د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو دخپلواکې ټولنې اعلاميه

بلال شينوارى 09.06.2008 10:18

په ډيره خواشينۍ سره موخبر ترلاسه کړچې په هلمند ولايت کې دبي،بي،سي راډيو خبريال عبدالصمد(روحاني)په بې رحمانه ډول شهيد کړل شويدى.اناالله وانااله راجعون.
ارواښادروحاني په افغانستان کې دهغه ګوتو په شمير مسلکي او زړوروخبريالانو په ډله کې و چې تل يې هڅه کوله په سيمه کې له پيښو نه تازه خو په انډول برابر خبرونه دهيواد او نړۍ دخلکو تر غوږو ورورسوي.
په دغه جګړه ځپلي هيواد کې دبيان ازادۍ او رښتيا ويلو ته دلارې خلاصون لپاره دروحاني په څير ځلميانو خپل سرونه نذرانه کړي او دا لړۍ ښايي همداسې دوام وکړي تيرکال په همدې لاره او همدې سيمه هلمند کې ځوان اجمل نقشبندي خپل سروخوړ.خو هرهغه څوک چې دداډول کرغيړنو عملونو په ترسره کولوغواړي په افغانستان کې دبيان دازادۍ او رښتيا ويلو مخه ډب کړي بايد وپوهيږي چې دا کار به نه يوازې دا چې لسګونه او بلکې سلګونه نقشبنديان او روحانيان راوزيږوي بلکې ددې عمل ترسره کوونکي به په ټولنه کې رسوا او مخ توري کړي.
دختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکه ټولنه په داسې حال چې دځوانيمرګ روحاني شهادت په افغان ژورناليستيک ډګر کې يوه ستره تشه بولي له افغان دولت او نړيوالې ټولنې نه دروحاني دوژنې دعاملينو دلټې او قانون ته دسپارلو په کلکه غوښتنه کوو ارواښاد ته دلوې خداې له دربار نه دفردوس جنت او کورنۍ ته يې دزړه صبر غواړو او دروحانې دلارې لارويو ته ډاډورکووچې افغان ملت تل دحق پلوي کړې او بيا به هم دحق دلارې دلارويو ننګه او ملاتړ کوي.
                                                دختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکه ټولنه