په کندهار کې پنځه ملکي خلک اوڅلور طالبان وژل شوي او يو نيول شوی دی
06.08.2009 20:33د کندهار ولايت په ژيړۍ ولسوالۍ کې د بهرنيوو ځواکونو په بمبار کې پنځه تنه دهقانان وژل شوي او د ارغنداب په ولسوالۍ کې دملي اردو او طالبانو ترمنځ په نښته کې څلور طالبان وژل شوي او يو بل نيول شوی دی.
د ژيړۍ ولسوال نياز محمد سرحدي د ورځ خبري اژانس ته ويلي چې وژل شوي کسان کروند ګر دي او د کندهار ښار ته يې د پلور لپاره په موټرو کې حاصلات بارول چې دبهرني ځواکونو د بمبار لاندې راغلل.
دا په داسې حال کې ده چې پرون دارغنداب په ولسوالۍ کې د بهرنيوو ځواکونو په لاس څلور ملکي وګړي د وژل کيدو وروسته، دوالي د دفتر مخې ته د يوې احتجاجي غونډې په کولو سره دامريکايي پوځيانو دمحاکمي غوښتنه وکړه .
د يو بل خبر له مخې د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو په عملياتو کې څلور تنه طالبان وژل شوي او يو نيول شوی . د اتل قول اردو د رسنيو مسؤل جګړن محمد عيسی د پيښې د تاييد ترڅنګ وويل چې له طالبانو يو شمير وسلې هم پاتې شوي.