د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوى تعليمي کال ، عسکري ، سياسي چېلنجونه !

صادق افغان 10.09.2012 20:25

تيره ورځ نوى تعليمي کال شروع شو په زرگونو، لکونو او ميليونونو شاگردانو د ستمبر په څلورمه چې د حجاب د نړۍ والي ورځي سره يې سمون خوړ مکاتبو، مدارسو، پوهنتونونو ته مراجعه وکړه، دې کي داسي شاگردان هم وه چي د اول ځل لپاره ځانونه شاملول او ځيني نور هغه وه چي د نوى کال لپاره ځان ثبتولو.
د نوي تعليمي کال شروع هم له ځانه سره نوي ننگووني لري لکه څنگه چي هر څه نوښت او ابتکار ته اړتيا لري دا ډول تعليمي سلک او څانگه چي تر ټولو نورو څانگو مهمه څانگه ده نوښت او ابتکار ته اړتيا لري، دا چي تعليم دستر اهميت نه برخمن دى بايد دغه سلک او څانگي ته بشپړه توجه وه شي ځکه د تعليمي پرمختگ سره اقتصاد، امن، صحت او نور پرمختگ کوي، که د تعليم او تربيې لپاره هر کال نوى او دوخت د ضرورت سرسم تابياوه شي ويلاى شو چي مونږ د ترقۍ په لور لومړي گام پورته کړ. د نړۍ په کچه ټول هېوادونه که هغه اسلامى دي او که غربي دي په تعليمي برخه کي ډير زيات کار کوي خو بيا هم د تعليم څانگه نسبت نورو څانگو ته په هغه ډول چي د وخت اشد ضرورت دى ورته پام ندى شوي، سره لدې چي په غربي نړۍ کي استاذان او تعليمي پرسونل له خاصو رعاياتو او امتيازاتو گټه پورته کوي خو بيا په اسلامي نړۍ کي معلم او تعليمي برخه فقرته ورنيژدي بلکي د بشپړ فقر په حالت کي قرار لري دا سبب دى چي اسلامى نړۍ په ټولو حياتي برخو کي وروسته پاته ده ترڅو چي تعليم او تربيې ته اساسي توجه نه وي شوي زمونږ هر اړخيزى، اقتصادى کلتوري، امنيتي، سياسي او نوري ستونزى نشى حليدلى بلکى دوخت په تېريدو سره ستونزي زياتېږى او داسې يو حالت رامينځ ته کيږي چي معالجه يې ستونزمنه کيږي او يوه لاينحل حالت ته نيژدي کيږي، مونږ هغه هيوادونه وينو او گورو چي د بې سوادي په وجه پکي هر ډول ستونزى او کړاوونه رامينځ ته شوي کورنيو جنگونو زور موندلي د لايقو اووړو شخصيتونو پر ځاى جاهلو او ناپوهو کسانو د قوم مشرى ترلاسه کړي، د جنگي جرمونو مرتکب شوي او خپل هېوادونه يې د اور په لمبو کي سوزولي او بهرني اشغال ته يې لاره هواره کړي بلکي ځينى هېوادونه د مکار اشغالگر او جاهله وطنوالو د کړنو او پاليسيو په وجه فعلاً اشغال شوي او د خلکو تعليمي کچه نوره هم راټيټه شوي، دې کي شک نشته چي مستمر جنگونه تعليم، اقتصاد، کلتور، امن، ټول له يوې مخې کمزوري کوي او په تدريجي ډول يې له مينځه وړي، فلهذا تعليم په ژوند او حکومت دواړو کي اساسي رول ادا کوي، د تعليم پرمختگ دهر څه پرمختگ دي که هغه اقتصاد دى که امن دي او يا اخلاق او تهذيب دي، هو تعليم د انساني سلوکو او اخلاقو د مهذب کولو او کره کولو لپاره خو را مهم دى.
بې تعليمه خلک تل د نورو محتاج وى او کله داسي هم کيږى چي د نورو غلام شي.
که د ننى عصر ټولو شخړو او جگړو ته وگورو ټولي جگړي په غريبو او له تعليم او تربيي نه پاته هيوادونو کي رواني دي ځکه هغه هېوادونو چي تعليمي کچه يي لوړه ده پر نورو چي تعليمي کچه يي کمزوري او د نشت په حساب ده د ټيکنالوژي پرمختگ پرمټ پر کمزوريو هېوادونو تسلط موندلي بلکي دغه پرمختللو هېوادونو د وروسته پاته هېوادونو له بې سوادۍ څخه په گټه دغه ملکونه اشغال کړي او هم يې پرې جنگ ورتپلى او ددغه هېوادونو شتمنۍ يي له ځانه سره وړي او د تل لپاره دغه هېوادونه غلامان کړي، نن هغه وخت دى چي د مټو په زور جنگ نکيږي بلکي دا وخت د ټيکنالوژي جنگ وخت دى او پدې جنگ کي د سپيڅلي عقيدي ترڅنگ پرمختللي ټيکنالوژي ته هم اشد اړتيا ده، نن امريکايان او صليبيان مونږ د فضا د لوړو لوړو نقطو څخه د خپلو بمونو او راکټونو ښکار گرځوي زمونږ کلي کورونه ورانوي بلکي د لايزر په شعاع سره مو دقيق دقيق هدفونه راته ولي او داسي موډرني وسلي استعمالوي چي مونږ لا تراوسه ليدلى هم ندي او ورڅخه د وقايي چل هم نه راځي دا پدې وجه چي دغه قوم له اولي ورځي نه دغه ټيکنالوژى پرمختگ او علم ته پام گرځولى، ځمکه او فضايي تسخير کړي د هوا په وزوروالوزي او د ځمکي کښتى (موتري ) يي په خدمت کي دي دا د دوي يوازى د هوښياري نښه نه بلکي د پرله پسي کوښښ نتيجه ده، که نه دوي (غربيان) تر مونږ زيات ناپوهه او بې سواده دى، د بېسوادي ستره نښه يي داده چي دوى سره له ټيکنالوژي، مادي پرمختگ پدې پوه او مقر نه شول چي د ځمکى او اسمان خالق يو دى او عيسى عليه السلام د الله بنده او نبى دي او مريم عليه السلام د ده مور بي بي ده، الحمدالله مسلمانان په ټولو انبياوو او رسلو ايمان لري د دوى په مينځ کي توپير نکوي.
ولى عيسويان، يهودان او په مجموع کي ټول نصرانيان العياذ ب الله شرک کوي خپل پيغمبران په خدايي نيسي دا هم يو ستر جهالت دي او تر دې اخوا ته جهالت نشته.
خو دا چي صليبي او غربي دښمن سره لدې سترى بدبختي بيا هم د ټيکنالوژۍ په ميدان کي مخکښ دى دا د مسلمانانو لپاره خصوصًا او ټولو انسانانو لپاره عمومًا د فکر او انديښني وړ خبره ده دا کار به الله مکړه مونږ او نور کمزوري اولسونه داسي يوه حالت ته ورسوي چي بيا به څوک د نامقدس او ناولي صليب مخالفت نه کوي بلکي خلک به امر واقع ته الله مکړه سرټيټوي بيا به د هر راز ذلت څخه ځان نشي ژغورلي او دا به د قيامت دستري ورځي مخکي ډيره بده ورځ وي چي يو انسان به د ظلم ، فتني، فحشاء او رذالت له وجهي د ځمکى د سرپر ځاى د ځمکى تل او د ژوند پر ځاى مرگ ته ترجيح ورکوي اوس هم که لږ پام ورکړو مونږ صليبي دښمن دي ته اړ کړي يو چي ځان پوزې بارود وتړو هم ځان او هم دري له مينځه يوسو دا زمونږ مجبوريت او ضرورت دى ځکه زمونږ دښمن ډير مکار او شيطان دى، خو دا چي الله (ج) مسلمانانو ته يوه داسي لاره انتخاب کړى چي دښمن يي تصور هم نشي کولاي او هغه د قربانۍ او شهادت غوښتني حس دى که دا حس او دا جذبه نه واى مسلمانانو نشو کولاى چي د يويشتمى پيړۍ له ستر طاغوت امريکا سره غيږه ورکړي او په نشت وسلو او پيسو پوره څه دپاسه لس کاله د امريکايانو او ناټو قواوو پر خلاف وجنگيږي او بالاخره امريکا دې ته اړ کړي چي څو واره اعلان کړي چي د امريکا او ناټو قواوي به په بشپړ ډول په ٢٠١٤ کال کي له افغانستان نه ووځي.
خو د دي ټولو قهرمانيو او اتلوليو سره سره هم دا خبره بايد هيره نه کړو چي مونږ په ټيکنالوژي لحاظ نورو ته محتاج يو ددغه ستر کمي د پوره کولو لپاره اوس هم سره لدې چي ډير وروسته پاتى يو خو بيا هم کولاي شو چي تر ډيره حده خپل له لاسه تللى عسکري او ټيکنالوژي چانس بيا لاسته راوړو او هغه دارنگه چي سرله اوس څخه بايد علم ته توجه وکړو خپل ځامن د علم په گاڼه او زيور ښائسته له غرب سره په ټولو ميدانونو کي سيالي او مقابله وکړو او د عسکري انقلاب ترڅنگ علمي ، ټيکنالوژي انقلاب رامينځ ته کړو پدې سره به وتوانيږو چي راتلونکي لپاره د هر چېلينج د چېلنج کولو جوگه وو، او دا به د يوه پرمختللى اسلامى حکومت او ستر خلافت راڼه سباون لپاره د اميد څرک وي.