د ګوډاګي پاکستان دښمني له ترکيې سره هم پيل شوه !
28.12.2010 13:44کله چې سهار په اتوبجو خپل دفتر ته را ورسېږم، نو سمدلاسه د پذيرايۍ خونېته ورشم او راغلې ورځپاڼې د لوستو لپاره خپلې کړم او همدارنګه خپل کمپيوټر روښانه کړم او انټرنټي سايټونوته ورشم، ترڅو د معتبرو سرچينو او برېښنايي ورځپاڼو له لارې د افغانستان او نړې له پيښو او حالاتو ځان خبر کړم، نو د همدغه عادت له مخې، انټرنټ ته ورغلم او يوه انټرنټي ورځپاڼه مې خلاصه کړه، چې د (نامالومو وسله والو په پکتيا کې ۴ ترک انجنيران وتښتول) تر عنوان لاندې يو مطلب مې تر سترګو شو، چې دغه خبر زما د وجود ويښته را وچت کړه، ځکه لدې دمخه مو لوستلي ؤ چې د ترکيې هېواد د افغان طالبانو او دولت ترمنځ د سولې د خبرو اترو زمينه برابروي، چې د حسن نيت او يا نېک نيت پر بنايې د افغانستان، پاکستان او عربستان لومړي وزير، موټرواني يې هم وکړه، ترڅو د نړۍ خلکو، په ځانګړې توګه د نړۍ مسلمانانوته وښايي، چې مسلمانان د يوبل ورونه دي او په اسلام کې د مسمانانو ترمنځ توپير نشته او که توپير دى نو د تقوا او پرهېزګارۍ پر بنا به وي، او همدارنګه د ترکيې هېواد په افغانستان کې د سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې دنده لري او د افغانستان د خلکو په غم او درد کې د يوه مسلمان هېواد په توګه شريک دى او ځان شريک بولي، ځکه د ترکيې مسلمان ملت او خلک په دې ښه پوهېږي، چې کافران هېڅکله د مسلمانانو دوستان نشي کېداى او بايد ټول مسلمانان سره يو موټي شي او خپله ايماني او انساني دنده تر سره کړي، خو په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ترکيې هېواد څلور انجينيران د نامالومو وسلوالو لخوا وتښتول شول .
زړه مې خو دېته په تنګېږي، چې ولې د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه زموږ هغه افغانان چې د افغانستان په مورچلونوکې شپې سبا کوي، له خپلو کورونو، ميندو او پلرونو، خويوندو، ورونو او اولادونو څخه لرې دي او د افغانستان د خپلواکۍ د مورچلونو په نامه، د افغانستان د دښمنانو د لاس آله ګرځېدلي او خپل ولس او هېواد د پرديو په اشارو سره ورانوي؟
دغه وسلوالې ډلې څوک دي؟ او د چا لخوا دېته هڅول کېږي، چې د افغانستان د آبادۍ مخه ونيسي؟ ترکان خو زموږ مسلمان ورونه دي او زموږ د هېواد د جوړونې لپاره راغلي دي .
خو له دې داسې انګېرو، چې دغه وسلوالې ډلې د خپلو ايماني، وجداني او وطنپرستۍ احساساتو پر بنسټ، د ګوډاګي پاکستان د لاس آلې ګرځېدلي دي، چې د اړتيا په وخت کې ترې ګټه پورته کوي او اوس يې وخت را ورسېد، ترڅو د ترکيې هېواد له دغه تصميم سره خپله غير انساني او اسلامي کرکه په ډاګه کړي او د ترکيې هېواد او خلکوته دا وښايي، چې پاکستان او ددوى ډلې، هېڅکله په افغانستان کې سوله او ورورولي نه غواړي، ځکه د افغانستان په ناامنيو کې د پاکستان مادي گټه ده، ځکه پاکستان هېواد هرکال د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه، له غربي هېوادونو څخه په ملياردونو ډالر ترلاسه کوي او خپل کور پرې ودانوي .
داخو مالومه ده، چې پاکستان په افغانستان کې سوله او امن نه غواړي، خو ولې زموږ افغان او مسلمان ورونه ددوى په کړنو او خبرو غولېږي او دخپل هېواد جوړجاړى او امن نه غواړي؟
د کرزي د دولت له رامنځته کېدو د مخه هم د پاکستان په اشارو سره په افغانستان کې ډېرې سختې کورنۍ جګړې او ناخوالې وي او همدارنګه په دې خاوره کې دالخورو پاکستاني او پنجابيانو، په دې مظلوم ولس مېچنې چلولې او پاکستان په ډاګه افغانستان خپله پنځمه صوبه ګڼلې وه. او اوس هم نغواړي، چې په افغانستان کې يوه باثباته سياسي اداره منځته راشي .
دا سمه ده، چې لوېديځ هېوادونه چې نن افغانستان ته راغلي، دوى په خپله د افغانستان ثبات نه غواړي، خو له کومې لارې؟ دا يوازې د پاکستان ګوډاګي حکومت له خوا عملي کېداى شي .
که ټول افغانان سره يو موټي شي، او دپرديو په اشارو سره د افغانستان ملي شتمنيوته تاوان ونه رسوي، د افغانستان معارف له منځه يونسي، د افغانستان پلونو، سړکونه، روغتونونه او داسې نور وران نکړي، نو خپله په خپله، په راتلونکوکې افغانستان جوړېږي، هېڅ بهرنى زموږ پروا او غم نکوي، ترڅو خپله ملت سره لاسونه يو نکړي او خپل هېواد ودان نکړي .
افغانستان ته سوله د جنګ او جګړې له لارې نشي راتلاى، ځکه دېرش کلنې جګړې په افغانستان کې هېڅ کومه مثبته پايله نه درلوده.
الله پاک (ج) انسانانوته ماغزه ورکړي او د ماغزو د ساتنې لپاره يې د سر کوپړى ورکړى، ترڅو دغه د سرکوپړى له ماغزو څخه ساتنه وکړي او بيا دغه انسان وکلاى شي د ماغزو په واسطه ځانته آسانتياوې راولي او له دښمن سره د ماغزو يا فکري جګړه وکړي، خو په خواشينۍ سره چې د افغانستان خلک، د تاريخ په اوږدو کې دخپل سر کوپړى يې له دښمن سره جنګولى او خپل ماغزې يې پرې وېستلي دي .
نوکه سوله غواړو د سياسي شعور پر بنسټ يې راوستاى شو، په خپلو زدکړو، نېکو احساساتو او انساني عواطفويې راوستاى شو، که ټول افغان ولس د ښو لوړو زدکړو خاوندان وي، نو څوک به يې د جګړې ډګرته را وبولي او د مادياتو په مقابل کې، خپل کوريې پرې وران کړي؟ داخو هرڅه زموږ له نشته لوړو زدکړو تر سره کېږي، چې ټولې نړۍ زموږ له دغې لويې نيمګړتياوې او خاليګاه څخه ګټه اخستې ، د افغانانو ترمنځ يې ديني، مذهبي، قومي او نژادي اختلافات رامنځته کړي او په خپلوکې يې تر ننه جنګوي .
نو بيابه په خپل مېړني، عزتمن او وياړلي ولس او خلکو باندې، د يوه افغان بچي په صفت غږ وکړم، چې راځئ سره يو موټي شو او د افغانانو او مسلمانانو دښمنان، د نړۍ په هر ځاى کې نسکور کړو، او ددغسې ککړو انسانانو له نفوذ او تېريو څخه ځانونه خلاص کړو، خپل کور او کلى ودان کړو او د پاک اسلام بيرغ په نړۍ کې ورپوو .
اباد دې وي افغانستان، وياړلى دې وي افغان ولس .

