په افغانستان کې، له سولې پرته، د امريکې پوځي هډې، د تجزيې ستره هينداره ده!
20.04.2011 17:33
د افغانستان سياسي حالاتوته په کتوسره، داسې انګېرل کېږي، چې په افغانستان کې، د امريکې نظامي هډو منځ ته راتګ، د يوه لوى بدلون او ناورين ښکارندويي کوي .
ځکه که د افغانستان مشران دېته اړ شي، چې د ګاونډي هېوادونو له ګواښونو او لاسوهنو څخه خپل هېواد وژغوري، نو افغانستان او د افغانستان حکومت، د امريکې اصلي او تر ټولو ريښتينى ستراتيژيک دوست و وپېژني او له امريکې سره په دې توافق ورسېږي، چې د امريکې د نظامي هډو په منلو سره، چې د امريکې پخوانۍ هيله او غوښتنه ده، افغانستان د ګاونډي هېوادونو له ګواښونو او لاسوهنو به خلاصېږي، په دې ترتيب سره، دوى کولاى شي، له موجوده ستونزو څخه خلاص شي، ځکه د افغانستان او امريکې، د نويو ستراتيژيکو اړيکو، چې په افغانستان کې، د امريکې د نظامي هډو شتون دى، د خبرو اترو په ګرمېدو سره، افغانان ددې شاهدان دي، چې له يوې خوا، د پاکستان صدراعظم افغانستان ته راځي او د افغانستان بې ثباتي، د خپلې خاورې يعنې پاکستان بې ثباتي بولي او همدارنګه غواړي، د افغانستان له دولت سره، ريښتينې دوستانه اړيکې ټينګې کړي، له بلې خوا د افغانستان بل ګاونډى هېواد ايران، چې د افغانستان په بې ثباتۍ او نورو سياسي او کلتوري برخوکې لاسوهنې کوي او د افغان کډوالو په وژلو تورن دى، خپل دريځ ته يې بدلون ورکړى او ادعا کوي، چې د افغانستان او ايران په مرزي پولو کې، د افغانانو وژل، د يوې لوټمارې ډلې لخوا تر سره کېدل، چې د ايران دولت لخوا ونيول شول .
نو له نوموړيو غبرګونونو او کړنو څخه څرګندېږي، چې د افغانستان او امريکې غښتلې ستراتيژيکې اړيکې، د نوموړيو هېوادونو په تاوان تمامېږي، ځکه! که افغانستان د امريکې لخوا يو ريښتينى او ستراتيژيک دوست وبلل شي، نو سمدلاسه، پاکستان کوم په مليونونو ډالر چې هر کال، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه، له امريکې څخه ترلاسه کوي، دا هرڅه به د افغانستان په برخه شي، کومه جګړه چې اوس مهال په افغانستان کې روانه ده، نو نوموړې جګړه به د پولې هاخوا پيلېږي، چې دا هرڅه د پاکستان هېواد په تاوان تمامېږي، ځکه ترهګر د پاکستان اصلي زېګنده ده او ددوى د روزلو لپاره يې، خورا ډېر لګښتونه ګاللي دي، چې په يوې شېبه کې، هرڅه يې له خاورو سره خاوري کېږي، همدارنګه د پاکستان حکومت، په افغانستان کې، په ظاهره کې، د سولې څخهملاتړ کوي، خو د پردې ترشا بېرته خپلې اصلي اوبې ته ادامه ورکوي، ځکه! که په افغانستان کې سوله راغله، نو د پاکستان لوبه پاى ته رسېږي او ټولې ګټې يې له منځه ځي او د ډيورند د کرښې مسئله خو لا لرې خبر ده، چې يووار بيا به زور واخلي .
ايران خو هسې هم په ظاهره کې د امريکې دوښمن دى!؟ او د امريکې له شتون څخه په افغانستان کې وېره لري، همدارنګه ايران په افغانستان کې، د سولې ملاتړى هم ندى، ځکه ايران په دې پوهېږي، چې په افغانستان کې، د جګړې پاى، په ايران کې به د جګړې پيل وي، نو ځکه ايران هم نه غواړي، چې په افغانستان کې سوله راشي او يا د امريکې نظامي هډې شتون ولري .
نو اوس که افغانان په ريښتيا غواړي، افغانستان د پرمختګ په لورې يوسې، نو مخته له دې چې، له امريکې سره غښتلې ستراتيژيکې اړيکې ومني، نو مهرباني دې وکړي او دسولې په مسئله کې دې يوڅه ګړندي ګامونه اوچت کړي، ځکه! که د افغانانو ترمنځ سوله او ثبات ټينګ نشي، نو له امريکې سره د افغانستان لا زياتې ستراتيژيکې اړيکې، د افغانستان د تجزيې لامل کېږي، ځکه! کومه جګړه چې اوس په افغانستان کې روانه ده، نو هر لورى ځانته جلا جلا مفکورې او موخې لري، چې دا ددې لامل کېږي، چې د افغانستان په غربي او جنوبي سيموکې به جګړه روانه وي، ترڅو امريکا دېته اړشي، چې د افغانستان د يوڅو لاسپوڅو افرادو په ملاتړ، چې د امريکا له دايمي نظامي هډو څخه يې منندويي څرګنده کړې او په افغانستان کې يې د امريکې پوځي هډې پر افغانانو لوى احسان ګڼلى، نو افغانستان به، په دوو برخو وويشل شي، يعنې شمالي او جنوبي افغانستان، چې له هغه وروسته به افغانستان د ايران، پاکستان او داسې نورو هېوادونو له شر څخه خلاص شي، خو په خپلو کې به هره ورځ ښکېل وي، چې زما دغه نظر به هاوخت، په يوه څرګند حقيقت بدل شي، او په جنوبي افغانستان کې، مرګ، غم، درد، ورانى او ويجاړى وي او په شمالي افغانستان کې به آرامي او سوکالي وي .