د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

۱۹ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ژوندي نيول شوي

بشير ګواښ 07.08.2009 08:23

تيره شپه په هلمندولايت کې دائتلافي  ځواکونوپه عملياتو کې ددولت نولس وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځلس نور نيول شوي.

 دائتلافي ځواکونو په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې راغلي چې دغه عمليات دنادعلي اومارجې ولسواليو کې ترسره شوي.اعلاميه زياتوي چې د عملياتو په پايله کې نولس ياغيان وژل شوي اوپنځلس نور ديو شمير وسلو سره نيول شوي دي.