د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عادل حکومت څوک راوستلي شي ؟!

صادق افغان 03.09.2012 20:35

پدې ټول خبر دي چي حکومت او حاکميت تکليف دي تشريف ندى، او بل هر حکومت نعمت نه وي زياتره حکومتونه او حاکمان نقمت او دالله جل جلاله دعذاب يوه برخه وي، داخبره هم سمه نده چي حکومت لاسته راوړل او يا پر خلکو حاکميدل د الله جل جلاله لورينه ده ، بلکي دا يوه امتحان دي .
داخبره هم سمه ده چي قرآن کريم يې په اړه فرمايلي :
اى الله جل جلاله : ته دعزت ورکوونکى او هم د ذلت ورکوونکى يې چي چاته دې خوښه شي خير دننيو حاکمانو د ذلت سبب همدا دي چي دوى د الله جل جلاله له دين او دقرآن له حاکميت څخه اعراض کړي دخپلې خوښى او هوا اوهوس نظامونه يې قائم کړى دالله جل جلاله شريعت يې معطل کړى پرځاى يې دخپلو اراوو او خواهشاتو سره سم نظامونه جوړ کړى ، دا چي الله جل جلاله حکيم، مدبر او خبير ذات دى دغه بولهوسو حاکمانو او مشرانو ته يې کافي وخت او فرصت ورکړى ترڅو خپله قبله او رويه سمه کړى د الله جل جلاله دين ته رجوع وکړي او قرآن کريم د ټولو کارونو لپاره دتشريع مصدر وگرځوي خو متاسفانه چي غير مسلم حکام خو پريږده ډيرى مسلمانو اوياد اسلام په نامه حاکمانو عمداً او سهواً له اسلامي قوانينو څخه ډه ډه کړي او په هغه ژمنو ولاړندي پاته شوى چي تر حاکميت دمخه يې له خلکو او امت سره کړى وي .
بلکي له عزيز اسلام څخه يې دغلطاء (پوښښ) او پردى په حيث کار اخستى او تر ډيره بريده يې مسلمانان اومسلمان ولسونه غولولي، او يا داسي هم شوى چي دستر محمدي شريعت له احکامو څخه يې يو څو احکام تنفيد کړي او نور ټول شريعت يې شاته غور ځولي ددې کار څو علتونه دى چي عمده علت يې له شريعت نه ناخبرى بوالهوسي او انانيت دى او يا هم هغه نفاق دى چي له مخى ډيرى حاکمان نه غواړي دالله جل جلاله له دين چي د ټولو دنياوي او اخروي ښگيڼو مصدر د ى پلى کړي . بل دا چي حاکميت او حکومت هم دنورو عباداتو په شان يو عبادت او مسؤليت دى ، لدې څخه د ذاتي منفعت لاسته راوړلو لکه شهرت جبروت او نور دانسان ستره کمزورى اوناپوهى ده ، له عبادت څخه تجارت اومنفعت جوړول ددنيا اواخرت تاوان دى دا چى انساني نفس ضعيفه دى نو دا ډول شيطاني اونفسي غوښتنو او نداء ته لبيک وايي خو دا کار يې راتلونکى اخرت ، بر بادوى او ټول ښه اعمال يې حبطه اوضايع کوي، شيطان حرص کوي چي انسان او بالخصوص مسلمان د اخرت دلويې ورځي دکاميابۍ څخه محروم کړي.
که غواړو چي دنيا او اخرت مو په صحيحو معنو ښايسته او جوړ شي دالله جل جلاله احکام بايد پرځاى کړو هره فيصله ، هره خبره اوهر حکم دالله جل جلاله داحکامو تابع وگرځوو او پرېنږدو چي نفس او شيطان مو له سمي لارې واړوي او له خپل ستر مقصد اومرام څخه مو پر شاکړي، ددي عظيم کار لپاره دپاک نيت پاکي ارادې او راسخې عقېدي ضرورت دي .
څوک چي له اسلامه پرته دعزت طمعه کوي ناپوهان دي، عزت په اسلام کي دي ، تر څو اسلام دتشريع مصدرونه گرځوو زمونږ دا توره شپه نشي رڼا کيداى داسلام دلارې لارويان بايد په علم ، فکر، عقيدې اراسته ريښتوني خلک وي، الله جل جلاله د ريښتونو سره مل دى هر څه دهغه جل جلاله په اراده کي دى لکه چي مو وويل ډير کم زورى او غريب خلک دخلافت گدۍ ته رسوي او ډير عزيز او جابر خلک له سترو سترو حکومتونو بي برخي کوي خو بيا هم داخبره يوځل بيا تکراروو چي انسان په دواړو حالتونو کي تر الهى امتحان لاندي دي که ښه يې وکړل الله جل جلاله به ددنيا او اخرت عزت ور په برخه کړي او که ناسمه لاره يې غوره کړه ددنيا او اخرت له شرمنده گيو سره به مخ کيږي ځکه خو تر هر څه دمخه الله جل جلاله ته تسلميدل او بيا ټول بشريت دغې مبارکي لارې ته را بلل پکار دى، لدې پرته بله دنجات لار نشته ، دا دا ميدا او امل يواځنى لار ده او له دغه سترو فرصت څخه ستره گټه او چتول پکار دى .
د اسلامي عادل حکومت دقيام لپاره پکار دى په خپلو ټولو معاملاتو کي له عدل نه کار واخلو، په لږه او کمه مسافه کي دعدل بېلگى رامنځ ته کړو ترڅو دنورو لپاره مثال او قدوه وگرځو، دعدل راوستل تر شعاره محدود نکړو بلکي دې کلمې ته عملي جامه ور واغوندو دا دالله جل جلاله حکم هم دى اودخلکو ضرورت او غوښتنه هم ده عدل وکړي او داکار تقوى ته نږدى شي دي .
او دا به مو هم اوريدلى وي چې کافر عادل حکومت دعدل او انصاف په وجه پاته کيداى شي خومسلمان ظالم حکومت د ظلم په سبب نشي پاته کيداى چي زمونږ اوستاسو په وړاندې يې ډير مثالونه شته او د ذکر کولو حاجت يې نشته .
خو که پدې اړه د اسلامي نړۍ څخه يوازې دوه حکومتونه مثال راوړو بده به نه وي داوسنۍ ترکيې حکومت چي دترکيې درفاه ، عدالت دگوندو پخواني اسلامپال يي پرمخ بيايي ، دترکيې اسلامپالو چي له کومي ورځي نه دقدرت واگى ترلاسه کړى له هماغې ورځي څخه يې عدالت قايم کړي، امن سلو په سلو کي ښه شوى دتعليم کچه لوړه شوى، نرخونه ښه شوى دترکيې ځمکنۍ بشپړتيا ته له بهرنه گواښونه کم شوى اقتصاد درغوني او قوت په حالت کي شوى، بلکې دا وخت ترکيه په بهرنيو هيوادونو له غريبو او نادارو خلکو سره بيړنى مرستى کوي دا ډول اخلاقى فساد کم شوى بلکې داسې يو کيفيت رامنځ ته شوى چى ترکان ان انشاءالله يو ځل بيا په خپله ځمکه دعثماني خلافت چي د بهرني استعمار په سبب له ډيره وخته کمزورى شوى او له منځه وړل شوى وو را ژوندى کړى او دا ورځ لرې نده دترکيې حکيم او معتدل فکر خاوند حاکمانو له حکيمانه او مدبرانه رويې جوتيږي چي دوى ددې وړتيا لري چي خپل تير مجد را ژوندي کړي، خو داځل په ډير ماډرن او پرمختللي شکل کي چي بشپړ اسلامي روحيه به ولري او په عين وخت کي به دنړۍ له ټولو هېوادونو سره دپرمختگ سفر هم يوځاى کوي معنى دا چي ددين او دنيا ښيگڼې به ترلاسه کوي ځکه له هغوى سره اخلاص شته ، کار ته يې کارويلي شعار يې په عمل بدل کړي دخبرو، مناقشو او مباحثو پرځاى يې عملي کار ته ترجيح ورکړى هغه خبره يا متل به مو اوريدلى چي وايي :
(مسافة الف ميل تبداء بخطوة) زرو ميلونو مسافه په يوه قدم اخستلو شروع کيږي .
دا ډول اسلامى نظام هم که چيرى مسلمان حکام وغواړي عملاً پلى کيدلاى شي هغه پدې چې دغه نظام د الله جل جلاله حکم او د ټولو مسلمانانو غوښتنه ده که پدې لاره کي له حکمت او جنکت او پاخه سياست او ديپلوماسۍ څخه کار واخستل شي سره له ستونزو کولاى شو اسلامى نظام په خپل ټاټوبى (افغانستان) کي حاکم کړو او خپل خلک له ځانه سره و دروو، ځکه دا ولسونو له مرستي پرته هر ډول نظام پاته کيدونکى ندى اوس داخبره چي څوک عادلانه نظام قائمولاى شي مطرحوو، لکه چي مو ددې ليکنې په درشل کي وويل چي عدالت ، عادل حاکم کولاى شي عادل اسلامي ملي حکومت قائم کړى، چا چي د ولس هر اړخيز خدمت کړى او د عامه خلکو عاجلى غوښتنو ته يې ځواب ويلي وي . له شکه پرته عادلانه حکومت رامنځ ته کولاى شي .
همدغه کار دمصر اوسنيو اسلامپالو کړي، دعامه خلکو خدماتو او خيريه کارونو دمصر دقدرت گدۍ ته رسولي اودادى نن دمصر د اسلامي نهضت مخلص بچيان دالله جل جلاله په مرسته اودمصر دمسلمانو خلکو دغوښتنى او انتخاب سره سم پر مصر حکومت کوي او دڅه دپاسه پنځوسو ورځو دحکومت په درشل کي يې دمصري حکومت په پخواني هيکل کي ژور بدلونونه راوستل ددفاع وزير د داخلي وزير د استخباراتو رئيس، صدر اعظم، دحربي مصنوعاتو وزير او نور فوراً استعفى ته اړ کړل او پدې سره يې دتير ديکتاتور نظام ستنى يو په بل پسي را چپه کړى او دهر ډول عسکري کو دتا مخه يې ډپ کړه، په اخر کي بايد يادونه وکړم که چيرى دمصري او ترکيې اسلامپالو تجربوته په نظر سره مونږ هم ورته او يا تر دې اخوا ته حکيمانه عمل وکړو او خپلي عسکري، فکري، سياسي، قواوى په سمه توگه پکار واچوو ويلاى شو چي ديوه غښتلى اسلامي ملي نظام لپاره چي شعار يې عدالت او انصاف وي لاره په بشپړ ډول هواره ده .