په تاجکستان کې د افغان سوداګرو نندراتون پرانيستل شو
05.08.2009 03:02نن د تاجكستان په مرکز دوشنبه كېد افغان سوداګرو د توليداتو نندارتون پرانيستل شو.
چارواکي ددې نندارتون موخه د افغانستان او تاجكستان تر منځ د سوداګريزوچاروپراختيا او په افغانستان كې د پانګې اچونې لپاره دتاجک سوداګرو هڅول ښئ.
د افغانستا ن د ماليې وزير ډاكټر عمر زاخيلوال په دوشنبه کې دنندراتو دپيل پرمهال وويل چې کوښښ کوي د دې ندارتون له لارې د تاجکستان سوداګر په افغانستان کې د سوداګرۍ د چارو سره بلد کړي.
په تتدارتون کې سل افغان شرکتونه برخه لري چې تر دې ورځو پورې به خپل توليدات نمايش ته پريږدي.