د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسمشرۍ چوکۍ ته کانديد ګل په شرنګ شرنګ سره مرکه (طنز)

بشير ګواښ 05.08.2009 19:13

ليکوال : بشيرګواښ ـ بوسټن، امريکا 

خبريال : صيبه، که لوستونکو ته ځان وروپيژنۍ نو من من به غټ شو.

کانديد: زما پيژندګلوي که داسې له ويټامينونو ډکه وي نومعاون ته مې ولې ځان نه معرفي کوم چې دا وچ هډوکي يې لږه غوښه واخلي خو ځه خير،ځان به درته معرفي کړم. الحمدلالله رب العالمين....سبحنک اللهم وبحمدک..

خبريال : ډير وبخښه صيب، دا خو دې لمونځ شروع کړ.بسم الله دې درسته کړه. خلکو ته ځان په لنډو معرفي کړه

کانديد: ماته پته ده چې تاسې ټول ژورناليستان کافران ياست. ډير ښه کوي چې هره ورځ درکې يو او دوه د ټوغکي دچرګانو په شان وژني.خدای دې ووهه، دا د سورتونو ويل خو دود دی. دې بيوقوفه ولس سره چې مخ کيږي نو چې څومره ذوالجلال يادولی شي هغومره ښه ده.داساده اولس هسې هم د چا عمل ته نه ګوري. باټو ته ګوري. وينا ته ګوري. ځه ورک يې کړه....زما نوم ګل په شرنګ شرنګ دی. جهاد،غزا،مقاومت اوبس هرڅه چې ته وايي هغه مې کړي.پدري سړی يم. ملت کې محبوب يم اوکلي کور کې محترم

.خبريال:دا په ملت کې دمحبوبيت اوکلي کور کې په احترام که لږه رڼا واچوي؟

کاندید: رڼا پرې څنګه واچوم؟ نه راسره څراغ شته اونه لاټين.

خبريال: مطلب مې دادی چې خبره دې لږه تشريح کړه.

کانديد: خو داسې ووايه کنه.ځان ډير اوقي اوقي مه کوه.بې ځايه لغتونه مه کاروه...ملت کې ځکه محبوب يم چې د هر قشراو طايفې سره مې وخت تيرکړی.دروسانو په وخت کې دکمونستانوملګری وم.دمجاهدينوپه وخت کې دمجاهدينو.اوس مې طالبانواوامريکايانودواړو سره دوستي ده. څوک نه خفه کوم. هسې هم د خفګان نه څه نه جوړيږي.

خبريال: څومره زده کړې دې کړي؟

کانديد: وامې نه وريدل؟

خبريال: ما ويل چې تعليم دې څومره دی؟

کانديد: والله پوه نه شوم. زما دا غوږونه خدای وهلي لږ درانه دي. لکه مخکې مې چې درته وويل د ډيرو سره مې جهاد کړی نو د جګړو شور لږ په غوږونو دروند کړی يم.

خبريال: تر اوسه خو ښه سم وو. د ميږې تيز دې لا اوريده. دا اوس پرې څه بلا پريوته! زه به درنيزدې شم. ښه ما دا ويل چې زده کړې دې څومره کړي؟

کانديد: ياره خو ډير شله سړی يې. نه مې پريږدي...داسې راپورې نښتی يې لکه رباني چې په چوکۍ پورې نښتی وو. زده کړي مې لکه دډاکټر عبدالله دکلي په جومات کې کړي. بغدادۍ سيپاره له مخې ويلی شم. قل هو مې په يادو ياده ده او ماشومانو ته غوږ کې اذان کولی شم. زامن مې ښه دي په بهر کې درسونه وايي نو وټ ناټ مې هم لږ لږ ترې زده کړي. خبر يې يوه ورځ څه وشول؟ زما کاروبار خو شکر دی ته ويني چې ښه په درز کې روان دی. په دوبۍ اوجاپان کې هوټلونه لرم. نو يوه ورځ مې  دبانک نه خپلې ټولې ډالري په دې خاطر راوويستې چې ما ويل هسې هم د افغانستان په راتلونکې باور نشته او ژوند چريکې دی. هر سړی د پښو پر سر ناست دی هسې نه چې دا بانک والا سبا دبانک په نامه خپل دغه دکان ته قلف واچوي، څادر څنډ وهي اودپيسو سره پښې سپکې کړي. ته وايه ښه! پیسې مې په خپل کروزين کې روانې کړي وي چې امريکايانو ونيولم. دډالرودبنډلونو په ليدو يې فکر وکړ چې ګوندې د القاعده سره کار کوم. يوه شپه مې په جيل کې ورسره تېره کړه. په دې شمالي ټلواله کې مې يوقاچاقبردکاروبار انډيوال دی، هغه ارامي کوم امريکايي جنرال سره د راز انډيوالي لرله. ترې راخلاص يې کړم. څه سر به دې خوږوم خو يوه ورځ په بازار کې روان وم چې همغه پوځيان بيا مخې له راغلل. دپيشو سترګو زامنو وپيژندلم. راغږ يې کړ...هَو آر يو (HOW ARE YOU?)؟ زه خو پرې تيارغصه وم. ځواب مې ورکړ..ځه ستا د نيا...نه هوآر يو! نو په دې خبره مې ښه بې عزته کړ. دا زماد علميت کمال دی چې وټ ناټ مې زده کړي وه او داسې قاطع ځواب مې ورکړ.

خبريال:هووالله، ځواب خو دې ښه قاطع ورکړي. دا ډاکټر عبدالله خو هغه دی ډاکټر دی. ته هسې وايي چې بې سواده دی؟

کانديد: خاورې ډاکټر دی. ته ورسره په فاکولته کې وي که پلار دې؟ والله که يې د پوهنتون څه چې دمکتب دروازه هم ليدلي وي. زما په شان يې بغدادۍ سيپاره لوستلي او بس. امضا يې والله که زده وي. ماسره يوځای په هغه کورس کې وو چې د يوې امريکايي کمپنۍ له خوا دافغانستان سره دشويومرستو له پیسو څخه په مليونو ډالرو جوړ شوی وو او مونږ ته پکې دامضاکولوچل راښوول کيده.زه،دوستم،فهيم،چکري اوقانوني ښه وو،يوڅه لړل تپل مو ياد کړل. امضاوي مو زده کړي. دعبدالله ګي خو والله که هغه هم زده وي. داخو ورته کرزي چل وښود چې خپل نوم دې سرچپه وليکه او بيرته يې وران کړه. بس امضاده. تراوسه همداسې کوي. دا ډاکټر خوورته مور له نازه وايه. لاړ ډاکټر شو. اوس به يې کوم سند پيدا کړی وي. په دا ماته ګوډه انګليسي يې مه تيروځه! دا خوزما د څلور کلن لمسي هم زده ده.

خبريال:والله دا خو دې رازونه وسپړل. بلا سړی يې! دا راته ووايه چې څه کاري پلان لري؟

کاندید:کاري پلانونه خوډيرلرم.ښاروال مې انډيوال دی. دښار په منځ کې يې ځای راکړی. مارکيټونه پرې جوړوم. کارونه ښه درز کې راون دي. 

خبريال: نه نه، د کاري پلان نه مې موخه دا ده چې که ولسمشر شي نو څه به وکړي؟

کاندید: ياره دا نو هم څه پوښتنه ده. ډير بې سواده يې. ډير ساده سړی يې. سړی چې پاچا شي څه کوي؟ خو خوري څښې او حساب نه مني. ماچې کارونه کولی نو په پاچاهي کې مې بې ادبي دي معاف وي څه ... کول.

خبريال: ښه سمه ده. فشار دې مه پورته کوه. دا ووايه چې لومړی او دوهم مرستيال دې څوک دي؟

کانديد: لومړی مرستيال مې شبوګی دی.لکه بابوجي داسې وران دی. دهرقسمه خلکو دم ورسره شته. داسې خوږ دی لکه د کامې ګوړه. بس چې غونډې ته ورشم نو يو مخلوق د خدای يې راغونډ کړی وي. مداري دی مداري! دقانوني او مجددي مداريتوب خو ورته نصوار هم نه دی. دوهم مرستيال خو مې مرستياله ده. ياره تا نه څه پرده داسې ښکلي ده چې پوسټرونه مې پرې ښايسته دي. چې سرخي پوډر ووهي نو سمه مادوري ترې جوړه شي.

خبريال: ښه له دې معلوميږي چې د ښځو حقوقو ته دې پام دی؟

کانديد: داخبره نشر کوه مه خو درته وايمه يې. بس دا دشبوګي کارونه دي. ويل يې چې يوه ښځه بايد مرستياله ونيسي چې دبهرنيانو زړه ته نيزدې شم. ډير وګرځيدو په ښځوپسې. يوه هم ما غټ خېټې سره نه ودريده نو مجبوره شوپه دفتر کې مو چې کومه ښخه دجارو او کټوۍ لپاره نيولي وه بس همغه مو پکې ورټېل وهله. ډير يې وويل چې په وس مې پوره نه ده خو شبوګي ورته ويل چې څه دومره ګرانه خبره نه ده. بس په لمر کې تورې اوپه سيورې کې سپينې چشمې اغونده او دبهرنيانو غونډو ته راسره ځه. د جارو او ديګ نه به هم خلاصه يي او دکروزين چکرې به هم وهي. او که رښتيا درته ووايم نو دا ښايست يې هم د شبوګي له برکته دی. خدای خبر چې کوم پوډر ورله راوړي چې له شيشکې يې ښاپيرۍ جوړه کړي. ښه، بس دی...زه درنه ځم، ناوخته دی. تاسې ژورنالیستان هم کار نه لرۍ. د دفتر نه دې ځان راپټ کړی. دلته ماسره ګپ لګی. بس دی، ډيرې ترسکونې کيسې مې درته وکړي.

خبريال:کانديد صيب، بس يوه پوښتنه بله....چاته خو به له نوماندۍ دتيريدو اراده نه لري؟

کانديد: ياره په دا آخره کې دې داتوم بم ګوزار وکړ. په دوو کې دې حيران کړم. يو زړه مې وايي چې درته ووايم: نه، نه تيريږم خو بيا مې خړ غوږي ډالرې رايادې شي. دا پيسې ډير بد شي دی. ايمان مې ورته خطا کيږي. نو بس که ډيرې وي نو کيدای شي ملي ګټې او ملي وحدت راباندې زورور شي او له نوماندۍ لاس واخلم. هلکه، زه درنه ځم، شبوګي درله يوڅه په لفافه کې اچولي درسره وايي خله. جامي مامې به پرې ځان له وکړي.

خبريال: نه صيب، زه د هغه ژورناليستانو له جملې نه يم. دا خو رشوت دی، حاجي صيب....

کانديد: کښېنه مړه! غوږونه دې پيژنم...پرون هم پنځووژورنالیستانو داسې ويل خو چې په پاکټ کې مې دمياشتې تنخا ورواچوله نودزيارالله خبره خوله يې برچي برچي کړه اوپه سترګو سترګو کې يې مننه وکړه.

خبريال: والله څه ووايم، صيب ...چې تاسې دومره ټينګار کوئ نو...