موږ خداى(ج) شفيع او شافي کړ، خو ...؟
21.12.2010 17:54بياهم غواړو د ورانکارو عناصرو د يرغلونو او لوټماريو پر وړاندې، په خپلو اسلامي، انساني او افغاني هڅو ټينګار وکړو او د خپلو زړونو حال، د رسنيو له لارې خپلو ګرانو او عزتمنو هېوادوالوته، د غم د ټوکرۍ په څېر ډالۍ کړو، ځکه د افغانستان په اوسنيو مشرانو او د دولت چارواکو په وجود کې، د افغانستان د ورانيو په برخه کې، هېڅ کومه اندېښنه شتون نه لري، نو ځکه دغه ليک مې، د يوه افغان بچي په حيث خپلو درنو افغانانو وروڼو او ولس ته وړاندې کوم، ترڅو تر يوه بريده، د خپل زړه پرېښانتيا او مايوسيت راکم او دغه زورېدلى او کړېدلى مظلوم ولس، په دغه غم او بې کسۍ کې شريک کړم، ځکه افغانستان د ټولو افغانانو کور دى، او ساتنه يې د هر افغان بچي دنده ده، ترڅو له خپل هېواد او خاورې څخه په کلکه ننګه او ساتنه وکړي او د لوټمارانو او يرغلګرو پر وړاندې خپله اندېښنه څرګنده او تر خپل وس او توانه پورې غبرګون وښايي .
د تاريخ په اوږدو کې، تل يرغلګرو لکه (پارسيانو، يونانيانو، چنګېزيانو، انګليسانو، روسانو او داسې نورو) پر افغانستان يرغل کړى او دافغانستان ملي هويت ته يې سپکاوى کړى، خو دافغان اتل ولس د مېړانې او غښتلې ارادې پرمټ، په ډېرې بې شرمۍ او سرکوزۍ سره له دې خاورې په شاتمبول شوي او رټل شوي دي، مګر دافغانستان ساتنه او پالنه، پرمختګ او سمسورتيا، دهر افغان بچي دنده ده، چې په دې برخه کې هڅې وکړي او خپل کور ودان کړي، ځکه له پرديو څخه هېڅ کومه هيله نه تر سره کېږي، چې له بهر څخه راشي او زموږ لپاره خدمت وکړي، او که بهرنيان زموږ هېواد ته راځي، نو د خپل هر قدم په وچتولوکې ډېر ژور، لوى هدفونه او موخې لري، چې د افغانستان د پرمختګ او ملي هويت لپاره د منلو وړ او مناسب نه دى.
لکه څرنګه چې له دې دمخه مو د کانو او صنايعو وزارت، ورانوونکي قراردادونو ! تر عنوان لاندې مو ، ځينو خبري معتبرو رسنيو ته ليک استولى ؤ، چې په نوموړي ليک کې مو د افغانستان دکانو او صنايعو وزارت د ځينو تېروتونو په هکله ښه پوره بحث کړى ؤ او مالومات مو ورکړي وو .
خو سره له دې چې، په ليکنه کې مو ډېر ښه وضاحت ورکړى ؤ ، د خداى (ج) په نامه سره مو، له دولتي چارواکو او اړوندو مسئولو ادارو څخه په کلکه غوښتي ؤ، چې ددغو ظالمو او د هېواد دښمنانو له منګلو څخه مو خلاص کړئ، ځکه د هرې ورځې په تېرېدو سره، ددوى د ورانيو لمن لا پراختيا مومي.
ما په خپله د کانو او صنايعو وزارت په انټرنټي پته ددغې ستونزې په اړه، په دې عنوان يو ليک واستوه :
...
بعد از تقديم سلام!
همان قسميکه وزارت معادن وصنايع افغانستان و يا کشورهای ديگر جهان، بخاطر پيشرفت و ترقی کشورشان، در قسمت ايجاد و يا فراهم آوری قراردادها، مسووليت دارند، تا برمبنای قراردادهای يادشده، ازمعادن کشور در قسمت پيشرفت وترقی کشور استفاده کرده، و مملکت را بسوی شکيبايی سوق دهند .
بنا برای مسوولين مربوطه بهتر معلوم است، که در قسمت ارزيابی و نگهداری آن نيز در روشنی معيارهای قراردادی مسووليت دارند، تا از معادن قرار داد شده، محافظت و نگهداری نمايند .
در زمينه خواستيم به قرارداد کندنکاری و طرحريزی درياها اشارۀ داشته باشيم، که در عصر حاضر به يک بحران بسيار بزرگ تبديل گشته است .
قسميکه شما اطلاع داريد، منطقۀ سرسبز پغمان از يک آب و هوای بسيار زيبا برخوردار است، اما متاسفانه که قرارداد کندنکاری دريای پغمان در منطقۀ برجک خواجه مسافر(ع) سبب ايجاد چقری های بسيار بزرگ گرديده، که همه روزه زندگی باشنده های نزديک آنرا تهديد می کند، زيرا شرکت های خصوصی توليد ريگ (ريگريشن ها) چنان عميق و خارج از مرز دريا کار کرده اند، که بدون شک در آينده های نزديک خانه های مردم نيز در شرکت های ياد شده، به ريگ و چغل تبديل گشته و بفروش برسند .
آيا در زمينه مرجعی هم وجود دارد، تا جلو همچون ويرانی ها را بگيرد؟ چرا از همچون ويرانی ها جلوگيری صورت نمی پذيرد؟ و عاملين و فروشنده های آن به پنجۀ قانون سپرده نمی شوند؟ تا از هر ذرۀ آن بالاتر از قيمت آن جريمه اخذ گردد .
از اينکه اين درياها در چوکات يک دريای ستندرد کندنکاری شود و دو طرف دريا، با سنگ و سمنت محکم گردد، در عوض يک جای با صفا و خوب را به مخروبه های ضد انسانی و بشری تبديل کرده اند، باالاخره جوابده اين همه ويرانی ها کی خواهد بود؟ و چرا اين همه صورت ميگيرد؟
دوست عزيز! اين درد دلی است که با شما بزرگان خود شريک می سازيم و می خواهيم خود و کشور خود را از شر اين خاک فروشان نجات دهيم .
با احتــــــــــــــــــرام
محمد ناظم ساحل
ژورناليست افغان
خو قسم په الله پاک، چې که يوه دولتي چارواکي او يا اړوندې ادارې، په دې برخه کې يو ســــــــــــوړ غبـــــــــــــــرګــــــــــــــــون هم ښودلى وي .
ما تريوه بريده په دې اړه پلټنه وکړه، زما له دغو پلټنو او هلوځلو ډېر پخوا، ځينې خلکو وويل چې د کانو او صنايعو وزارت کارکوونکي راغلي ول او ددغو ورانوونکي کمپنيو د بندولو په اړه يې سره خبرې وکړې، خو هغوى ته يې هم پيسو خوند ورکړ او خپله لاره يې خپله کړه او تر نن ورځې پورې په همدې شان پاتې شو .
نو له دې داسې انګېرو چې، اړوندې ادارې او مسوولين، دومره په فساد کې ښکېل دي، چې دا دومره لويه ستونزه، د ستونزې په شان ورته نه ښکاري او حتى نه غواړي چې په دې اړه، کومه انساني دنده تر سره کړي او دغه ويجاړۍ بندې کړي، ستونزه ، ستونزه ده، خو پيسي هم ډېر ښه شى دي .
اوس به بېرته خپلو اصلي موخو او خبروته راشو، چې په بهرنيو ورانکارو مو خو وس اوتوان نه رسېږي، چې د افغانستان د ورانولو مخه ونيسو، دغو د لستوڼي مارانو ته څه سرکوزى لرو، چې حتى ورته يو وار کتلى هم نشو، دا څوک دي؟ او ولې دومره وخت ورکول کېږي؟ چې د افغانستان طبيعي ښکلاوې له منځه يوسي او په کندو او ډاګونو يې بدل کړي؟
په افغانستان کې هرڅوک چې په قدرت او واک ورسېدل ، په دې مظلوم ولس يې ظلم او تېرى وکړ، ولې له هغو ورانکارو عناصرو څخه نه پوښتل کېږي؟ چې يو سم، پاک او ښايسته ځاى يې په ددغو کندو او ډاګونو بدل کړي او پيسې يې خپلو جېبونو ته غورځولي دي ، مېلې او چړچې پرې کوي؟
که د افغانستان مشران او اړوندې ادارې ددې ادعا لري، چې دوى د افغانستان ساتونکي دي، نو مهرباني دې وکړي، ددغسې ورانيو او تېريو پوښتنه دې وکړي، چې نه له کومه بهرني هېواد لخوا هڅول شوي او نه کوم قانونيت لري.
ولې دغه د افغانستان ورانوونکي عناصر، نه محاکمه کېږي؟ او ددغو کندو او ډاګونو بيه او قيمت نه ترې اخستل کېږي؟
نه پوهېږم ! چې په دې برخه کې لويه څارنوالي هم کوم مسووليت لري او که نه؟ خو تر کومه ځايه چې موږ مالومات لرو، د افغانستان لويه څارنوالۍ، د افغانستان د هرې ناخوالې او ورانۍ مسووليت لري، ځکه په نني قانون کې څارنوالۍ د دولت ټول واک په لاس کې لري، خو دوى په داسې زېرمو باندې بوخت دي، چې موږ مظلوم ، کړېدلى او زورېدلى ولس يې د ټولو ناخوالو او تېريو پر وړاندې له ياده وتي يو .
له هرڅه نه به تېر شو او بېرته به خپلو خبروته راشو، چې ولې زموږ ګران او د سترګو تور څارنوالان، په دې برخه کې غلي ناست دي؟ او ددغو ورانيو مخه نه بندوي؟ او خپله ايماني او وجداني دنده نه تر سره کوي؟ داخو هم يو له ډېرو لويو مسووليتونو څخه شمېرل کېږي، نو د پايلې په توګه به دومره ووايو، چې ياخو خبر نه دي اويا داچې له دېنه اوچت ، په داسې لويو لويو زېرمو چې د ستونزو تر عنوان لاندې يادېږي ، ښکېل دي چې موږ يې له هېره وتي يو .

