د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبانو په کندهار کې درې تنه ووژل

بشير ګواښ 04.08.2009 18:51

نن دکندهار ښار دلويې ويالې په سيمه کې پريو پوليس افسر ډزې وشوې چې د نوموړي سربيره د هغه  پلار اود هغه دکورنۍ د يو بل غړي د وژل کيدو سبب شوې.

طالبانو د بريد پړه پر غاړه اخيستي او د ځايي رسنيو په وينا ويلي يي دي چې وژل شوي افسر به بندي طالبانو شکنجه کول.

 دافغانستان د راډيو ټيليويژن په وينا دکندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر فضل احمدشيرزاد منلي چې وژل شوی تن پوليس افسر وو. نوموړی وايي چې بريد کوونکي په يوسراچه موټرکې سپاره وواو په تيښتې بريالي شوي دي .