د پاک قرآن سوځول، د مسلمانانو په نېکو احساساتو لوبې دي !
09.04.2011 09:49په دې کې هېځ شک نشته، چې د کفري غرب او ملګريو يې، له پخوانه اسلام سره، دوښمني ده او خپلې دوښمني ته يې، په هرعنوان ادامه ورکړې او د ډېرې ماهرانه او له مکر څخه ډکو پالېسيو پر بنسټ، غوښتي يې دي، ترڅو د مسلمانانو احساسات را وپاروي او د نړۍ مسلمانان، په ځانګړې توګه، د افغانستان په دين او اسلام مين خلک، په لاريونونو لاس پورې کړي، چې ددې لاريونونو په ترڅ کې، ددوى ځانګړې ډله، د لاريون کوونکو په منځ کې ور ګډه شي او خپل مغرضانه اهداف، چې د کور او کلي او همدارنګه د هېواد د شتمنيو ورانول دي، پلي او خپلو موخوته يې ورسوي، نو يوځل بيا، ددوى لعنت الله عليۀ کشيش، زموږ سپېڅلى کتاب وسوځاوه او خپله له مکر څخه ډکه کرکه يې څرګنده کړه .
درنو هېوادوالو!
د نوموړي لعنت الله عليۀ کشيش، دغه غير انساني عمل، هېځ کله زموږ دين او کتاب ته تاوان نشي رسولاى او کوم عمل چې دوى ترسره کړى، دا په خپله د قرآن او اسلام پر وړاندې، ددوى کمزورتيا په ډاګه کوي او له ډاره يې، اور ورته کړى دى، ځکه اسلام د پراختيا په حال کې دى او کوم قرآن چې، ددوى لعنت الله عليۀ پاپ، سوځولى دى، هغه قرآن، هره ورځ ددوى پر کورونو ور ننووځي او پراختيا مومي، خو په خواشينۍ سره، چې قرآن ته يې، کافرانو سپکاوى کړى، اور يې ورته کړى او په بدل کې يې، څو څو جلده قرآن شريف، د لاريونونو په ترڅ کې، په افغانستان کې وسوځول شول او هره ورځ، زموږ دوستان او عزيزان وژل کېږي .
دا د کافرانو د چل او مکر څخه ډک لوي پلان دى، چې په پلي کولو سره يې، غواړي د مسلمانانو په منځ کې، بې اتفاقي او فاصله پيدا کړي او اوس مو خو په خپله سترګو وليدل او وينو يې چې، ددې عمل په ترسره کولو سره، يوازې زموږ په خاوره افغانستان کې، څومره انسانان ووژل شول او وژل کېږي او څومره تاوانونه را رسېدلي او را وبه رسېږي .
نو زه به د يوه افغان بچي په صفت، په خپلو افغان او مسلمان ورونو غږ وکړم، چې د کافرانو په دې مکر مه غولېږئ، د کفر او الحاد پروړاندې، زموږ او تاسو مسلمانانو ايماني او وجداني دنده ده، چې غږ پورته کړو، خو د هېواد د شتمنيو لوټمارانو ته هېڅکله هم، اجازه ور نکړو، چې زموږ له نېکو احساساتو څخه په ګټې اخستنې، زموږ د هېواد شتمنيو ته، تاوان ورسوي، ځکه د هېواد دهرې برخې ورانى او ويجاړى، زموږ اوتاسو بربادي ده، چې د پاک قرآن سوځول هم، د همدې موخې په خاطر، ترسره شوى دى .
درنو هېوادوالو:
که موږ يو وار، د اسلام تاريخ ته ځير شو، د مسلمانانو اتحاد او يووالي ته ځير شو، نو دا به راته څرګنده شي، چې د کفارو لخوا چې، کومې پېښې رامنځته کېږي او هروار غواړي، داسې غير انساني اعمال ترسره کړي، دا ټول زموږ کمزورتيا ده، ځکه نن ورځ، د نړۍ د مسلمانانو او په ځانګړې توګه، د افغانانو په منځ کې، دومره لوى واټن پيدا شوى، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره، په خپله منځونو کې مو، په سل هاوو انسانان وژنو اود يو او بل کور ورانوو .
بله مهمه موضوع داچې، د افغانستان ٨٠ په سلو کې خلک، د زده کړې او تحصيل له نعمت نه لرې پاتې دي او په خپلو ښو او بدو، په پوره پيمانه، نه پوهېږي او پاتې ١٠ په سلو خلک يې، چې پوهه لري او زدکړه يې کړې، څوک يوې کړۍ پورې اړوند دي او څوک بلې کړۍ پورې، او په افغانستان کې، د سيمې هېوادونه، بېلابېلې موخې لري، چې خپلو موخو ته د رسېدو په خاطر، له ځينو کسانو څخه په ګټه اخستنې، په افغانستان کې، خپلو منافعو ته پراختيا ورکوي او هره ورځ د يو او بل پر وړاندې استعمالېږو او همدارنګه ١٠ په سلوکې نور عام خلک دي، چې له خپلې خاورې سره سخته مينه لري، خود زورواکانو او نورو جنايتکارانو لخوا، دوى ته وخت نه ورکول کېږي، چې دې خاورې ته، خدمت وکړي او که په قدرت هم رسېږي، نو ژرترژره، له خپل موقف څخه، بې برخې کېږي .
يوڅه چې ما سخت زوروي، هغه داده چې، په لويه کچه، ځينې اشخاص که په لوى موقف کې دي او که په واړۀ موقف کې، خپله شخصي ګټه په نظر کې نيسي او د هېواد او هېوادوالو په خاطر، هېڅ کوم خاص پلان نه لري او له انسانيت او اسلاميت څخه لرې شعار ورکوي، چې اول ځان دى بيا جهان .
نو که غواړو خپل عزت، دين او ناموس وساتو، نو راځئ چې شخصي ګټې او اهداف پرېږدو، علم او زده کړه مو د ژوند اصلي او بنسټيز محور وټاکو، ترڅو په راتلونکو کې، د يوه ناولي انسان، په خوشې له مکر څخه ډکو کړنو ونه غولېږو او يو ملي غورځنګ په پښو ودروو او له عزت او برياوو څخه ډک ژوند خپل کړو .
وسلام عليکم و رحمت الله و برکاته!

