کاپيسا کې د ناټو نه بښونکي جنايت!
13.02.2012 18:54د هيواد په شمال او د کاپيسا ولايت چې د پروان ولايت زړه تشکيلوي د ناټو اشغالگرو او وحشي قواود تيري چهارشنبي په ورځ يوې ظالمانه او فاشيستى بمبارۍ کې د هيواد ٧ تنه ماشومان له خواږه ژونده محروم کړل .
د کابل گوډاگۍ ادارى دغه سيمي ته يو پلاوى ليږلي وو ترڅو معلومه کړي چې دغه بمباري ناټو قواو د کومو موخو او اهدافو لپاره کړي وه، خو د افغان بلواکه او مزدور دولت هيئت د ناټو قواو د خولي د سپينولو په موخه خبريالانو ته د راستنيدو په مهال وويل چې ناټو قواو دغه بمبارى د ناسمو ورکړل شويو معلوماتو په وجه کړى وه.
د کاپيسا ولايت ادارى رئيس عبدالمبين (صافي) وايې چې فرانسوي قواو د تيرى چهارشنبي په ورځ د کاپيسا ولايت په (گيابه) سيمه هوايې حمله وکړه او له امله ٧ تنه کوچنيان چې عمرونه تر ١٤ څوارلسو کلو کم وو په شهادت ورسيدل.
ناټو او افغان ځواکونو ځينى لوړ پوړې چارواکى د هليکوپترو په واسطه د تيري جمعې په ورځ دغه سيمي ته ورغلي وو بيرته را ستانه شوي.
له پورته خبر معلوميږي چې فرانسويانو دغه بمبارى عمداً او قصداً ترسره کړي ترڅو د تيرې مياشت تقريباً د اتو تنو فرانسوي سرتيرو چې د يوه افغان په ډزو وژل شوى او د جهنم کندى ته ليږدول شوي وو انتقام واخلي دا چې افغان پلاوي د ناسمو معلوماتو خبره را پورته کړى دا په حقيقت کې د کابل د مزدوري اداري تورمخ لا هم پسي توروي او افغان اولس ته ددغه دولت اصلي، کثيفه او بې مروته څيره بربنډوي او افغان اولس ته ښيې چې په افغان وژنه کې د کابل د فعلي ادارى تر کومه حده پورې لاسونه ککړ دي.
د افغان دولت د رسمي عسکري پلاوي دا احمقانه څرگندوني داسي دلائل دي چې ان شاء الله د افغان ملي اسلامي دولت په راتگ سره به له بهرنيانو سره په جرمونو او افغان وژنه کې ښکيل طرفونه د عدالت ميز ته د ټول افغان اولس په مخکې راکښول کيږى او د ټولو کړو جرمونو عادلانه سزا به ورکول کيږي.
دا ډول د ناټو يو احمق حاقد او صليبى وياند ويلي چې د ناټو او افغان ځواکونو د پلاوى د تحقيق وروستى راپور ندې نشر شوي دغه رنگه د کاپيسا ولايت د ولايتى شورى رئيس او د کابل څخه دورغلي پلاوي غړي محمد حسين خان سنجاني د نيويارک ټائمز ورځپاڼي ته ويلي: چې د سيمي او سيدونکي وايې د ناټو قواو بمباري د غلطو معلوماتو په ترلاسه کولو سره ترسره شوى.
خو پوښتنه داده چې ايا د ناټو واکداران ړانده او که ليونيان دي؟ او دا د دوى سره پرمختللي ټيکنالوژي دڅه لپاره ده؟ که د دوى ټيکنالوژى پرمخ تللي نه وى نو بيا يې د څه لپاره په کور کورانه ډول استعمالوي؟ دا خو يو ځل ندې دوه ځله ندې بلکې زرهاو ځلو ته خبره ورسيده، هر وار صليبيان همدا يوه خبره کوى چې مونږ په غلطو معلوماتو عمل کړى.
لعنت دى د ناټو، امريکا په واکدارانو وى چې د طالب العلم، ماشوم، شپون، مجاهد ترمنځ توپير نشي کولاي او بيا دي هم په ناټو او د دوى په بې مروته انډيولانو لعنت وي چې دغه ړندو قواو ته ړانده معلومات ورکوى او سل واره لعنت دې په کرزى او دده په شړيدلي او د ځنکدن په حالت کې اداره باندې وي چې ترننه ورځي پوري د افغان اولس ساتنه نشى کولاي او خپل هيوادوال په خپلو بې غيرته او بې ناموسه بادارانو باندې وژني، د کابل دولت گوډاگي او بلواکه مشر کرزى هم په ډېرو ضعيفو الفاظو د ناټو لخوا د ٧ تنو افغان ماشومانو وژنه وغندله خو دا کافي نده، دغه بې غيرته او بې مروته شخصيت په اصل کې د افغانانو په وينو، هډوکو تجارت کوي يوي امريکايې رسنۍ دا خبره پخوا لا رسوا کړي وه چې کرزى په پټو مجالسو کې ناټو او امريکايان تشويقوى چې د شپي لخوا تالاشۍ تشديد او عسکري عمليات زيات کړى خو د ميډيا ترمخې کرزى اوښکې تويوى د تاريخ په اوږدو کې د کرزي پشان بې مروته، منافق او دومخۍ شخصيت افغانانو ندې ليدلي، خو افسوس د افغان سپين زړى اولس په سادگۍ چې د کرزى اوښکي حقيقي اوښکې گڼي، د کرزى مثال د هغه منافق او قاتل دى چې يو څوک يې په پټه او غدر سره وژلاى وى او بيا تر قتل وروسته يې د جنازي دپاسه او پر قبر اوښکې تويوي.
د فرانسويانو او افغان مزدورانو دا خبره چې گويا تر دغه بمبارۍ دمخه فرانسوي ځواکونو ته د افغان جاسوسانو لخوا خبر ورکړل شوي وو چې مجاهدين پر افغان گوډاگيانو او يرغلگرو بزدلو فرانسويانو د حملي کولو تابيا يې کړي ده، نو ځکه فرانسويان ولاړل او د غره په لمن کې دغه شپانه ماشومان چې پسونه يې څرول ووژل ايا يو عاقل انسان به داوومني چې تر حملي دمخه دي فرانسويان ددى لپاره ماشومان شهيدان کړي چې گويا پر دوي (فرانسويانو) د مجاهدينو لخوا حمله کيدونکي ده؟ اصلي خبره داده چې فرانسوي ځواکونو نشو کولاى په سيمه کې پراته مجاهد پړانگان کشف کړى نو زر يې له اساني انسان وژني کار واخست او هغه د اولسي خلکو او ماشومان وژل وو.
فرانسويان او امريکايان پوهيږى چې د دريو لسيزو راهيسي په جنگ کې اموخته او اخته مجاهدينو وژل څه اسانه خبره نده مجاهدين د ښکاريانو مثال لري او ښکاري ښکارول د سر په بيه امکان لري خو بزدله او ډاران امريکايان د ښکار کولو په ځاى پخپله ښکار کيږى د افغانستان هره ونه، دښته، وياله، ديوال، کنده او خندق د دوى لپاره د مرگ زيرى دى نو ځکه امريکايان، فرانسويان او د ناټو قواوى عموماً د عسکري اهدافو له ويشتلو عاجز دي، د ملکيانو وژلو ته ادامه ورکوي د ناټو او امريکايي قواو په تيرڅه دپاسه لس کلن اشغالي تاريخ کې تر ټولو زياته برخه مرگ ژوبله کوچنيانو، تورسرو، بوډاگانو ته اوښتى، دا ځکه چې د الله جل جلاله په فضل مجاهدين سره لدې چې کم وسائل لرى خو بيا هم په عسکري، رزمي او محاربوي ميدان کې د ناټو پر ٦٠ هيوادونو مسلکي، استخباراتي گوريلاى، فوقيت لري، پدې معنى چې مجاهدين د خپلو پريکنده او دقيقو گوزارونو په پلان گذارى، موقعيت (لوکيشن) ټائمينگ (وخت) کې داسي سري ، استخباراتي لاري چاري استعمالوي چې د ناټو قواوي يې له حقيقى جنون سره مخ کړى، بلکې دا وخت د ناټو د اسراسيمگي له کبله ناټو قواو ته هر زوړ، ځوان او کوچنى افغان مجاهد ښکاري، او ټول افغان اولس ته د دښمن په سترگه گوري، هغه پدې چې د مجاهدينو دقيق او شفاف معلومات سره له مبالغي نه ډکي ټيکنالوژۍ او د زرگونو ډالرو په مصرف سره سره هم نشي ترلاسه کولاي او دا پخپله هغه نقطي دي چې افغان مجاهدينو يې پرمټ د ناټو قواوي د تاريخ پدې مهم پړاو کې داول ځل لپاره په گونډو کړى او ديکه زار چغي يې اسمان ته پورته شوي پر فرانسويانو د مجاهدينو وخت پر وخت گوزارونه ددي سبب شول چې فرانسه د ناټو له حلف (تړون) څخه ځان بيل کړى او تر وخت دمخه په راتلونکى کال (٢٠١٣) کې خپلي ټولې قواوي له گران هيواد افغانستان څخه وباسي، فلهذا فرانسه د ناټو قواو هغه مات لاس دى چې مجاهدينو څو کاله دمخه د کاپيسا، تگاب، پروان، په اتلواله او مجاهده خاوره کې مات کړي، ددغه مات لاس زور کول اوس ددي سبب شوي چې امريکايان هم ښايې تر خپلي ټاکلي مودي دمخه خپلي قواوي له افغانستان څخه اخراج کړي.
د شمال اتل او زړور مجاهدين پوهيږى چې فرانسويان د امريکايانو په پرتله د ميږو مثال لري او بايد عسکري فشار پرې زيات شي ترڅو ددغه ٧ تنو افغان ماشومانو انتقام واخستل شي او د دوى دردمندو کورنيو ته تشفى او اطمئنان حاصل شي، هو: د ماشومانو کورنۍ له اتلو مجاهدو ځوانانو بالخصوص د تگاب، کاپيسا له پړانگانو او زمريانو همدغه تمه لري هغه ورځ لري نده ده چې د کاپيسا، تگاب، پروان سرښندونکي او اتل مجاهدين د کاپيسا مجاهده خاوره يوځل بيا د بزدلو، منافقو، حاقدو فرانسويانو په وينو ولړي ترڅو د ټولو کفارو، مرتدينو، منافقينو لپاره د عبرت درس شي.
د تگاب، کاپيسا، پروان مجاهدين د ځينو رپوټونو له مخې د پام وړ فرانسويان بنديان له ځانه سره لري، افغان مجاهد اولس تمه لري چې دغه بنديان بايد په اسانه خوشي نه شي او په مقابل کې يې د گوانتانامو او بگرام ټولو بنديانو د خلاصولو مطالبه وه شي، لکه څنگه چې د فلسطين د حماس اسلامى گوند د يوه اسرائيلي عسکر او ضابط (شاليط) د خلاصون په مقابل کې ١٠٠٠ زره تنه د حماس مهم غړى را خوشي کړل او دغه فرانسوي بنديان که فکر اوکړو د سرو زرو چرگان دى چې په اسانۍ بايد له لاسه ونه وزي.
دا پدې چې څومره زيات خارجي بنديان ولرو په هماغه اندازه به زمونږ شروط خارجيان مني او په ټيټ سربه له افغانستان وځي او ټول بنديان کوم چې دا وخت د گوانتانامو، باگرام په زندانونو کې د حاقدو، بې رحمه، او تروريستو يهودانو او صليبيانو په پنجو او پنجرو کې د انتظارو ورځي شپي تيروي له اتلو مجاهدينو هيله لري چې د دوى (زندانيانو) د خلاصون لپاره له پوره اخلاص او اتلوالي کار واخلي او ډير صليبيان اسيران کړى، ترڅو زمونږ ځوانان په عزت راخوشي کړى د بنديانو نيول د جنگ د وروستي گټاو لپاره خورا مهم دي.
په اخر کې دومره وايو چې صليبيانو په عمومي لحاظ ماته خوړلي او د وروستي ځنکدن په حالت کې دي فلهذا مجاهدين بايد دوى (صليبيان) نفس اخستلو ته پرينږدى له هرې خوانه بايد پرې حملي زياتي شي ترڅو د افغان مظلوم اولس د وژلو سلسله پاى ته ورسيږى او ناټو بيا د کوم افغان د وژلو جرات ونکړى، د صليبيانو ښه او پريکنده علاج، استشهادى، حملي د سړک د غاړى ماينونه، د مزايلو پراخ استعمال او د دوى اسيرول دي، صليبيان نه انسانيت لري او نه شرافت بلکې د دوى د سم پوهولو لاره يوازې او يوازې جهاد دى او بس او دا د الله جل جلاله امر هم دي او د افغان مظلوم ملت د خلاصون لاره هم، ستاسو د مزيد جهاد، او کفر ماتونکو حملو په هيله.