دافغانستان حقيقي واکمنان څوک دي؟!!!
01.08.2012 14:48نه پوهيږم چې دابه زما خوشباوري وي او که نور افغان وروڼه به هم راسره پدې خوشباورۍ کي ګډون وکړي؟
هغه داچې دعادت له مخي مې دغربي رسنيو دخبرونو او انګيرونو سرخطونه کتل نا څاپه مې پدې عنوان(په افغانستان کې چارې د چا په لاس کې دي؟) سترګي خښي شوي اوډيرراته جالب معلوم شو زما په نظر رښتيا هم چې داعنوان دهرهغه چا لپاره جالب او زړه تخنوونکى دى چې غواړي دافغانستان په حالاتو ځان سم خبرکړي.
داچې زه ولي دې ته جالب عنوان وايم هدف مې دادى چې زه هم دنورو پشان غواړم سل په سلو کي پدې پوه شم چې په افغا نستان کي دپردي ترشا او دپردي ترمخي څوک ددغه غم ځپلي هيواد چارې پرمخ بيايي؟ خوداچې او س خپله غربي رسنۍ او غربي شنونکي پخپله اعتراف کوي چې په افغا نستان کي ټولي چاري امريکايان پرمخ بيا يې او افغا ن چارواکي دپوزي ګرولو واک هم نلري متاسفانه چې دايو حقيقت دى او ډير تريخ حقيقت .
زه به هغه وخت نورهم خفه اوحيران شوم چې کله به حامد کرزي له مجاهد ينو اوغوښتل چې راځئ له مونږ سره ديوه ميز خبرو ته کښنيئ او د جنګ پرځاى دخبرو له لارې له مونږ سره مسايل حل کړئ.
داپداسې وخت کي چې کرزي دخبرو کولو واک هم نه درلوده او دى مجبور وه چى دارامريکائې بادرپه خوښه دصلحي او ډيالوګ پروسه پرمخ بوزي .
مجاهدينو هم واروارچغي وکړي چې دکابل ادره واک نلري او نه خپلو پريکړو ته ژمنه اداره ده او نه هم کومه پريکړه پلي اوعملي کولاى شي.
فلهذا لدغي بلواکه اداري سره خبرې دوخت ضياع ده ،پکارده له مسلط او واکمن طرف چې امريکايان دي ورسره خبري وه شي .
امريکايان هم د مجاهدينو له د يپلوماسانوپه تعجب کي کيدل ځکه دمجاهدينو ديپلوماتانو په جرات سره خپلي خبري مطرح کولي او ډيري مهمي غو ښتني او پوښتني يې درلودي.
امريکايانو ګومان کاوه چې مسلح افغان مجاهدين ښايې په سياسي او ديپلوماتيکو امورو کي تجربه ونلري اوزربه تير وزي خو مجاهدين دې نقطي له پخوا څخه متوجه ول او پدې پوهيدل چې غربيان په جنګ کي دومره مهارت نلري لکه څومره چې دوى په شيطانت او منا فقت کي تجربه لري او په ډير کم تاوان سره غټي ګټي دميز په خبرو اترو کي بې له ډز او ډوزه ترلاسه کوي اوس دغربي رسنيو هغه خبر ته چې تازه نشرته سپارل شوى ورځو :
((امریکا چاپ، لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې: کله چې دوستان درباندې حمله کوې، په چا باندې باور کولای شي؟ یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي راغلي:
د افغان امنیتې او پوځي ځواکونو عسکرو تر اوسه ۲۱ ځلې په بهرنیو پوځیانو حملې کړې او په نتیجه کې یي دیرش تنه امریکایي او اروپایي عسکر وژل شوي دي.
ورځپاڼه لیکي: په بهرنیو ځواکونو د افغان پوځیانو حملې ممکن له دې هم ډېرې وې او دا ځکه، ناتو د هغو پیښو راپور نه ورکوي چې مرګ ژوبله پکې نه وې رامنځ ته شوې.))
پدې خبرکي يوه ستره مغالطه داده چې ناټو دهغه پيښو او حملو راپور ورکوي چې تلفات پکي نه وي ،بلکي ددې پرخلاف خبره سمه ده چې ناټو قواوي دهغه پيښو اوحملو چې دافغان مجاهدينو لخواپرې کيږي او دوى(ناټو) ته دپام وړ مرګ ژوبله اړوي راپورنه ورکوي او که راپورورهم کړي وايي: دوه يادري عسکره سرسري زخميان شوي خو ددوى عرادي او وسايط په بشپړ ډول له مينځه تللي ايا يو عاقل او روغ انسان به داد وومني چې ټانک او وسيله دې له مينځه تللي وي او عسکردې سرسري زخميان شوي وي ؟؟ ځواب ئې ساده دى او هغه داچې نه هيڅکله نه ، دناټو مشران په نړۍ والى ميډيا او خبريالانوداحمقانو ګومان کوي.
اما ازاد اوخپلواک خبريالان اورسنۍ بيا داډول پوچي څرګندوني نه نشروي او دخپلو مو ثقو مصادرو له لاري کره او سوچه خبرونه نشرته سپاري.
بل داچي ناټو الوځول شوي ټانکونه، وسايط او فوځي عراده جات دجنګ له صحني نه فوراوړي او خپلو قراګاوو ته ئې نقلوي او يوه ټوټه اوسپنه هم په ځمکه نه پريږدي داسشبب دى چې دامريکايانو او ناټوقواو سوزيدلي او تخريب شوي عرادي نه ترسترګو کيږي او داپه رواني او نفسياتي ډول له خپلو عسکرو او خلکو سره يو ډول خندني تعامل دى او خلک په ناپوهۍ کي اچول دي.
دحقيقت نه خپرول دحقيقت دپټولو معنى نلري ځکه که غربيانو هرڅومره هم دحقايقو دپټولو کوښښ وکړي په مقابل کي ازادي رسنۍ شته چې غربيان له خجالت سرمخامخ کوي دمثال په ډول دنټ له لاري او دنورو ليدونکو وسايلو له لاري حقيقت خپرول غربيان ترسوال لاندي راولي.
بل ځاى کي خبرداسي وائې:
((لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه د دې ډول پیښو د نیټو ، شمېر او تلفاتو په اړه لیکي: د حملو ارقام ټکان ورکوونکې دي او دا ځکه چې بې تجربې افغان عسکر په مجهزو امریکایي عسکرو حملې کوې او دوي پوهیږي چې په دې عمل سره د خپل مرګ سند په خپله لاسلیکوي.)).
داخبره هم غلطه ده امريکايې عسکر بلکل جنګي تجربي نلري او هغه لدې معلومولي شوچې دوى اکثره وخت ملکي خلک په نښه کوي او په شهادت يې رسوي لکه په ودونو.جنازو،مکتبونو،مدرسواو نورو ملکي ځايونو وحشيانه بمبارۍ کوي او بې شميره خلک په شهادت رسوي او دشپي مهال په تالا شيو کي عامه اولسي خلک وژني او نيسي او همدارنګه ماشومان،ښځي په شهادت رسوي چې هيڅ ډول جنګي حيثيت نلري.
ددوې(امريکايانو) برعکس افغان مسلح مجاهدين ددريو لسيزو اوږده جنګي تجربه لري او پدې پوهيږي چې څه وخت،چيري او څرنګه په خپل دښمن مرګوني حمله وکړي داوجه ده چې امريکايان اوس پدې خبره شرميږ ي او ويريږي چې ووايې افغان مسلح مجاهدين پرمونږلوړه لو پورته پوره جنګي وړتيا لري که نه تاسو درانه لو ستونکي ووايې چې افغان مجاهدين څرنګه وتوانيدل چې له غربي شپيتو ناټو هيوادونو سره څه دپاسه لس کاله وجنګيږي او درنه مرګ ژوبله ورواړوي او بالا خره دې ته ئې مجبورکړي چې په ٢٠١٤کال کي ټول غربيان له افغا نستان ووځي.
دادى فرانسويان هم په سروبي کي خپلي قرارګاوي افغان ځواکونو ته سپاري.
((ورځپاڼه لیکي: پوښتنه دلته چې دا افراد ولې په غیر مستقیمې ځان وژنې لاس پورې کوي؟ د دې کار پیغام څه دی؟ ایا دا عمل د یوې کرکې په صورت کې تر سره کیږي او که دا کسان د یو شمېر نورو د مفکورو استازیتوب کوي؟ ورځپاڼه لیکي: د امریکایي ځواکونو لپاره دا ډول حملې ځان وژونکې بریدونه دي.)).
داحملي ځان وژونکي نه بلکي دملي او اسلامي او خپلواک احساس زيږنده دي افغان عسکرو ته ويل شوي چې ايتلافي ځواکونه دصلحي او بياروغاوني لپاره راغلي او دتروريزم مخنيوى کوي ،خو افغان عسکر ويني چې امريکايان ددې په عکس کړني ترسره کوي حتى هغه ددوى (امريکايانو په اصطلاح ددوى دوستان(ملي اردو) يا افغان ځواکونه کله ناکله بيا پردوى(امريکايانو) دټوپکو خولي راګرځوي.
سبب څه دى؟؟ سبب هماغه دامريکايانو وحشت،بربريت اوظلم دى که نه يوعادي افغان عسکرپوهيږي چې دده ميړانه او ننګه به خامخا دده په شهادت منتجه شي خو بياهم له شهادته مخ نه اړوي او ديرغلګرو سيني څيري کوي دادديني او ملي غيرت اووجيبي په وجه کوي، ځکه هغه پوهيږي چې دى بايد له خپلو مظلوم خلکو ننګه وکړي.
دامريکا يانو داخبره يې کله هم نشي ويرولاى چې ګواکي پرامريکايې مجهزو عسکرو حمله کول له مرګ سره متراد ف کاردى څوک چې اتلولي کوي هغه بيا دمرګ څخه ويره نه کوي خصوصا هغه کسان چې دالله جل جلاله په لاره کي جنګيږي خو هغه چې دطاغوت او شيطان په لاره کي جنګيږي خامخا له مرګه ويريږي ځکه دهغوى مړينه له تاوان سره تړلي وي اخرت يې تباه وي او ځاى يې جهنم.
((لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، دا حملې چې په هر دلیل تر سره کیږي، په افغانستان کې دېره امریکایي ځواکونو ته مرګونې دې او امریکایی عسکر په افغانستان کې له ۱۲ کالو حضور وروسته، ددي پر ځاي چي له دښمن سره مخامخ شې، د خپلو دوستانو له خوا ورباندې حملې کیږي.)))
اوس خبره ښه واضحه شوه چې پوره دولس کاله امريکايانو ددوى په اصطلاح له خپل حقيقي دښمن(مجاهدينو) له مخا مخيدو کلکه ډه ډه کوله او له افغن مسلحو مجاهد ينو سره ئې دمخامخ کيدو توان نه درلوده اوکله که مخامخ کيدل هم له مرګ او ژوبلې سره مخ کيدل.
اوس چې څه دپاسه لس کاله تيرشوي امريکايان به ونه توانيږي چې له مجاهد ينو سره مخ په مخ جګړو ته
زړ ه ښه کړي لکه چې مو وويل امريکايان پرمختللي وسلي لري خو په جنګ کي مطلوبه زړورتيا نلري. ځکه خو په کوچنيو جګړو کي هم له درنو وسلو او بې شميره بارودو او و جنګي سايطو او طيارو کار اخلي چې پکاروه دغه وسلي په سترو سترو جګړو کي استعمال شوي واى.
((کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې تر دې سرلیک لاندي: په افغانستان کې چارې د چا په لاس کې دي؟ یو مضمون لیکلی او په یوې برخې کې یي لیکي:
له هر امریکایي پوځي سره چې مخامخ شي، درته وایي: په افغانستان کې د پوځي عملیاتو مسولیت د افغانانو په غاړه دی. باید چې همداسې هم وي او دا ځکه چې دا د دوي وطن دی. خو حقیقت داسې نه دی. د مضمون لیکوال تام پیتر په دي اړه یو شمېر مثالونه راوړې او خپله شخصې تجربه هم بیانوي.
دی لیکي: له زیاتې مودې راهیسې د کندهار د ارغنداب له ولسوال سره یې ټینګه دوستې درلوده. کله چې یي له هغه سره د ملاقات او کتنې غوښتنه وکړه، موظفو کسانو دی په دروازه کې ودراوه او څو ساعته وروسته د ولسوال په لیدو بریالی شو.
د ده په وینا، د دې اوږده انتظار دلیل دا و چې له ولسوال سره ملاقات امریکایي ځواکونو تنظیم کړی نه و.ورځپاڼه وړاندې لیکي: دا یوه استثنایي تجربه وه . د ولسوال په دفتر کې د امریکایي عسکرو له چلند څخه داسې نه بریښیدله چې افغانان دې خپلې چارې په خپله پرمخ بوزي، خو که داسې هم وي، په افغانستان کې د امریکایي عسکرو چلند خلکو ته دا پیغام نه ورکوي.))
ددې مضمون په اخرکي دومره وايو چې دادى خپله يو غربي خبريال له هغه څه پرده پورته کوي چې په افغا نستان کي دتيرو څه دپاسه لسو کلونو راهسي او ترننه پورې دافغانستان پټ او ښکاره واک او چاري دامريکايانو په لاس کي دي او افغانان سمبوليک حيثيت لري.
سره لدې چې افغانستان ئي پلاروطن او موروطن دى خو واک پکي دامريکايانو دى داچې امريکايانو دافغان ملي اردو په تجهيز ترننه پورې ٥٠ ميليارده ډالرلګولي بياهم له دغې اردو مطمئن ندى چې په رتلونکي کي به له امريکايانوسره څه ډول برخورد کوي؟
داهم دخو ښۍ خبره ده ا وددې خبرې چې افغانان په غوڅ اکثريت له يرغلګرو نفرت کوي يو بل ښکاره دليل دى.
ددې مضمون په خلا صه او پاى کي وايو چې ترهغه چې په افغا نستان کي بشپړ واک افغانانو ته نه وي سپارل شوي مونږ به داهيواد اشغال بولو او داشغالکرو پرخلاف به خپل جهاد خپل حق او له مسلح مقاومت پرته به بله لارونلرو چې مونږ دغه هدف(ازادۍ) ته ورسوي.
پس هغه افغانان چې لا ترنن هم نه پوهيدل افغانستان کي حقيقي واک دچا په لاس کي دى ښايې نن ددغه غربي خبريالانو او رسنيو د دې خبر له لارې خبرشوي وي چې تردانن ورځي هم واک دافغانان نه بلکي دامريکايانو دى.
که دارغنداب ولسوال له غربي خبريال سره دامريکايانو له موافقي پرته ملاقات نسي کولاى نو تاسو او خداى چې دافغانستان تش په نامه جمهوررئيس حامدکرزى به له زرداري سره دامريکايانو له موافقي پرته څنګه خبري او ملاقات وکړي، معنى داچې په هرڅه کي به افغان واکمن له امريکايانو اجازه اخلي ددې لپاره چې افغا نستان خپلواک او هرڅه يې دافغانانو په واک کي شي دکابل ګوډاګي دولت ته پکاردي چې دمقاومت له مجاهدو رهبرانوته مراجعه وکړي او ځان دغربيانو له اسارت څخه خلاص کړي ښايې داکاربه دده تيرکړي جنا يتونه هم څه ناڅه وروبښي.