د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تهذيب څرك

عبدالودود پښتونځار 19.12.2008 23:43

تاريخپوهان وائي چې تر ټولو اول،تهذيب(تمدن) په مصر كې رامنځته شو. انسان له ونو نه راښكته شواو په غارونو كې يې ژوند پيل كړ او چې له غار نه راووت نو د وښو جونګړې يې جوړې كړې. كلي يې اباد كړل او بيا يې ترې ښارونه رامنځته كړل.

وائي، چې تر ټولو لومړى د مصر خلكو ځمكه څېرې كړه ،خوراكي شيان يې پكې وكرل او كرنه يې دود كړه.

تر اوسه دا خبره لا نده پخه شوې، چې د مصر مملكت څومره تاريخ لري خو مصريان په زرګونه كاله وړاندې مهذب شويدي. هان هغه وخت چې په اروپا كې به خلك لوڅ لغړ ګرځېدل خو مصريانو ځانته تهذيب درلود.

دوى ځينې حيوانات كورني كړل او ګټه يې ترې واخسته. د خاورو لوښي يې جوړ كړل او له ټولو نه اول يې د اوسېدنې لپاره كورونه جوړ كړيدي.

مصر لومړنى ملك دى، چې ليك لوست پكې پيل شوى. دهغه وخت ليك له اوسني ليك سره ډېر توپير لري اوددې زمانې د ګوتو په شمار خلك پرې پوهيږي.څه تاريخپوهان دا هم وائي چې په لومړي ځل ليك- لوست په چين كې رامنځته شو. خو زياتره پوهان دا خبره سمه نه ګڼي او وائي چې ليك په مصر كې رامنځته شويدى.

ويل كيږي چې لومړۍ كيسه هم په مصر كې ليكل شوې. هسې خو كيسه ډېر عمر لري او هغه وخت رامنځته شوه، چې انسان خبرې اترې زده كړې او له غږونو څخه يې ژبۀ رامنځته كړه.

په هغه وخت، په مصر كې يواځې څو تنو ليك او لوست كولاى شول. نو چا بۀ چې ليك-لوست كاوه، هغوى بۀ يې د خداى استازي او دهغه لخوا رالېږل شوي خلك ګڼل.ډېر درناوى به يې ورته كاو او په هره خبره كې بۀ يې ورسره سلا مشورې كولې.

يووخت ددغه ځاى خلك سره راغونډ شول او يوه ټولنه (شورا) يې جوړه كړه. دغې ټولنې به د سيمې د خلكو د پرمختګ او شخړو د هواري لپاره فكر كاوۀ. بيا يې يو تكړه سړى ددغې شورا مشر وټاكه او پاچاه يې كړ. له دې سره د پادشاهۍ نظام هم رامنځته شو.

د پخواني مصر په اړه مشهوره ده، چې خلكو به يې خپلو ماشومانو ته ديوه ماڼوګي كيسه كوله. پښتو ژبه كې ماڼوګى هغه سړي ته وايي، چې كښتۍ او بېړۍ چلوي. كښتۍ وړې وي، چې په سيند او نهرونو كې ګرځېدلاى شي او په انګرېزۍ كې ورته بوټ (boat) وائي خو بېړۍ بيا غټې وي، اردو ژبه كې ورته (جهاز) وائي او په انګرېزي ژبه كې يې شېپ (Ship) بولي. بېړۍ د نړۍ له يوه ځاى نه بل ځاى ته مالونو وړي او د دنيا په تجارت كې ډېر اهميت لري. په اول كې بېړۍ نه وې، هم دا كښتۍ او جالې وې. جالې هم د بېړۍ غوندې وړې وي، خو د حيواناتو له پوستين نه جوړيږي. لرې او برې پښتونخوا كې د شورويانو له راتګ نه وړاندې، جالې رواج وې او خلك به پرې له سيندونو پورې وتل، را پورې وتل. خو اوس چې پلونه جوړ شول نو هغه جالې وركې شوې او ډېر خلك اوس جالې نه پېژني.
خير د كښتۍ خبره مو كوله. انسان چې په اول كې كله كښتۍ جوړه كړه نو د وخت په تېرېدو سره يې هغه لا پسې ښه كړه او بېړۍ يې ترې رامنځته كړه. ديادونې وړ ده، چې په لومړي ځل كښتيواني هم په مصر كې رامنځته شوېده.

مصريانو به كيسه كوله، چې يوه ماڼوګي يو وخت له خپلې بېړۍ سره په سمندر كې سفر پيل كړ. دهغه وخت بېړۍ د اوسنيو په شان نه وې. له لرګيو نه به جوړېدې. بادوانونه به يې درلودل. دغو بادوانونو بۀ بېړۍ له توپانونو څخه خوندي كوله او د سفر د مسير په ټاكلو كې بۀ يې هم ورسره كومك كاو. بېړۍ ته بۀ دڅپوګانو په زور حركت وركول كېدۀ. د څپو ګانو د وهلو لپاره به د بېړۍ دواړو خواووته غلامان ناست ول او څپوګان به يې وهل. دغلامانو په سر به يو پهره دار ولاړ ؤ. كله به چې غلامان ستړي شول نو پهره دار به وهل. د هغه وخت ډېر سخت او ګران كارونه به هم په غلامانو كېدل.

اوس خو د اوبو سفر ډېر اسان دى. هغه وخت كې ډېر ګران ؤ.له سر، سره لوبې كول ؤ.لكه اوس هم موږ وينو چې د چا خپل خپلوان په اوبو كې سفر كوي، نو داسې خداى په اماني ورسره كوي، چې ګويا بيا به سره ونه ويني، هان لا تراوسه انسان ته دتېر وخت خطر ياد شي.

په مياشتو، مياشتو به يې سفر كاوه. د اوس غوندې قطب نماوې هم نه وې نو ماڼو ګانو به د لمر، سپوږمۍ او ستور په وسيله لاره پيدا كوله او موسم به يې هم د لمر، سپوږمۍ او ستورو له مخې معلوماوۀ.

دا معلومول هم ګران ول، چې كله به توپان راځي او څنګه ترې بېړۍ وساتل شي. همداشان د سمندر حيواناتو به هم كښتۍ او بېړۍ اړولې او انسانان به په اوبو كې غرقېدل.

بېرته راځم كيسې ته، كله چې دغه مصرى ماڼوګى په سفر ووت او څه سفر يې وكړ، نو د سمندر په منځ كې پرې توپان راغى. ماڼوګي ډېر كوښښ وكړ، چې خپله بېړۍ له توپان نه روغه وباسي.خو له توپان او څپانده سيند سره د چا زور رسيږي. اخر بېړۍ دړې شوه، څومره خلك چې پكې ول، ټول په سمندر كې ډوب شول. ماڼوګى چې لامبو يې زده وه او چالاك سړى ؤ، دبېړۍ په يوې تختې پورې ونښت او دهمدغې تختې په وسيله يې ځان يوه ټاپو ته ووېست.

ټاپو ته عربان جزيره وائي. دا هغه ځمكه وي، چې څلورو خواووته يې اوبه وي او له وچې سره نه وي تړلې. خير ماڼوګى د ټاپو په غاړه ګرځېدۀ. دغلته رنګارنګ مېوې وې، دا به يې خوړلې او ګزاره بۀ يې پرې كوله.

يوه ورځ د سمندر په غاړه په يوه غټه تيګه ناست ؤ. سمندر ته يې كتل. زړه كې يې ويل، كه چېرې كومه بېړۍ ورښكاره شي، نو لاسونه او بوټي بۀ ورته وخوځوي.پام به يې ځانته واړوي او دى بۀ پكې له ټاپو نه خوندي ووځي. دى په دې چورتونو كې ؤ، چې په سمندر كې يې په يوۀ غټ اژدهار سترګې ولګېدې. اژدهار ددۀ خواته روان ؤ. ماڼو ګى ډېر وډار شو. له لاسونو او پښو يې دمه وختله. د تېښتې لار ترې وركه شوه. په ځاى كښېناست، چې په دې كې اژدهار هم ددۀ څنګ ته ورسېد. دۀ له ناچارۍ نه اژدهار ته زارۍ پيل كړې.ورنه يې وغوښتل((په ما ورحمېږه او او ژوندى مې پرېږده.))

اژدهار دى په خوله كې واخست او د ځنګله منځ ته يې يوړ. له دې سره د ماڼو ګي پوره يقين راغى، چې نور يې نو د عمر وروستۍ شېبې دي او اژدهار بۀ يې ژوندى تېر كړي. خو اژدهار چې دى پرځمكه كېښود نو خپلې شنې، شنې سترګې يې اخو دېخوا واړولې او خواشا يې وكتل او بيا يې په ماڼوګي سترګې ښخې كړې.دۀ فكر وكړ، چې اوس به يې نو خوري. خو اژدهار ورته په ډېر نرم غږ كې وويل((زما وړوكي ملګريه، ته دلته څنګه راغلى يې؟)

دى ډېر ډار شوى ؤ. ځواب يې هم نشو وركولى. ځكه يواځې ساه پكې ښكته پورته كېدله. خو چې لږ ساعت تېر شو او باور يې راغى چې اژدهار يې نه خوري نو ټوله كيسه يې ورته وكړه، چې څنګه يې بېړۍ توپاني شوې وه او څنګه تر ټاپو پورې رسېدلى ؤ.

اژدهار ددۀ كيسه په ډېر خوند او مينې سره واورېده. او ورته يې وويل(( اې زما ملګريه، ته له مانه يرېږه مه، خداى پاك غواړي، چې تا وساتي نو ځكه زه ستا خواته راغلى يم.))

اژدهار دى څو ورځې له ځان سره مېلمه كړ او ښۀ خدمت يې ورته وكړ. څو ورځې وروسته يې يوبل اژدهار ته وسپاره او هغه په خپله ملا سپور كړ او په اوبو لاهو شو. ماڼوګي له ډېرې يرې سترګې پټې كړې وې، خو چې كله يې سترګې وغړولې نو د مصر هېواد غاړې ور ښكاره شوې. اژدهار دى د مصر په پادشاهۍ كې پرېښود او بېرته په سمندر لاهو شو.

ماڼوګى ډېر خوشال شو او د خداى شكر يې وويست ، چې له ډېر كړاو نه وروسته خپل ملك ته روغ رمټ ورسېد.
ددۀ خپلوانو دى مړ ګڼلى ؤ او كله يې چې ژوندى وليد ډېر خوشاله شول او له دۀ نه يې د ژوندي پاتې كېدو پوښتنې كولې او دۀ به هم ورته په ډېر شوق د اژدهار د مرستې كيسه اوروله.