افغانستان کې د امريکا نوى نا اعلان شوې پاليسي:
01.08.2012 14:50څه دپاسه لس کاله کېږي چي امريکايي يرغلگرو د ناټو قواو په گډون گران هېواد افغانستان اشغال کړي او تر دې دمه يې تقريباً څه دپاسه دوه لکه بې گناه افغانان په شهادت رسولي او په زرگونو نور ئې له هيواده بهر او په هېواد کي دننه په هجرت کولو مجبور کړي په زرگونو نور ئې د گوانتانامو(کيوبا) باگرام، قندهار او د نړۍ نورو پټو زندانونو او تعذيب خانوته پرته له کومي محکمي لېږدولي.
او ترننه ئې په سلگونونور د زندانونو په تيارو کي په شهادت رسولي او په سلگونو نور ئې پرته له هر ډول محکمي د دنيا د گوټ گوټ په زندانونو کي د ټولو بشري او نړۍ والو قوانينو برخلاف ساتلي اولا هم ددغه مظلومو بنديانو شکنجي ته ادامه ورکوي.
ټول خبر دي چي دا وخت د کيوبا ټاپو (گوانتانامو) کي ١٧٠ کسه بنديان لا هم د هر ډول محکمي پرته شتون لري ١٧ تنه ئې افغانان او پا تې کسان اکثريت عربان او ځيني د نورو هېوادونو وگړي دي.
د امريکا له نوي او زړي ستراتيژۍ څخه يو دا هم دي چي د گوانتانامو له بنديانو غټه سياسي گټه پورته کړي.
يا ئې د پيسو او ضمانتو په مقابل کي خوشي کړي او يا ئې هم د هغه امريکايانو د تبادلي په مقابل کي چي د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو په ځينو سيمو کي دمجا هدينو لخوانيول شوي خوشي کړي.
بالخصوص هغه امريکايان او نور بهرني اتباع چي افغان مجاهدينو د تېرو څه دپاسه لسو کلونو په موده کي د افغانستان دننه د جگړو پرمهال ژوندي نيولي په مقابل کي ئې د گوانتانامو، بگرام، قندهار او د نړۍ په بېلا بېلو برخو کي په امريکايي پټو زندانونو کي ساتل شوي افغان او نور بنديان خوشي کړي، امريکايان پوهېږي چي دوى نور بنديان نشي وژلا ى او نه ئې هم په هغه اندازه چي پخوايي شکنجه کول شکنجه کولاي شي ځکه اوس مجاهدينو هم د امريکايانو په ژوندي نيولو او اسيرولو پيل کړي له هغه وخت نه چي افغان مجاهدينو د امريکايانو په نيولو پيل کړي له هماغه وخته په گوانتانامو، باگرام، قندهار او نوروامريکا يې پټو زندانونو کي پر افغان او عرب بنديانو اساني راغلي او تر ډېره حده پر بنديانو تشدد کم شوى سري جامي يې په سپينو بدلي شوي لکه چي مو وويل سبب ئې دادي چي دا وخت افغان مجاهدينو سره کافي عدد امريکايانو په اسارت کي دى، که نه امريکايانو خو هرچاته معلوم دي چي تشدد، قتل، تعذيب، ترهگري، د دوى له اساسي پاليسيو څخه دي.
په هر صورت په افغانستان کي د امريکا نوي ستراتيژي او پاليسي په لاندي ډول وړاندي کولاى شو:
١ – لومړي سياست او پاليسي داده چي (فرق تحکم) اختلاف واچوه حکومت وکړه، پدې عربي او عالمى متل باندي اوس وخت امريکايان عمل کوي، که د افغانستان دننه ته لږ نظر واچوو، وبه وينو چي امريکايانو پدې کوچني هېواد کي ترسلو زيات حزبونه او گوندونه چي هيڅ ډول اصالت او بسالت نلري رسماً دستري محکمي له لاري رسمي کړي، که دغه حزبونه په ولاياتو وويشو نو د هر ولايت برخه به دري گونده ورسيږي پداسي حال کي چي په افغانستان کي هغه ګوندونه چي په تيرو دريو لسيزو کي د افغانستان دننه او بهر کي پراخ موجوديت درلوده داوخت د پام وړ اهميت ندې ورکړل شوي او يا دا چي دا وخت په مسلح مقاومت بوخت دي، ددغه جهادي خوځښتونو د مشغولتيا او موقت غياب څخه په افغانستان کي ځينو نومولودو گوندونو او په اصطلاح پولټري فارمونو ناوړه گټه پورته کړي او ځان ئې پرناحقه په يوه نه يوه لاره مطرح کړي، لکه چي مو وويل هدف ورڅخه خپلمنځي اختلافات اچول او راولاړول دي، او افغانستان بيا يوه داسي دورى ته ورټيل وهل دي چي په تېرو دريو لسيزو جنگ به شکر اوباسو.
بلخواته امريکا په لوي لاس او مخکې لدي چي په ٢٠١٤ کي خپلي ټولي قواوي اوباسي له همسايه هېوادونو سره ئې همدا اوس اوس افغانان ښکېل کړي او يوه نا اعلان شوي بالوکالة او بالنيابة جگړه ئې په لاره اچولي چي کونړ، پکتيا، قندهار، ننگرهار او نور ولايات د هرات، فراه، بادغيس او هلمند په شمول يې شاهدان دي افغان دولت چغي وهي چي د لر او بر همسايه ملکونو لخوا پرې بريدونه کېږي خو امريکايان، ناټو او ايساف ځواکونه لدا ډول حملو بې خبري ښيي، سره لدې چي پرمختللي وسائل لري، او په هره وړه او غټه خبرېږي او ځان خبروي، د امريکايانو دا متعمده او قصدي چوپتيا ددې معنى ورکوي چي ددغه دوه اړخيزو حملو ترشاامريکا بالواسطه لاس لري او هدف ورڅخه د افغانانو مصروفول او د امريکايي جناياتو څخه د سترگو پټول دي.
بلخواته امريکايانو له وتلو سره سم او تر ولتو دمخه غواړي خپلي ټولي نظامي، قرارگاوي ړنگي کړي ترڅو هغه اثار له مينځه يوسي چي د دوى پر جناياتو او عسکري اسرار شاهدي ورکولي شي او يا دا چي لدغه مهمو نقطو څخه افغانان گټه پورته نکړي سره لدې چي دغه امريکايي قرارگاوي د هماغه ډالرو پر مټ جوړي شوي چي افغان ملت ته نړۍ والو په مشروط ډول د اعانو او قرضونو په شکل کي ورکړي او دا د افغانان مسلم حق دي چي په هېواد کي ئې موجود عسکري الات، قرارگاوي او نور ورته امانت وسپارل شي او پر دې لدي خاوري ووځي او افغانان پرېږدي چي د خپلي خوښي سره سم ملي او اسلامي نظام قايم کړي او دا ضمانت ورکړل شي چي د تل لپاره به نور يرغلگر پردې ځوريدلي ملت حمله نکوي، د امريکا بله نا اعلان شوي ستراتيژي دا هم ده چي افغان پوځ د تاسيس سره سره دغه پوځ ونه توانېږي په پښو ودريږي، ځکه دغه پوځ له جوړېدو دمخه مجبور دي چي له همسايه ملکونو سره په بر او لر سرحد کي ښکيل اوسي، کله چي پوځ کورني مشکلات ولري او د هغې له معالجي نه عاجز وي او په عين وخت کي له بهرنيو مشکلاتو سره څرنگه کولاى شي مقابله وکړي او دا ښايي پدې سبب هم وي چي په افغان پوځ کي ورځ تر بلې د بهرنيانو په مقابل کي حساسيت زياتېږي او په څو ولاياتو کي يوازې سږکال ددغه پوځ ځينو با احساسه ځوانانو د خپل ټوپک مخه د يرغلگرو په خوا ورگرځولي او ځاى پر ځاى ئې يرغلگر په نښه کړي او له مينځه وړي.
دغه او نوري مسئلي ښايي ددې سبب شوي وي چي امريکايان اوس ظاهراً دا وايي چي افغان پوځ جوړوي خو له بل طرفه ئې جوړېدو ته نه پرېږدي.
بل خواته داسي معلوميږي چي په ايران او پاکستان کي پر افغان مهاجرينو فشار راوړل او د ٢٠١٤ کال دمخه ئې افغانستان ته لېږل هم ښايي د امريکا د پاليسيو څخه وي، لدې پرته د امريکا تر وتلو دمخه افغان مهاجرين افغانستان ته لېږل له خطر نه ډک کار دي او دا هم معلومه نده چي لدغه مهاجرينو سره چې د روسيي ښکيلاک څخه رانيولي تر نني امريکايي ښکېلاک پورې وطن ته ندې تللي امريکايان او پخواني کمونستان چي پرون له روسانو او نن په خلاص مټ له امريکايانو سره کار کوي څه ډول سلوک وکړي.
فلهذا د افغان مهاجرينو مسئله يوه حساسه مسئله ده چي بايد اړوند طرفونه بالخصوص ميزبان ملکونه دې پکي څو واره فکر وکړي او په خپلو کړو ښودې يو دم خاوري نه اړوي. دا او دې ته ورته مسائل مونږ ته ښيي چي د امريکا نوي پاليسۍ خطرناکه او له عوض نه ډکي پاليسۍ دي.
ښايي دغه امريکا يې پاليسۍ پرځاى ددى چي افغانستان ته خير ورسوي افغانستان له يوه بل ناورين سره چي په خلاصه ډول ويلاي شوبه کورني جنگ او بهرني يرغل ته الله مکړه لاره هواره کړي.
دا امريکايان دي چي ترشابه ستر ستر مشکلات او لاينحل مسائل پرېږدي دې بايد افغانان عموماً او د مسلح مقاومت مجاهدين خصوصاً متوجه وي چي هم د کورنيو ځينې مريضو او مزدورو کړيو او هم د بهرنيو غليمانو له چال او منافقت څخه خپله خاوره وژغوري او پرېنږدې چي د امريکايانو تر وتلو دمخه او وروسته هر ډول انارشي او بې نظمي رامينځ ته شي.
دا چي امريکايان وځي او د ماتي او منډي په حالت کي دي دا کار د مسلحو مجاهدينوراتلونکي او اوسنى رول نورهم قوي کوي، د مسلحو مجاهدينو رول ته په نظر سره همدا اوس بايد په افغانستان کي د ژور بدلون لپاره تابيا وشي او د ټولو ادارو د جوړېدو لپاره چوکاټونه سرله اوس څخه جوړ شي.
دا چي د افغانستان ادارې لويي او ډېري دي، مسلح مجاهدين ټول او ورسره هغه افغانان چي له يرغلگرو سره يې مخامخ مرسته او ملگرتيا نده کړي ټول پکي ځايږي، فلهذا د راتلونکي ملي او اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره چي اساسي رول به پکې دافغان ملت او مسلحو مجاهدينو وي پکار ده د اسلامي شريعت په رڼا کي ټول هغه افغان احتوى کړي چي ملي خيانت ئې ندي کړي.
ځکه اداري ډېري خو اداري پرسونل کم دي دغه تشه ډکول غواړي، پدې هيله چي دافغان ملت او مسلحو مجاهدينو په لاس افغا نستان کي اسلامي او ملي حکومت قائم شي.