د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رحمان ملک : کرزي منلي چې افغانستان کې د بلوچ ياغيانو مرکزونه دي

بشير ګواښ 28.07.2009 11:36

د پاکستان د کورنيوو چارو وزير ويلي چې افغان ولسمشر منلي چې په افغانستان کې د پاکستان بلوچ بيلتون پالوروزنيز مرکزونه شتون لري.

رحمان ملک د فرانس ټي وي سره په مرکه کې وويل چې هيواد يې د حامدکرزي سره په دې اړه خبرې کړي او هغه حکم ورکړی چې د «بلوچ ترهګرو» مرکزونه دې بند شي. هغه وويل چې د پاکستان حکومت خلاف  جنګيدونکی براهمداغ بګټي په افغانستان کې دی اوکرزي ورته ډاډ ورکړی چې دنوموړي په سپارلو کې به ورسره مرسته کوي.

ملک زياته کړه. ))کرزي راته ډاډ راکړی چې هيڅ بلوچ مشر ته به اجازه ورنه کړل شي چې دپاکستان پرضدد افغانستان خاوره وکاروي.((

براهمداغ بګټي دپاکستان څخه دبلوچستان د ازادۍ اخيستلو لپاره دجنګيدونکي ډلې بلوچستان ليبريشن آرمي ))دبلوچستان دخپلواکۍ پوځ(( او د جمهوري وطن ګوند مشر دی.

 رحمان ملک دا هم وويل چې هندوستان د افغانستان له لارې په بلوچستان کې ياغيانو ته وسله ورکوي.