د مجاهدينو او دولت ترمنځ اساسي ستونزه!
13.02.2012 18:54په کابل کې ځينو په اصطلاح نادولتي ورځپاڼو دا خبره کړې چې د افغان وسله والو مجاهدينو د کابل د بې واکه ادارې ترمنځ اساسي ستونزه د واک ويشل دي.
د خدمتگار په نامه يوه په اصطلاح نادولتي ورځپاڼې ويلي چې د واک ويشل د زورواکو ډلو، افغان مجاهدينو او پاکستان هيله او غوښتنه ده، خو دغه په اصطلاح د دولت پلوه نادولتي ورځپاڼه دا نظريه کلکه ردوي او وايي چې نوي يمې ميلادي او اويايمې هجري شمسي لسيزه کې چې کومې جگړې رامنځته شوې اساسي ټکي په کې د ايتلافي حکومت جوړول او د واک ويشل وو چې له امله يې د کابل ښار ځينې برخې ورانې او گڼ شمېر هېوادوال ووژل شول، د کابل په خونړيو جگړو کې چې څومره کسان وژل شوي دا به داسې وخت ته پريږدو چې هغه وخت يو بشپړ ملي او اسلامي نظام رامنځته شوى وي ځکه هغه وخت چې څوک د جگړې حقيقي عامل وو غربي رسنيو ورسره بشپړ تعاطف درلود او د دغه مرتزقه ډلو ټپلو لپاره يې تبليغات کول. زه د دغه جگړو د ځينو صحنو عيني شاهد يم. په دغه جگړو کې د بي بي سي او امريکا غږ شيطانو راډيوگانو بشپړ منفي رول ادا کولو او د نظار شورى کمونستانو يې پراخ ملاتړ کولو. يوه کوچنۍ پېښه چې په کې د بي بي سي يو خبريال ميرويس جليل ووژل شو دا وه چې نوموړى خبريال اول خط ته راغلى وو او په بيرته ستنيدو کې د نظار شورى د افرادو لخوا د يوه کمين په ترڅ کې ووژل شو خو دغه پړه بيا پر بل اسلامي تنظيم ورواچول شوه، چې هيڅ عاقل ته د منلو وړ نه ده.
په هر صورت دا کار خپل وخت ته پريږدو چې څوک ملامت او څوک سلامت دى. د کابل د دغه دولتي ورځپاڼو خبري چې ظاهراً ځآن غير دولتي ښيي رښتيا هم چې د نوييمې لسيزې احداثو ته ورته موقف څرگندونې نامعقوله پيش گويي کوي او يو ځل افغان ولس د مجاهدينو د کابل ته د راتگ څخه ويروي او خلکو ته تلقينوي چې گواکې د امريکايانو موجوديت اړين او د مجاهدينو راتگ د خپلمنځي جگړو سبب کيږي، خو دا يوه د نه منلو او مردوده خبره ده ځکه اوس وخت بدل شوى، مجاهدين هم د دې وخت په غوښتنو ښه خبر دى نو د دغه ورځپاڼو مخکې له وخته بدفالۍ دې د همدغه ورځپاڼو په غاړه کې وي، افغان ولس او مجاهدين دې الله جل جلاله ترې وساتي.
د سرنوشت په نوم يوې ورځپاڼې چې دا هم په حقيقت کې دولتي ده خو د آزادې او نادولتي ورځپاڼې نوم استعمالوي. وايي چې افغان حکومت ته پکار ده چې خپله ډيپلوماسي مضبوطه کړي او داسې لارې چارې ولټوي چې د هېواد ملي گټې په کې خوندي وي. خو دغه متجاهله ورځپاڼه ښه پوهيږي چې افغان دولت په ملي او بين المللي لحاظ ابتکار له لاسه ورکړى او وخت ورڅخه تېر شوى که نه کرزى او د ده بې واکه ادارې تر دې پخوا هم کولاى شول چې د افغان مسئلې ته د يوه ملي حل لاره ولټوي او د امريکايانو بطش او غرور مخه پرې ونيول شي، خو کرزى صاحب له اولې ورځې هماغه نغمې غږولې د کومو نغمو چې به اډيټنگ د امريکا پخواني احمق او ليوني مشر جورج ډبليو بوش کولو، کرزي کولاى شول چې د امريکا په لاس د دوو لکو افغانانو د وژلو مخه ونيسي خو کرزى او د ده د ادارې نااهله شهرت خوښوونکو او ځان غوښتونکو څيرو. دغه جنگ په لويې لاس څه د پاسه لسو کلونو ته وغزولو اوس چې د کرزي بادارانو ماته خوړلې او د صلحې په تلاش کې لالهانده شوي نو کرزى هم مجبوراً هماغه څه کوي چې غربي باداران يې ورته وايي بلکې داسې هم له رسنيو اوريدل شوي چې حامد کرزى او ځينې نورې کړۍ د مجاهدينو او امريکايانو ترمنځ د روانو خبرو اترو د سبوتاژ کولو کوښښ کوي او په دې موخه يې له ځينو همسايه ملکونو سره هم همغږي شوي.
ځکه کرزى او د کابل په اداره کې منتثبت شخصيتونه پوهيږي چې په گران افغانستان کې د صلحې د راتللو سره به د دوى کاغذي او تر حمايت لاندې بې واکه واکمنۍ پاى مومي او پر ځاى به يې يو داسې غښتلي نظام رامنځته کيږي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي. په دې اړه د مجاهدينو لخوا په زړه هم د يوه غښتلي افغان ملي اسلامي حکومت د قيام ضمانت کوي او هم د خپلمنځي جگړو مخه نيسي خو حقيقت دا دى چې کرزى افغان ولس او هم نړيوال او هم مجاهدين تيرايستل غواړي ځکه کله يوه او کله بله بهانه کوي، کله وايي بهرنيان دې د شپې تالاشي بنده کړي. دا خبره هم کرزى صاحب د بهرنيانو په خوښه کوي.
کله وايي د ملکيانو وژل نشو زغملاى او کله وايي چې که بهرنيان راباندې فشار واچوي له مصلح مقاومت سره يو ځاى کيږم، دا خبرې چې کرزي يې بې واکه او کاواکه له خولې راوباسي. يو کوچني ماشوم (معصوم) هم نه مني نو غټان او د پوهې خاوندان به يې څه وومني.
بل طرف ته د محور په نامه يو دولتي ورځپاڼې چې ځان نادولتي بولي ويلي چې تر هغه چې افغانان په ايران او پاکستان کې موجود وي په هېواد کې صلحه نه شي راتللاى که مونږ له دغې دولتي په اصطلاح نادولتي ورځپاڼې سره دا خبره جدلاً هم ومنو نو آيا افغان دولت د دې توان لري چې په پاکستان کې درې ميليونه او په ايران کې يو نيم ميليون افغان مهاجرين هېواد ته په عزت ستنولي شي، تراوسه پورې کرزى او د ده فاسدې ادارې په ميلياردونو امريکايي ډالر حيف و ميل کړل خو نه په افغانستان کې برق فعال شو، نه شفاخانه، نه سرک، نه کارخانه، بلکې دغه ميلياردونه له افغانستان څخه بهر پرديو بينکونو ته منتقل شوى خو مظلوم افغان ولس د لوږې تندې يخنۍ، گرمۍ او بې اوبو او برقه شپې سبا کوي، دا اوس په کابل ښار کې د هېواد له اطرافي ولاياتو څخه ځينې خلک د جنگ او مرگ له ويرې يو ځاى بل ځاى پناه اخستي او په دغه يخه واورينه او باراني فضا کې د کابل په شان يخچال کې تر خيمو او پلاستکو لاندې ژوند کوي.
که چيرې بې احساسه کرزى او د ده غله او په فساد اخته اداره د کابل ښار د مهاجرينو تدارک نشي کولاى، کور، ډوډۍ، کالي او د تعليم زمينه ورته نه شي برابرولي نو په پاکستان کې د مجبوريت له مخې پراته درې ميليونه او په ايران کې يو نيم ميليون مهاجرين به چيرته ځي او چيرې به اوسيږي، د پاکستان ولس دې کور آباد وي چې درې ميليونه افغان مهاجرين يې اوس هم سره له ټولو ستونزو په پراخه سينه منلي خو کرزى او د ده مفسد انډيوالان د کابل د ښار محدود مهاجرين هم نه شي سنبالولى. ځينې کمونستان او د ټيټ ضمير خاوندان تل مونږ په دې تورنوي چې مونږ گويا د پاکستان د لاس آلې يو خو حقيقت دا دى چې لله الحمد مونږ د پاکستان د مسلمان ولس ترڅنگ دا درې لسيزې چې تقريباً نيم عمر دى په بشپړې آزادۍ او خپلواکۍ کې تيرې کړي نو مونږ نه پوهيږو چې دغه حاسدې کړۍ آزادي څه ته وايي مونږ د دغه ملک ميلمانه يو او د دغه ملک خلک مونږ سره د ښه همسايه توب په موخه له مونږ سره انساني سلوک کوي خو کرزى له خپلو افغانانو وروڼو خويندو سره څه کوي. په امريکايانو يې وژني، کورونه يې د امريکا خاصې قواوې د مجاهد او تروريست په نوم تالاشي کوي او په زرگونو نور زندانونو ته ليږدوي.
بلخوا ته وگورئ ايران چې ځانته گاونډى هېواد هم وايي افغان مهاجرين اعداموي او بيا يې مړى هم خپلو کورنيو ته نه سپاري.
تېره ورځ افغان دولت په ډېره عاجزۍ له ايراني حکومت وغوښتل چې د يوې افغاني کورنۍ د څو تنو مړو جسدونه دې دوى ته وسپاري. آيا دا ډول بې غيرته، بې وجدانه، ډارن حکومت کولاى شي چې افغان ولس حمايه او د پرديو له لاسوهنو يې وژغوري؟ نه هرگز نه کرزى نه واک لري نه ځواک لري او نه جرات. اوس دا خبره هم راپورته شوې چې ولې افغان ولس په خپل ملي پوځ باوري نه دى؟ دا ځکه چې دغه پوځ تراوسه پورې يوه هم داسې جگړه نه ده کړې چې په هغې کې دې د سر او مال په بيه د جگړې ميدان ته دغه پوځ دانگلي وي، دا پوځ کمزورى پوځ دى ځکه خو افغانان پرې باور نه شي کولاى. په آخر کې بېرته خپل د دې مضمون مطلب ته راگرځم او هغه دا چې د مجاهدينو او افغان دولت ترمنځ اساسي ستونزه د واک ويشل نه بلکې اساسي خبره د ملي واکمنۍ او د هېواد د بشپړې آزادۍ ده، چې آزادي، خپلواکي، ملي حاکميت او د ځمکې بشپړتيا تضمين د کرسيو او واک خبره په اسانۍ سره حليدلي شي.
دا به کوم ساده وي چې د پرديو په موجوديت کې د غلامۍ او بې واکۍ واک او غلامې ادارې سره داسې واک وويشي چې ټول هېواد خو پريږده يوازې د کابل ښار امنيت نه شي ساتلاى. د واک ويشل به هله مطرح کيږي چې هېواد په بشپړ ډول خپلواک او له پرديو نه خالي شي او افغان ملت په خپله خوښه خپل زعامت وټاکي.