د ګوډاګي پاکستان، له ترکيې سره دښمني او ورانکارو عملونو په اړه مې ليکلي ؤ !
02.01.2011 13:12د ګوډاګي پاکستان، له ترکيې سره دښمني او ورانکارو عملونو په اړه مې ليکلي ؤ !
سلامونه او نېکې هيلې!
عادل صاحب، ته خو به د پاکستان د دسترخوان نمک ته احترام نه کوې؟ او بل داچې ستاسو له نظره، افغانستان ته به څرنګه سوله راولو ؟
په لومړي سر که د ټول افغان وېب پاڼې ټولو مينه والو ته د زړه له کومې سلامونه وړاندې کوم او ټولو ته د الله پاک له دربار څخه، روغتيا او بريا غواړم او همدارنګه دغه اسلامي امت، سولې، ثبات او پرمختګ ته را بولم، الله پاک دې د افغانانو په زړونو کې د اتحاد او اتفاق شمعه روښانه کړي، ترڅو دغه کړېدلى او زورېدلى ولس، د ککړو اجنبيانو له مکر او استعمال څخه خلاص شي .
د ځينې دوستانو تبصرې مې د خپلې ليکنې په اړه ولوستې، چې په لوستو يې سخت خواشينى شوم، چې ولې دوى د جګړې اور ته لمن وهي او ځينو نورو دوستانو سخت خوشاله کړم او په دې يې ووياړلم، چې په افغانستان کې هم شکر دى، داسې ځوانان دي، چې د افغانستان د سولې او پرمختګ غوښتونکي دي، الله پاک دې خير وکړي .
د دوستم منفوره څېره خو، د افغانستان د وياړلي تاريخ ننګ دى او په دې ټول افغانان پوهېږي، نو دې ته اړتيا نشته چې په اړه يې خبرې او څرګندونې وکړو .
زه به له خپلو د قدر وړ افغان ورونو څخه دا وپوښتم، چې دوستم د چا له ډاره ترکيې ته وتښتېده ؟
ځواب به يې زه په خپله ووايم، چې دوستم د امريکې له ډاره، ترکيې هېواد ته وتښتېد، ځکه امرېکې غوښتل چې هغه ووژني او باراک اوباما د امريکې ياغي او باغي ولسمشر هم د دوستم په اړه، د بشر د حقوقو د نقض تور ولګاوه، چې په دشت ليلې کې يې دوه زره اسير طالبان په ډېرې بې رحمۍ له منځه وړي دي، خو دغه خبره او موضوع امريکې پورې څه اړه لري؟ د امريکې يې په طالب څه؟ او امريکې ته چا ويلي چې د طالب له حق نه دفاع وکړه؟ په داسې حال کې، چې يرغلګرې امريکې په خپله له خپلو يرغلګرو متحدينو سره، القاعده او طالب بهانه کړي او دغې سپڅېلې او د شهيدانو پاکې خاورې ته راغلې ده .
زه به هم د خپلو معلوماتو له مخې ووايم چې ، دوستم پرته له دغه جنايته، د افغان مجاهدينو ډېرى ډلې يې، چې د يرغلګر سره شوروي پوځ پر وړاندې جنګېدل، په ډېرې بې رحمۍ وژلي دي او له دې نور نور جنايات يې هم تر سره کړي دي، چې ليکل يې زما په وس او توان کې نشته، خو دومره به ووايم، چې افغان ولس ته څه، حتى د نړۍ نورو انسانانوته هم د منلو وړ نه ده .
نو که د افغانستان جنايت کاران په ګوته کړو، نو د ټول افغان انټرنټي سايت، مکله صفحه به ډکه شي، ځکه په افغانستان کې، قاتلين، جنايت کاران، غله، لوټماران، ورانکاران، کافران، د افغانستان د خپلواکيو دښمنان او داسې نور عناصر شتون لري، چې هريو يې د سختو سزاوو وړ دي او بايد خپله جزا وګوري .
خوتاسو باور وکړئ، چې زه غواړم ددغو ټولو جنايتکارانو محاکمه او جزا د خپلو افغانانو په لاس او پوره واک په درلودلو سره، تر سره شي، نه ددغو ککړو کافرو بهرنيو په واسطه او ددوى په محکمه او ددوى تر نظر او څارنې لاندې، که د افغانستان هر خاين او جنايت کار دى، نو بايد د خپلو افغانانو په لاس او واسطه او همدارنګه يوې افغانۍ محاکمېته را کش شي، خو د پرديو هېڅ بد مې ورته نه لورېږي .
نو که ترکيه هېواد د دوستم غونته يوه ککړ انسان حامي دى، نور هېوادونه دي، چې د دوستم نه هم د ککړو انسانانو حاميان دي، خو که په افغانانو کې سياسي شعور شتون ولري، نو بايد له خپل عقل او شعور څخه کار واخلي، له دغو فرصتونو څخه په ګټې اخستلو سره، چې عربستان، ترکيه او داسې نور هېوادونه د طالبانو او د افغانستان د اوسني دولت، که ګوډاګى دى او که هرڅه دى، د سولې د خبرو زمينه برابروي، يو موټي شو، سوله راولو، نوهاوخت، که زموږ دولت ګوډاګى ؤ، او بهرنيان زموږ په هېواد کې پاتې شول، هاوخت به د جګړې ماهيت ثابت شي، نو ټول افغان ولس به د بهرنيو پروړاندې قيام وکړو يا ودرېږي او د خپل هېواد خپلواکي ترلاسه کړو، ځکه د طالبانو يا د دولت د مخالفو ډلو په نه شتون کې، بهرنيو ته هېڅ داسې کومه بهانه نشته، چې په افغانستان کې پاتې شي، لکه څرنګه چې افغانانو د تاريخ په اوږدوکې د يرغلګرو پر وړاندې درېدلي دي او له خپل هېواد څخه يې رټلى دى .
طالبانو په افغانستان کې شپږ تر اووه کلونو پورې حکومت کړى، ددوى په وخت کې هم دالخواره پاکستانيان او پنجابيان په دې خاوره کې اوسېدل او د طالبانو د تحريک خرڅ او مصارف، د پاکستان لخوا ورکول کېده، نو په دې لحاظ طالب ته هم خلک زړه نه ښه کوي، ځکه افغانان د پاکستان د مکر او خرڅوونکې پالېسۍ پر بنسټ، سخته کرکه لري او که د پاکستان لاس وهنې نه دي، نو ولې هر ځان وژونکى چې نيول کېږي، په خپله اقرار کوي، چې په پاکستان کې روزل شوى دى .
په دري ژبه کې يو متل دى، چې وايي: نانوا سګې داشت، سګې او، سګې داشت، دا ځکه چې پاکستان په خپله د انګليس او امريکې، حلقه به ګوش غلام دى، نو موږ ولې د غلام، غلامان شو .
نو بايد موږ ددغو فرصتونو څخه په ګټې اخستلو سره، ټول افغانان سره يو موټي شو، خپل هېواد ودان کړو، نه داچې د پرديو په اشارو سره، خپل کور وران کړو .
په درناوي
ستاسو کشر ورور محمد ناظم ساحل

