پېښور کې افغان مهاجر څنگه ووژل شو؟
05.02.2012 09:54د مسلمان عقيده داده چې د مرگ او ژوند فيصلې الله جل جلاله کوي الله جل جلاله فرمايې: هر نفس د مرگ څکونکى دى خو انسان په بېلا بېلو پيښو او احداثو کې وژل کيږي کله په خپل طبيعي مرگ مري او کله بيا د موټرو په حادثاتو کې ژوند له لاسه ورکوي او کله هم د طبيعي طوفانونو لکه سيلابونه، زلزلي، اسماني صاعقي او ټکو ښکار کيږي کله د يوه بل انسان د لاسه پدغه او هغه شخړه کې وژل کيږي.
خو دا ټولې کړنې قدرتي دى اختياري ندي دا که په هره طريقه او لاره ووژل شي له تقدير سره به يې تړاو حتمي وي الله جل جلاله فرمايي کله چې دوى ته اجل راشي نه يوه لحظه مخکې کيږي او نه هم يوه لحظه وروسته کيږي په هر صورت ژوند د مرگ امانت دى خو خبره داده چې انسان ته پکار ده چې د الله جل جلاله نه د داسي مرگ غوښتنه وکړي چې اخرت يې پرې ښه شي اوس د مرگ او مير يو بل مهم اړخ ته اشاره کوو او هغه دا چې هيڅ بې هيڅه وژل حرام دي بلکې کبيره گناه ده د ډيرو علماوو په اند قاتل ته بښنه نه کيږي او هر څوک چې يې وژلي وى د هغه په بدل کې به د تل لپاره په دوزخ کې پاته کيږي الله جل جلاله فرمايې: چا چې مسلمان قصداً او عمداً وواژه ځاى يې جهنم دى او تل به په جهنم کې وى او الله جل جلاله به ورته په قهر وي او پرده به لعنت وايې او تيار کړى يې دى ددغه قاتل لپاره عذاب لوې (النساء آيت ٩٣).
پس د انسان او مسلمان وژنه لويه او کبيره گناه ده او قاتل د تل لپاره د جهنم ميلمه دى او جهنم سخت او بد ځاى د ورتگ دى، مونږ چې د دنيا دارو چې اوه سوه ځله اويا او يا ځله ددې اور شدت او حدت راکم شوى تر څو ورڅخه د ډوډى په پخولو او اوبو جوشولو او د کورونو په گرمولو کې گټه پورته کړو د يوې لحظي او يوې سپرغئ زور او توان نلرو نو د جهنم اغاذني الله و اياکم به څه زور ولرو ځيني تيروتلي انسانان او احمقان پدې پوه ندي او يا دا چې ځان نه پوهوى چې د انسان او مسلمان وژل د ابد لپاره ځان له رحمت او جنت نه محرومول دى، دا چې د قيامت ورځ (خمسون الف سنه) پنځوس زره کاله ده او زمونږ ټول عمر ښايي شپيته يا او يا او اتيا او ان سل کاله وى ددغو کلونو حساب او کتاب په پنځو سو زرو کلونو کې کيږى نو اوس دا فکر کول پکار دى چې الله جل جلاله دا د حساب (قيامت) ورځ ولي دومره اوږده کړي، دا ددى لپاره چې له هر سړي سره د قيق او منصفانه حساب کتاب وه شي ان تر دې چې ښکروره اوزه او ميږه به هم لدې حساب نه خوندي نه وي او هغه ميږه او اوزه به ورڅخه انتقام اخلي چې په دنيا کې په ښکرونو وهلې وه داددى لپاره چې د الله جل جلاله په يوه کم سلو نومونو کې يو نوم عادل هم دى د عادل مطلب سموونکى او برابرونکى دى، دى به هر څه سره مساوي کوي .
اوس د مرگ او ژوند پدې کوچني مبحث او محور کې د يوه مهاجر مظلوم افغان تواب خان ولد شاپور چې غالباً د لوگر ولايت د کوچيانو له قوم سره يې تړاو درلود او غالباً چې د ديرشو او څلويښتو کلونو ترمنځ يې عمر و او د لويو گاډو ډريور وو دغه ځوان تيره اونۍ د رنگ روډ پېښور د يوه نيمه مليشې (کانټيک) پوليس لخوا هغه وخت وژل کيږي چې کله د محمداغه په نوم پوليس ورڅخه سل کلدارى رشوت غواړي خو دغه افغان ډريور اتيا کلدارى ورکوي او پوليس ته وايې چې نورى ماتي پيسي نلرم په همدې اکتفا وکړه خو بې سواده احمق پوليس تشدد کوي او ډريور په خپل ټوپک ويروي او تهديدوى بيا دغه افغان مهاجر ډريور مجبوريږى چې پوليس ته د پنځه زرو نوټ راوباسي چې دا پنځه زره لوټ مات کړه او خپلي ٢٠ باقي روپۍ دې واخله.
پدې اثنا کې پوليس کنځلي کوى ښايې دغه مهاجر هم پوليس ته ځواب ورکړى وي او يا نه خو دغه احمق پوليس خپل ټوپک ددغه افغان مهاجر سيني ته نيسي تقريباً څلور ډزه يې ولي او په شهادت يې رسوي تواب خان چې د دوه بچيانو پلار و او د حلالې مزدورى په تکل يې د ډريورى دنده تر سره کوله لدې فاني دنيا سترگي پټوى اوس ديته راځو چې په اسلام او قانون کې ددغه تروريست او اجرتي پوليس سزا څه ده، دې کې شک نشته چې تر ټولو عادى او عادلانه سزا داده چې دغه پوليس قانوناً په اعدام (پانسي) محکوم شي.
لومړي دا چې دغه اجرتي (کانټيک) پوليس د حکومتي وسلې څخه په غير قانوني ډول استفاده کړى او تروريستي عمل يې ترسره کړى او بل دا چې ده رشوت اخستى او هم يې په رشوت اخستلو کې له تشدد بدمعاشى او زور نه کار اخستى فلهذا ددې پوليس جرمونه ډير دي او بايد د هر يو جرم په مقابل کې د اسلام، شريعت او قانون له مخې ورته مناسبه عادلانه عاجله سزا ورکړل شي ترڅو نور پوليس او يا هغه کسان چې د جرم سره يې سرو کار دى عبرت واخلي. که داسې ونه شي دا د قتل او وژلو سلسله به جريان پيدا کړي، بلکې عامه خلکو د پوليسو د وژلو تکل وکړي او ډير داسې شوي چې دلته او هلته په نامعلومو پيښو کې پوليس وژل شوي او په ډيرو ځايونو کې د پوليسو خلاف وژني او چاودني سياسي نه بلکې انتقامي اړخ لري زياتره پوليس گومان کوي چې زه خو د حکومت سره کار کوم او د حکومت وسله په ازاده گرځوم او د قانون تر سيورى لاندې جرمونه کوم نو زه (Save) محفوظ يم خو دا گومان احمقانه گومان دى که دا خبره سمه وي نو دا ځاى پرځاى پوليس ولي وژل کيږى کله په رسمي لباس کې وژل کيږي او کله هم په شخصي لباس معنى دا چې اوس وخت پوليس هم محفوظ ندي او د عامه خلکو لخوا په نامعلومو پيښو په پټه وژل کيږى چې دا د غوراو فکر خبره ده .
که دغه اندرونى تشدد او تروريزم ته د پاى ټکي کې کښېنښودل شي نو دا د مرگ ډرامه او ټارگيټ کلينگ (هدفي وژني) به دوام وکړي پوليس به عوامو ته غله وى او عوام به پوليس هر سړى په خپلي وارى ته گورى نو ځکه داسي قوانين رايجول پکار دي چې د ظلم، تشدد، د ذاتي او عمومى زور زياتي مخه پرې ونيول شي.
د تواب خان افغان مهاجر په قضيه کې بايد د بشپړ انصاف نه کار واخستل شي او حق حقدار ته وسپارل شي ځکه تواب دا وخت دوه ماشومان يوه ميرمن تر شا پرې ايښي د تواب د ماشومانو د روزى گټلو ظاهرى دروازه بنده شوه د هغه کوچني ماشومان به څوک پالي او د هغوى د درس او مکتب ذمه به څوک په غاړه اخلي.
د تواب خان په اړه يو بله مهمه خبره دا هم له عوامي حلقو څخه اوريدل کيږي او هغه دا چې دا له کوچي قوم سره تړاو لري چې په هيڅ صورت به د تواب خان وينه ضايع کيدو ته پرينږدى ځکه کوچانو د تاريخ په اوږدو کې دا ثابته کړي چې دوى ډير صابر او بردباره مينه ناک خلک دي او په اسانئ له چا سره دښمني نه کوى او دا قوم يوازنې قوم دى چې له چاسره مشکل نه لري خپل تجارت، مالدارۍ ته دوام ورکوي خو کله چې ورته پيښه شي بيا نو تر هر چازياته زړورتيا ښيي او په هر قيمت خپل انتقام اخلي، مخکې لدي چې دا ډول پيښه رامينځ ته شي، بايد د تواب خان کورنۍ ته بشپړ تاوان ورکړل شي.
اوس د تواب خان په مړينه او شهادت کې قانوني اړخ ته راځو د اسلامي شريعت له مخې بايد قاتل پوليس په قصاص عادلانه محکوم شي ځکه عمداً يې اجرام ترسره کړى او پوليس دا صلاحيت نلري چې څوک دى د رشوت په نه ورکولو شکنجه او يا ووژني بلي خوا دغه اجرتي (کانټيک) پوليس ده غټ جرمونه قانوناً او شرعاً ترسره کړي يو دا چې رشوت يې غوښتي او بل دا چې د رشوت د سترى گناه دپاسه د قتل مرتکب شوى دريم دا چې د حکومت وسله يې په ناقانونه توگه د ترور لياره کارولې څلورم دا چې په خپله ورسپارل شوي وظيفه کې يې تقصير کړى پدې سبب نوموړى پوليس شريعت يا قانون انسانيت ته په کلکه ملامت دى نو بايد د خپلو کړنو سزا ووينى تر څو ورڅخه نور پوليس عبرت واخلي .
بله خبره چې د خورا اهميت وړ خبره ده هغه داده چې د پوليسو په ډيپارټمنټ کې بايد ايمانداره با ايمانه خلک وى او هغه څوک د پوليسو په ليکو کې پرې نښودل شي چې قام اولس او خلک بدناموي که اداري فساد ختمول غواړو نو امنيتي ادارې بايد د با ايمانه ، با غيرته با احساسه مؤمنو او له الله جل جلاله نه ويريدونکو اشخاصو په لاس کې وي که داسي وه نشي ملک او خلک به د حتمي تباهۍ او نابودۍ سره مخ شي امنيتي ځواکونه د شاه رگ مثال لرى او کله چې شاه رگ خراب شي نو علاج يې فقط او فقط اپريشن (عمليات) وى او پدغه عملياتو او اپريشن کې اکثريت خلک له مينځه ځي.