د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان سره تړون، د انګلیس پلمه او د افغانستان بربادي!

محمد ناظم ساحل 01.10.2012 11:19

انګلیس چې له پخوا زموږ د نیکونو او ویاړونو دوښمن دی، تل یې هڅې کړي، څو د افغانستان ځمکني تمامیت ته په سپکاوي او لمنځه وړلو سره، افغانستان یا (د دوی د پلرونو هدیره) په بشپړ ډول د نړۍ له نقشې څخه ورک کړي، چې دا هرڅه په ډاګه دي او لازیاتو توضېحاتو ته یې اړتیا نشته!
اوس چې افغانستان د۳۰ کلونو ناخوالو او بدمرغیو وروسته، څه ناڅه لاسته راوړنې یې خپلې کړي او هغه هم د پردیو له برکته! لکه د نړۍ په کچه د افغانستان دوښمن پاکستان په رسمیت پېژندل چې یو ترهګر هېواد دی او نن ورځ د پاکستان په وسیله ټوله نړۍ په کراره نه ده، بله داچې نن ورځ افغانستان د ټولې نړۍ هېوادونو له لورې په رسمي توګه پېژندل کېږي، خو له ټولو مهم داچې: نن افغانستان د نړۍ په کچه سترو او ځواکمنو هېوادونو لکه امریکا، فرانسه، جرمني، چین او داسې نورو سترو هېوادونو سره استراتیژیک تړونونه لري، چې هر تړون د افغانستان هر وکړي د ځان په بیه تر لاسه شوی دی، چې په ریښتیا هم یوه ډېره لویه لاسته راوړنه شمېرل کېږي !
خولکه څرنګه چې مخکې مو ترې یادونه وکړه، انګلیس یعنې زموږ د هېواد او خلکو پخوانی دوښمن، چې ډېری هیلې او آرمانونه یې، د پلرونو او نیکونو په وسیله ګور ته وړل شوي دي، دایې نه لورېږي، چې یو با ثباته، غښتلی او نړیوال افغانستان په رڼو سترګو وګوري، نو د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې یې، د خپل ګوډاګي هېواد پاکستان له لورې، زموږ په خاوره کې تاوتریخوالو ته لمن ووهله او دې ته یې زمینه برابره کړې، چې یوځل بیا د ډیورند کرغېړن هوکړه لیک په څېر، خپله د شیطنت او رزالت یوه بله شومه موخه تر سره کړي، چې دادی د افغانستان د لازیاتې تجزیې او وېشلو نقشه یې ښکلې او اوس غواړي، د افغانستان د معتبرو او سترو تړونونو ماهیت، له پاکستان سره د ستراتیژیک تړون په وسیله له منځه یوسي او وروسته له دې چې افغانستان د نړۍ په کچه خپل اعتبار له لاسه ورکړ، نو هاوخت به د غلامۍ او مزدورۍ سند تړون د افغانستان مظلوم ولس مخې ته کېږدي او د خپلې خوښې هر هغه څه چې دی او ګوډاګی پاکستان یې غواړي، پلي یې کړي او خپلو اصلي او شومو موخو ته ورسېږي .
درنو هېوادوالو!
که یو وار د تاریخ اوږدو ته پام وکړو او ښه ورته ځیر شو، نو له انګلس څخه څه خیر تر لاسه کړی دی؟ د تېرو ۳۰ کلونو په ترڅ کې او په ځانګړي ډول، که تېرو ۱۰ کلونو ته ځیر شو، نو د پاکستان سترو خدمتونو سره به مخ شو، چې د زړه له کومې یې، افغان ولس سره کړي دي، په داسې حال کې چې موږ له پاکستان سره تر دې دمه د ځمکني تمامیت ستونزه لرو، پولې مو تر دې دمه ور سره نه دي وېشل شوي، ۳۰ کلونه مخکې به پرېږدو، په تېرو لسونو کلونو کې یې، خپله کومه ژمنه تر سره کړې او د عمل جامې یې ور اغوستي دي، چې موږ غواړو یو ځل بیا د انګلیس او پاکستان د شومو کړنو او افکارو ښکار شو او خپله اصلي او بنسټيزه لاره ورکه کړو او د سترو او غوره ستراتیژیک تړونو اصلي ماهیت د داسې یوه کرغېړن هوکړه لیک پر بنسټ، له لاسه ورکړو؟ پاکستان یو ترهګرو او د ترهګرو ځاله ده او نه باید له ترهګرو سره په یوه کنده کې ځانونه خښ کړو!
اې زموږ مشرانو!
ولې غواړو یوځل بیا د انګلیس او پاکستان د شومو موخو ښکار شو؟ هر کله چې دا تړون لاسلیک شو، نو د افغانستان د بربادۍ یوه بله لاره هم پرانستل کېږي، موږ ولې پاکستان ته دومره وخت ورکړی او هره ورځ نندارۍ مو ورسره روانې دي؟ د خدای لپاره! د ۳۰ کلونو په اوږدو کې یې، نس یې زموږ په وینو موړ شو، تن یې زموږ په وینو پټ شو، زموږ د وینو په بیه ځواک ته ورسېد، حتی دېته هم ورسېد، چې نن پرموږ او زموږ په ویاړونو ملنډې وهي، بسسسسسسس دی!
ددې وخت را رسېدلی دی، چې اوس نو له پاکستان سره، په ډاګه دوښمني څرګنده کړو، ځکه هره ورځ د انتحار له لاسه یې په ټول افغانستان کې مظلوم ولس وژل کېږي، د توغندیو له لاسه یې، د افغانستان په ځمکني تمامیت ملنډې وهل کېږي او هره ورځ مو وژني! بسسسس دی! اوس نو بیا د کومې دوستۍ دعوا لرو او د دوستۍ کومه بله لاره راته پاتې ده، چې لاهم ورته په تمه یو، بالاخره دا پاکستان نور څه له موږ غواړي؟ نور څه راکې پاتې دي، دا کومه دوښمني ده، چې پای نه مومي؟
په پای کې به دا ووایم، چې موږ افغانان، له پاکستان سره د افغانستان ستراتیژیک او یا په حقیقت کې د بربادۍ تړون غندو او هېڅکله د منلو وړ نه ده!
آباد دې وي افغانستان او ویاړلی دې وي، افغان ولس!