د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کانو او صنايعو وزارت، ورانوونکي قراردادونه!

محمد ناظم ساحل 26.10.2010 10:28

لکه څرنګه چې، د افغانستان اسلامي جمهوريت، د کانو او صنايو وزارت دنده لري، چې دمعادنو د سپړولو لپاره، له دولتي، خصوصي کورنيو او بهرنيو شرکتونو سره قرار دادونه تر سره کړي، په همدې اساس ددغه وزارت دنده ده، چې له تر سره شويو قراردادونو څخه، د قراردادي معيارونو په رڼاکې ساتنه او څارنه وکړي، ځکه افغانستان د ټولو افغانانو کور دى او ساتنه يې د هر افغان ، په ځانګړې توګه د دولت او دولتي چارواکو، وجيبه ده چې ددې هېواد له شته زېرمو او سرچينو څخه په سمه توګه ساتنه او څارنه وکړي.
لکه څرنګه چې په افغانستان کې ، ودانيزې چارې تر يوه بريده په چټکۍ سره روانې دي، نو په دې لړکې د کانو او صنايعو وزارت له ځينو شخصي او خصوصي رېګرېشن (د شګو توليدوونکو) کمپنيو سره، د شګو د توليد په موخه قراردادونه تر سره کړي، ترڅو له دې لارې، تر يوه بريده د دولت او افغان ولس اقتصاد ښه شي او له بل پلوه د سيندونو حد او حدود په معياري توګه وټاکل شي، ترڅو په افغانستان کې، افغان ولس د سېلاوونو او توپانونو له ګواښ څخه په امن پاتې شي او په آرامۍ او سوکالۍ کې ژوند وکړي ،
په همدې اساس، په کابل کې د پغمان ولسوالۍ دوه سيندونه، چې يو يې د پغمان له ښي درې څخه او بل يې د پغمان له کيڼې درې څخه سرچينه اخلي، په نوموړ سيندونوکې، چې په ځانګړې توګه د خواجه مسافر (ع) د برجک په ساحه کې، د کمپنيو د مسوولينو او ځينې دولتي چارواکو په وينا، د افغانستان اسلامي جمهوريت د کانو او صنايعو وزارت د قراردادونو په رڼا کې، د شګو د توليد کمپنيو په کار پيل کړى دى،
دا مالومه خبره ده، چې د کانو او صنايعو وزارت، د خپلو قراردادي لايحو په رڼاکې، له دغو کمپنيو سره، په معياري توګه قراردادونه تر سره کوي، لکه څرنګه چې مخکې مو ترې يادونه وکړه، ترڅو ددغو کمپنيو د کار او فعاليت له امله، د دولت بوديجې ته څو روپۍ وغورځي او په ځانګړي توګه، د سيندونو حد او حدود مالوم شي، ترڅو په هر موسم کې له سېلاوونو څخه مخنيوى وکړي،
خو له بده مرغه، د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ اړونده د خواجه مسافر (ع) د برجک په سيمه کې ، ددې پرځاى چې د نوموړو کمپنيو دکار او فعاليت پر بنا، خلک د سېلاوونو له ګواښ څخه خلاص شي او په سوکالۍ کې ژوند وکړي، دغو کمپنيو دومره ژور او د قراردادونو له معيارونو څخه دومره زياتى کړى، نږدې ده چې ، د بې وزله او مظلومو خلکو کورونه، د ډېرو ژور کندو له امله، ونړېږي او له خاورو سره يوشي،
ترکومه ځايه مو چې خبر ترلاسه کړى، ددغو کمپنيو قراردادونه، دوه کاله د مخه پاى ته رسېدلي دي، او نن ورځ کوم کار چې په دغو سيندونو کې روان دى، ټولې پيسې يې د څوتنو غلو او لوټمارونو جبونوته ورځي، داچې ولې اړونده ادارې او يا امنيتي مسوولين ددغه زياتيو او اقتصادي تېريو مخه نه نيسي، زموږ بې وزله او مظلوم ولس ته يو ژوره پوښتنه پيدا کيږي ؟
د خداى لپاره! پغمان د ښکلا ټاټوبى دى، د ښکلا ټاټوبى يې په ژورو کندو او انسان وژونکو ځايونو بدل کړى، دا يوازې زه نه يم، چې ددې ژورو کندو لپاره مې زړه خولې ته راغلى ، بلکې ددغې سيمې په سلګونو خلک هم، له دې ستونزې سرټکوي، ځکه په افغانستان کې ورانۍ او ويجاړۍ دود دي ، خو جوړونه يې ډېره سخته او ستونزمنه خبره ده،
د خداى لپاره! بيا له کوم کفري هېواد څخه خيرات وغواړو چې دغه کندې ډکې کړو؟ بيا کوم کفري هېواد ته غاړه کږه کړو! او ددغو کندو د بيا رغاونې لپاره خيرات وغاړو؟
زه او ددغې سيمې خلک، په چيغه چيغه او زاريو وايو چې! د خداى په خاطر! ددغو لوټمارانو او غلو له منګلو څخه، موږ او زموږ هيواد وژغورئ .