د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

باراک اوباما د خپلې ادې کورته راغلى ؤ ؟

محمد ناظم ساحل 05.12.2010 10:34

لکه څرنګه چې د افغانستان لرغونتوب، مېړانه او اصليت په ډاګه ډاګه ټولو نړيوالو، خو په ځانګړې توګه د نړۍ ډېرو سترو سترو يرغلګروته روښانه ده، او د الله ج په فضل او رحمت سره، موږ افغانان په خپلو پلرونو او نيکونو وياړو، ځکه موږ د هغو مېړنيو بچيان يو، چې تل يې د يرغلګرو غاښونه په خوله کې ماته کړي او له خپل هېواد څخه يې رټلي دي .
خو ژاړم په دې چې، ولې د افغانستان دغه د وياړونو او مېړانې ډک ولس او د نړۍ نور اسلامي امت په خپلو کې داسې ښکېل دي، چې لکه باراک اوباما او داسې نور د بيزو بچيان، په افغانستان، افغان ولس او دافغانستان په ملي زعيم او مشر باندې ملنډې وهي؟
په ريښتيا چې د امريکې شرمېدلي او يرغلګر ولس مشر، افغانستان ته د ډيپلوماتيکي معيارونو او اصولو پر خلاف راتګ، افغانانو ته يې د بې ننګۍ پکړۍ پر سر کړه او يوځل بيايې خپله مذهبي او ديني کرکه له افغانانو سره په ډاګه کړه، سره له دې چې دغه د بې ننګۍ پکړۍ، د ټولو افغانانو لپاره دى، خو زه يې په ځانګړې توګه هغو افغانانو ته ډالۍ کوم، چې د افغانستان مشران ځان بولي او همدارنګه هغو افغانانوته يې ډالۍ کوم چې په جګړې کې ښکېل دي او د پرديو په اشارو سره خپل هېواد ورانوي، داچې ولې زموږ هېوادوال، د تاريخ په اوږدوکې د بهرنيو جاسوسي کړيو لخوا غولول شوي او نن هم زموږ دغه ورونه په بيا ځلې غولېږي او خپل هېواد ويجاړوي؟ زما له پوهاوي څخه لرې خبره ده .
لکه څرنګه چې مخته موترې يادونه وکړه چې موږ په خپلو پلرونو او نيکونو وياړو، نو همدارنګه په ډاګه او باوري توګه وايم، چې موږ به د راتلونکو پنځوسو، ترسلوکلونو هاخوا، د افغان بچيانو لپاره، د ننګ او شرم وړانګې يو، هغه مظلومان به پر موږ شرمېږي او زموږ د کړنو په خاطر به زموږ د تاريخ پر وړاندې به چې د هغه وخت تېر شوي خلک او دهغوى پلرونه يو، خپلې کرکې څرګندې او بدې دعاوې به ډالۍ کړي، نو اوس به بېرته اصلي موخې او خبروته راشو چې :
د سرکوزي او کوڅه ډبي باراک اوباما، د ډيپلوماتيکي معيارونو او اصولو پرخلاف افغانستان ته راتګ، په کلکه غندو، دا د امريکې ولس ته ډېر د شرم او خپګان ځاى دى، چې باراک اوباما غونته، يو بې اصله بې نصبه، چې د غلامو افريقايانو څخه يې سرچينه اخستې، او د کومه انساني اصليت خاوند هم نه دى ، د دوى په مشر تابه کې هستوګنه کوي .
د الله ج په مرسته، هر يرغلګر (انګليس ، روس اوداسې نور) چې دغې د اولياوو خاورېته راغلى، په ډېره بې شرمۍ سره رټل شوى، نو د الله ج په مرسته او توکل سره به د امريکې ددغه له کبر او غرور څخه ډک يون او کړنو وار به راورسېږي او ددوى هرڅه به د الله ج په مرسته نسکور شي، دا څوک دى چې له يوې لرې سيمې څخه دلته راځي او ددغه بې وزله ولس خپلواکيو ته بې احترامي کوي؟ په داسې حال کې چې د افغانستان دولت دده په راتک حتى خبر هم نه دى، اوکله چې د خبرو وار راشي، نو ترټولو به زيات دبشري حقونو او انساني درناويو ډغرې به وهي، ريښتيا ده چې هېڅکله کفر د اسلام او مسلمانانو دوست نشي کېداى، ځکه دوى د مسلمانانو په شان نه دي، چې خپلې اصلي موخې او هدف يوې خواته کېږدي او په خپلو کې داسې ښکېل شي، چې تر ابده سره خلاص نشي، خو يوڅه به د امريکې ولس ته ووايو، چې د روس او انګليس ماتې دې په افغانستان کې نه هېروي، او د هغوى له ماتې دې پند او عبرت واخلي .
امريکې د افغانستان پر ملي حريم يرغل کړى او د افغانستان مظلوم ولس خپلواکيو ته يې سپکاوى کړى دى، نو د دوى ولس مشر په خپله اړ دى چې له افغان ولس څخه ، ددغې بې ادبۍ او ګستاخۍ په خاطر معذرت وغواړي او د افغانانو کرکه دې لرې کړي .
زموږ ګاونډى مسلمان هېواد پاکستان خو، هره ورځ ترهګر رالېږي او خپل مسلمان ورونه وژني او د پرديو او نامسلمانو غلامي کوي، خو دايې له هېره شوى چې هېڅکله کفر د مسلمانانو دوست او خواخوږى نشي کېداى، نو اوس به پاکستان ته هم ووايو، چې که نن په افغانستان بده ورځ راغلې، نو دخپلې سبا بدې ورځې تيارى دې هم ونيسي، ځکه له موږ څخه وروسته د دوى وار دى او پخپلو ښامارانو چې دوى پخپلو کورونوکې يې روزي، هېواد به يې وران او پخيلو بل شوي اورونو به يې کور وسوځوي .
نو بيابه په خپل مېړني، عزتمن او وياړلي ولس او خلکو باندې، د يوه افغان بچي په صفت غږ وکړم، چې راځئ سره يو موټي شو او د افغانو او مسلمانانو دښمنان، د نړۍ په هر ځاى کې نسکور کړو، او ددغسې ککړو انسانانو له هفوذ او تېريو څخه ځانونه خلاص کړو، خپل کور او کلى ودان کړو او د پاک اسلام بيرغ په نړۍ کې ورپوو .
په پاى کې د کرکټ ملي لوبډلې اتلولي ټولو درنو هېواد والوته، د زړه له کومې مبارکي ويم،
اباد دې وي افغانستان، وياړلى دې وي افغان ولس .
په درناوي