د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبانو د خپلو جنګياليوو لپاره نظامي لارښود خپور کړ

بشير ګواښ 28.07.2009 07:45

په افغانستان کې طالبانو دخپلوجنګياليوو لپاره يو رسمي لارښود خپور کړی  چې دخلکو اوتښتول شويو يا يرغمل شويو سره دچلند،ځان مرګو بريدونو اوپه طالبانوکې دډلو ټپلوجوړولوپه هکله  لارښوونه کوي.

د اساسي قانون په بڼه ليکل شوی دا کتاب ۱۳ برخې او ۶۷ مادې لري.

د الجزيرې ټيليويژن په وينا په کتاب کې راغلي: ))ځان مرګي بريدونو بايد يوازې دلويوهدفونو دله منځه وړلو لپاره ترسره شي. د اسلام زړور بچی بايددټيټواوبې ارزښته هدفونولپاره ونه کارول شي. دملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره بايد ډيره هڅه وشي د طالبانو واليان، قوماندان او جنګيالي بايد تر اعظمي حده کوښښ وکړي چې د ملکي خلکو مرګ ژوبله رامنځته نه شي.((

په دې لارښود کې دا هم راغلي  چې طالبان بايددخلکو سره ښه چلند وکړي او په خپلو منځونو کې دژبې، سيمې اوقوم پربنسټ تعصب ونه کړي.   

کتاب دیرغماليانو او تښتول شويو په اړه وايي. ))هرکله چې دغلام حکومت يورسمي مامور،عسکر،قراردادي  او يا هم کوم بل څوک ونيول شي، زيان بايدورته ونه رسول شي. دبنديانوتبادله اوخوشي کول بايدپه اړونده ولايت کې دطالبانودلوړپوړيو ولايتي چارواکو له پريکړې وروسته صورت ونيسي.((

لارښود وايي چې د پيسو په بدل کې دبنديانوخوشي کول په جدي توګه منع دي. د بنديانو په اړه په کتاب کې راغلي يوه بله ماده وايي.)) که بندي [يرغمل شوی] کس کافر پوځي  او يا د [افغان] حکومت لوړپوړی چارواکی لکه رئيس،قوماندان يا ولسوال وي نودخوشي کولو،وژلواو بخښنې پريکړه به يې يوازې دامام يا مرستيال امام له خوا کيږي.((  د امام او مرستيال امام تعريف مبهم دی.

د دې خبر نور جزيات دلته کتلی شئ