د اوباما د ډرون حملو نوي پاليسي
05.02.2012 09:52تيره اونۍ د امريکا مشر اوباما رسماً اعتراف وکړ چې په افغانستان او پاکستان کې ډرون حملي مونږ تنظيموو.
اوباما ددغه بې پيلوټه جاسوسو الوتکو د حملو د تبرير په اړوند وويل چې دغه حملي ځکه کوو چې ملکې تلفات نلري او يوازې د القاعدي د نړيوال تنظيم مشران په نښه کوي.
اوباما دا هم وويل چې په سرحدي سيمو کې په القاعده او طالب مجاهدينو حملي داسي عمل دى چې زياتو پوځي اقداماتو ته اړتيا لري.
زه غواړم ډاډ حاصل کړم، خلک بايد پوه شوي وي، چې د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې د ملکيانو مرگ ژوبله زياته نه ده په زياتو مواردو کې دغه حملي دقيقي وي او يوازې القاعده او ملگري يې په کې په نښه کيږى.
مونږ ددى حملو په ترسره کولو کې له پوره احتياط څخه کار اخلو، زه فکر کوم له خلکو سره داسي تصور پيدا شوى چې مونږ د پټو سترگو حملي کوو.
دا حملي په يوه ټاکلي هدف کيږى او په هغه القاعده وسله والو ترسره کيږى چې نومونو يې په تورلست کې دي او غواړي په امريکايانو حملي وکړي او دغه راز غواړى د امريکايانو په نورو هدفونو، منابعو او تاسيساتو حملي وکړي د اوباما د څرگندونو په ترڅ کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالباسط فرانس پرس خبرى اژانس ته وويل:
په تاکتيکي گټو يا امتيازاتو سربيره د پاکستان په نظر، دا حملي غير قانوني بې گټي او په مجموع کې د منلو وړ ندي د يوه اټکل له مخې په تير يوه کال کې د امريکا بې پيلوټه الوتکو د پاکستان په قبايلي سيمو کې ٢١٠ حملي کړى دي داوي د غربي رسنيو د خپرو شويو رپورټونو خلاصه.
اوس د همدې خبر په ترڅ کې غواړو ددغه خبر په مهمو ټکو تبصره وکړو لومړى د اوباما دا اعتراف چې گوا کې د افغانستان او پاکستان سرحدي سيمو کې د بې پيلوټه الوتکو حملي دوى (امريکا) تنظيموي، دا پخپله د جگړى په اور تيل اچول دى، ځکه دا خبرى او څرگندوني په کابل او قطر کې د مجاهدينو او امريکايانو ترمنځ د صلحي رواني خبرى اتري متاثره کولاى شي بل د اوباما دى اعتراف هغه تاثر او شک له مينځه يوړ چې گواکي دا حملي په پاکستان او يا هم افغانستان او ددغه هيوادونو د حکومتونو په مشورى تنظيميدلي او يا دا چې دغه حملي له کابل، اسلام آباد، جلال آباد له هوايي اډو ترسره کيدلي خو اوس سوال دادى چې دغه د بې پيلوټه الوتکو چې محدود هوايي پروازونه کوي له کوم ځاى نه پورته کيږي ځکه دا خو يو منلي حقيقت دى چې تر نن ورځ پورې بې پيلوټه الوتکي د اوږده واټن الوتني نشي کولاي فلهذا داسي انگيرل کيږي چې دغه بې پيلوټه الوتکي بريدونه او پروازونه د پاکستان او افغانستان سرحدونو ته له څيرمه سيمو ترسره کيږى فلهذا افغان مجاهدين پکار دى چې ددغه هوايي چيلنج او تهديد د له منځه وړلو لپاره له هر ډول تساهل، تغافل او بې پروايې څخه کلکه ډه ډه وکړى او د امريکايانو دغه وروستى هيله هم نا هيلي کړى، ځکه پدغه حملو که يوه مجاهد ته هغه هم ندرتاً تاوان واړوى خو په حقيقت کې اولسي خلکو ته زياته مرگ ژوبله اړوى مجاهدين د هيواد د آزادولو سره سره دا مسؤليت هم لري چې د اولسي خلکو د سر او مال څخه ساتنه وکړى او د امريکايي بېلا بېلو حملو مخه ونيسي د اوباما دا څرگندونه چې گويا د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې ملکيانو ته کمه مرگ ژوبله اوړى پوچه او بې معنى خبره ده .
له کومي ورځي نه چې دغه ډرون حملي شروع شوى تر نن ورځ پورې په زرگونو پاکستانيان او افغان قبايل ددغه حملو ښکار شوى ځکه دغه الوتکي ړندي او بې هدفه بمباري کوي، ښکاره مثال يې دادى چې دغه بې پيلوټه طيارى د دوست دښمن تميز نشى کولاى او چې هر چيري وسلوال اولسي سړى هم وويني حمله پرې کوي او دا د امريکا لپاره د شرم خبره ده چې تر نن پورې امريکا داسي دليل نشي وړاندې کولاي چې گويا امريکايانو پدغه بې پيلوټه ډرون حملو کې يو کس مهم سړى هم وژلي وى او د الله جل جلاله فضل او کرم دى که نه الله مکړه د مجاهدينو مشران به نن يو هم ژوندى نه واى.
نو ځکه ويلاى شو چې د امريکا دغه نوى او د اخر موډ ټيکنالوژي هم په بشپړ ډول ناکامه او د مسخري وړ ده دغه نوي ډرون ټيکنالوژى په هر هغه څه چې ماشين لرى او يا حرارت توليدوى حمله کوي نو ددى څخه معلوميږي چې دا امريکايې ټيکنالوژى دقيقه نده بلکې غالب گومان دادى چې امريکايان دغه حملي د ټريننگ او ددغه ټيکنالوژى د ازموينى لپاره زمونږ په بې وسلي اولسونو کوي هو دې کې شک نشته چې امريکا په افغانستان کې ډيرى محرمى او نامحرمي وسلي د القاعدي د موجوديت په بهانه پر مونږ د ټريننگ او ټيسټ لپاره استعمال کړي چې دوه لکه افغانان ددغه امريکايې ساعت تيري او مسخرو قربانيان شول، امريکا په هغه خبره کې هم درواغجنه او پاته راغله چې گويا دوي د پاکستان د ايبټ آباد د کاکول په سيمه کې د القاعدي د نړيوال مسلح تنظيم مشر شيخ اسامه بن لادن په نښه او په شهادت رسولي ځکه که امريکايان د هغه د شهادت ادعا کوى نو دا گز او دا ميدان امريکايان دې همت او غيرت وښيي او داسي يو دليل دي وړاندې کړي چې نړيوال خو پريږده چې يوه ساده انسان هم پري قناعت وکړي، امريکا د شيخ اسامه په مسئله کې هم د بشپړي ناکامۍ سره مخ ده ، د اوباما دا دعوه چې گويا دوي د ډرون حملو په ترسره کولو سره غواړي د ملکيانو د تلفاتو مخه ونيسي او يا دا چې پدغه حملو کې د ملکيانو تلفات کم وى يوه مردوده او د نه منلو خبره ده بالعکس او برعکس دغه د بې پيلوټه طيارو حملي يوازې او يوازې په ملکي خلکو ترسره کيږي داده اوس امريکا په صومال کې چې يو عرب افريقايي هيواد دى د بې پيلوټه الوتکو حملي شروع کړى هلته هم ښايي امريکا د القاعدي په بهانه دغه حملي ترسره کوي خو حقيقت دادي چې د صومال خلک او ټول صومالي اولس د امريکا د سياستونو مخالف دى او په صومال کې چې يوه تيل خيزه سيمه ده د امريکا موجوديت نه مني د صومال پخواني مشر جنرال محمد فارح عيديد امريکايانو ځکه په شهادت ورساوه چې هغه د امريکا د استعماري سياست خلاف وو او دا هغه څوک وو چې امريکايانو ته يې په صومال کې شرمناک شکست ورکړي وه نن دادي اورو چې امريکا په يمن کې هم د القاعدى د موجوديت په بهانه غواړى يمني سرکښه اواز د قبايل تر ډرون حملو لاندې راولي دا هغه قبايل دى چې د عربو اصل او بنياد تشکيلوى لدغه ځايه د عربو اصول او بيخ شروع شوى چې ورته د يعرب لمسيان وايي يعرب د عربو نيکه وه او اسماعيل عليه السلام ته يې شجره رسيږي.
په هر صورت د اوباما د ډرون بې پيلوټه الوتکو د حملو نوي پاليسي مردوده او د منلو وړ نده امريکا له يوه طرفه د صلحي او جوړ جاړي سياست پرمخ بيايي او له بل پلوه د بې پيلوټه ړندو طيارو پرحملو تاکيد کوى دا دوه صنده نه جمع کيږي که امريکا شفاف او روښانه سياست غوره نکړى نو دا يوه جوته خبره ده چې د امريکا پرخلاف به دلته او هلته د حملو سلسله جريان پيدا کوي، اوس چې امريکا ماته هم خوړلي نو بيا د څه لپاره په سيمه کې د کړکيچ د اوږدولو او د خلکو د غلولو کوښښ کوي، امريکا نشي کولاى چې په يوه وخت کې دوه رنگه پاليسي پرمخ بوزي د امريکا لپاره ښه داده چې د نفاق ، شقاق او دوه مخۍ سياست پريږدى ټولي اشغالي ځمکي د افغانستان په شمول پريږدي ، او په اسلامي نړۍ کې د هر راز لاسوهنو څخه کلک پرهيز وکړي که نن له افغان مجاهدينو سره د جوړ جاړى خبرې رواني دي دا خو يوازې د افغانستان په سطحه خبري دي خو د اسلامي نړۍ په سطحه خبرى خو لا شروع شوي هم ندې نور امريکا نشي کولاي چې د القاعدي په بهانه او نوم مسلمانان وځپي که داسي وى نو بيا خو ټول مسلمانان القاعده دى او اسامه بن لادن د زعيم په توگه مني.