د کانو او صنايعو وزارت مسوولين، په سترګو او غوږونو معيوب دي!
11.01.2011 17:59د وخت په تېرېدو سره، هرڅه په ډاګه ښکاره کېږي او هر هغه ريښتيني، چې د پردې ترشا پراته دي، نو ټولو انسانانو، په ځانګړې توګه، هغه شخص ته څرګندېږي، چې په لټه کې دى او د اصلاحاتو غوښتونکى وي .
لکه څرنګه چې د کانو او صنايعو وزارت د ځينو تېر وتنو په هکله مو ليکلي ؤ او د ډېرو، ښو او غښتلو برېښنايي سايټونو او يا ورځپاڼو له لارې خپاره شوه، خو د اړوندو ادارو له خوايې، هېڅ کوم مثبت او يا منفي غبرګون پورته نشو، چې يا خو په نوموړو تېروتنو باندې غور وشي او يا هم په ټوليزه توګه، د لازياتو ورانکاريو د مخنيوي په خاطر، دغه ورانکارۍ په ټپه ودرېږي او لاملين يې محاکمې ته راکش شي .
داچې د کانو او صنايعو وزارت دنده او مسووليت د افغانستان د دولت د کابينې په چوکاټ کې څه دى؟ او دغه وزارت د څه په خاطر، په رسمي توګه فعاليت کوي؟ او دومره زيات لګښت په دې مظلوم ولس، بار دى، ددې خبرې او پوښتنې ځواب څوک نه راکوي؟
ځواب يې نشته! او که څوک وايي چې، دغه وزارت دافغانستان د شتمنيو او زېرمو يوازينۍ ساتونکې مرجع ده، نو دا خو زما په آند، په پوره او باوري توګه، يو لوى دروغ دى، چې ويل کېږي، ځکه داخو په ډاګه ماته او زما درنو هېواد والوته، څرګنده شوه، چې د کانو او صنايعو وزارت دنده، يوازې د افغانستان ورانى او ويجاړى دى، چې دغه موضوع، زما په تېرو ليکونو کې د (کانو او صنايعو وزارت، ورانوونکي قراردادونه!) او همدارنګه (موږ خداى (ج) شفيع او شافي کړ، خو...؟) تر سرليک لاندې خپاره شوه او د ورانکاريو، لامل يې په ډاګه معلوم دى، چې په نوموړو ليکنو کې مو، د شګو د توليد د شرکتونو (رېګرېشنونو) په اړه ليکلي ؤ، چې د پغمان د سيند او اړوندو، ښايسته سيمو څخه يې، د سيند کيندنې د معيارونو پر خلاف ، چې له خپل حدود څخه يې تېرى کړى او له دغه واړه سيند او همدارنګه، سيند ته نيږدې، ځينې ځمکې يې په ځان وژونکو کندو بدل کړي دي او ددغو ورانکاريو لمن، ورځ تر بلې مخ په زياتېدو ده .
په خواشينۍ سره، چې هېڅ کومې اړوندې ادارې، زموږ دغه غږ ته پام ونکړ او دغه ورانکار عناصر، لا تر اوسه په خپلو ورانکاريو بوخت دي ، چې د دوى دغه کړنې، د سيمې مظلوم ولس ته د منلو وړ نه دي .
نو اوس خو څرګنده شوه، چې د کانو او صنايعو وزارت يوازينۍ مهمه دنده، د افغانستان د ښکلاوو تباهي او بربادي ده او يا داچې، د کانو او صنايعو وزارت اړوند مسوولين، په سترګو او غوږونو لانډه او کاڼه دي، چې په لومړي پړاو کې، ددغو بېچاره ګانو د درملنې لپاره، بايد له بهرنيو هېوادونو څخه، دارو او درمل په خيرات وغواړو، ترڅو دوى ښه شي او وروسته چې، کله دوى روغ شوه، نو په خپله به د خپلې دندې او مسووليتونو واګې په لاس واخلې او ددغو ورانکاريو څخه به مخنيوى وشي، خو په خواشينۍ سره چې، هاوخت به ټول افغانستان په کندو او ډاګونو بدل شوى وي .
په پاى کې يوځل بيا، د هيلې په توګه! د افغانستان د کانو او صنايعو وزارت، مشرتابه او چارواکو او همدارنګه اړوندو ادارو ته به غږ وکړو ، چې د خداى په خاطر! د افغانستان دغه ښايسته سيمې، ددغه لوټمارانو له منګلو څخه خلاص کړئ! ځکه په راتلونکو کې، د بيا ودانولو وس او توان يې نه لرو! او په اوسني وخت کې، د خلکو کورونه او ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى! د انسانيت په خاطر ! دغه مظلوم خلک او کورنۍ، له دغه لوى او تباه کوونکي ګواښ څخه وژغورئ !.

