزارت وايي چې وسله وال طالبان په دريوو موټر سايکلونو سپاره وو چې  د پوليسو پر پو ستې يې  بريد وکړ.

 د کورنيوچارو وزارت يوه بله مطبو عاتي اعلاميه وايي چې پرون ما زيګر د کندهار ولايت د ارغندا ب په ولسوالۍ کې د يو ماين د چاودنې له ا مله څلورپوليس ووژل شول. طالبانو د دې ټول پيښوپړه منلي ده.