د ننگرهار ، پروان، لوگر محصلو ځوانانو په قرآن کريم ننگه وکړه
24.02.2012 18:18تيره ورځ صليبي اشغالگرانو په ډير بې باکانه ډول د پروان ولايت د بگرام په امريکايي هوايې او عسکرى پنډ غالي کې قرآن کريم تر دې نامه لاندې چې زاړه او له وخته تير کتابونه سوزوي د قرآن کريم په ډيره شميره کې وسوزاوه وروسته لدغه ناوړه او کرغيړن عمل څخه د ناټو قواو بښنه وغوښته او دا ډول د امريکا د استخباراتو پخواني رئيس او اوسني دفاع وزير ليون پنيټا هم خواشيني څرگنده کړه دا ډول د امريکا نورو لوړ پورو چارواکو بالخصوص د سپيني ماڼۍ مسوولينو هم د بښني غوښتنه وکړه.
خو د افغان اولس بادرده او با احساسه محصلينو ځوانانو او شازلميانو پدې لفظې او تير ايستونکو بښنو باندې اکتفا ونکړه بلکې په فورى او عاجل ډول يې په باگرام ، جلال آباد، لوگر، کاپيسا او کونړ کې د صليبي يرغلگرو پر خلاف پراخ اولسي پاڅونونه او لاريونونه چې مشري يې د محصلينو او ځوانانو پرغاړه وه پيل کړل.
پدغه لاريونونو کې پر امريکايي، اډو، دفاترو، مؤسساتو د محصلينو او ځوانانو لخوا حملي وه شوى چې له امله يې صليبي يرغلگرو ته ستر مادي تاونونه وواښتل خو صليبي يرغلگر پر دغه محصلو ځوانانو بې دريغه ډزى کړي چې له امله يې گڼ شمير محصل ځوانان په شهادت رسيدلي او هم گڼ شمير زخميان شوي پدې لړ کې د ننگرهار محصلينو د ډرنټي د پوهنتون په سيمه کې مظاهرې پيل او د جلال آباد ښارته يې وغځولي او هم د جلال آباد ښار د يوې ورځي په موخه بند وه او محصلينو کوښښ کاوه چې د کابل د اداري والي گل آغا شيرزى تر مقره ځان ورورسوي خو محصلين د پوليسو له هوايي او مخامخ ډزو سره مخ شول پدغه ترڅ کې پنځه تنه محصلين زخميان شول او د تالاشۍ په چوک کې هم د حکومتي عسکرو او پوليسو لخوا پر محصلينو ډزي شوي چې د شهداوو او زخميانو دقيق شمير ندې معلوم، دا ډول محصلينو د جلا ل آباد د هوايي ډگر پر لوري حرکت وکړ.
کوم چې د بهرنيو قواو پنډغالي دي په لاره کې محصلينو شپږ امريکايي ټانکر د اور لمبي کړل پدغه اثناکې ځايې پوليسو پر محصلو ځوانانو ډزي وکړي چې له امله يې يو تن شهيد او لږ ترلږه پنځه تنه ټپيان شول د کونړ ولايت په ځينو سيمو کې هم د قرآن کريم د سوزولو پرخلاف مظاهري شوى او دا ډول د لوگر ولايت د برکي برگ اولسوالي خلکو هم د امريکا ددې بې شرمانه عمل پرخلاف مظاهرې کړي چې نور تفصيلات به يې دعامي ميډيا له لاري تاسو اوريدلي وي، خو ددغه صليبي ضد مظاهرو ډير زور په پروان او ننگرهار کې وه چې ډير شهيدان او زخميان يې لرل په هر صورت افغان قوم او بالخصوص ددغه قام محصلين ځوانان چې دا وخت په محصلينو کې خلاصه کيږي ميړنۍ اولس دى، محصلينو هميشه او د هر جنايت پروخت د صليبي او افغان گوډاگيانو پرخلاف خپله ميړانه ښودلي او پدې لاره کې محصلينو له هيڅ ډول قربانۍ او سرښندني دريغ ندي کړي الله جل جلاله دى افغان محصلين چې ددي هيواد (افغانستان) شاه رگ تشکيلوي هميشه سرلوړى او سرفرازه لري.
بل طرف ته د افسوس او شرم خبره داده چې افغان غلام پوليس پرځاى ددى چې له افغانانو بالخصوص محصلينو لپاره لاره هواره کړي ترڅو د صليبي اشغالگرو پرخلاف لاريون وکړي ددي پرځاى افغان غلام پوليس پردغه ځوانانو د خپلو ټوپکو مخي راگرځوي او په گڼ شمير کې په شهادت رسوي او هم ډير نور زخميان کوي.
تر پرونه مونږ دا گومان کاوه چې افغان پوليس د افغان اولس په خدمت کې دي خو اوس اوله ډيره وخته داسي جوتيږي چې افغان پوليس د افغان اولس پرځاي د يرغلگرو صليبيانو حمايت کوي ځکه خو يې افغان محصلين د جلال آباد د هوايي اډي پر لور له لاريون څخه منع کړل او په شهادت يې ورسول.
افغان پوليس بايد لږ نه ډير وشرميږي او خپل تورمخ نور تور نه کړى او که دا ډول تورو کړنو ته دوام ورکړى نو حتمي ده چې د افغان اولس د ځوانانو له رغنده او پريکنده غبرگون سره مخ شي.
بل خواته ترڅو دا عاجله او لنډه مقاله اوږده نشي گرانو هيوادوالو ته به معلومه وي چې صليبيانو دا څووم ځل دى چې د قرآن کريم سپکاوي کوي خو الله جل جلاله دوى د همدغه مبارک قرآن کريم په برکت دادى گورو چې د ٢٠١١ کال په پاي کې يې رسوا ماته اوخوړه او دادي په ٢٠١٢ کې يې افغان مجاهدين په رسميت وپيژندل په کابل او قطر کې يې ورسره رسمي خبري پيل کړي اوس د همدغه شرميدلي ماتي په ترڅ او د ځنکدن په حالت کې د انتقام په موخه غواړي د قرآن کريم د سپکاوي په موخه دلته او هلته ځيني اعمال ترسره کړي، ترڅو د هغو مؤمنو او مجاهدو خلکو او ځوانانو ذهنونه خراب او مشوش کړي چې ددنيا دوهم او اول سوپر طاقت (امريکا) يې په گونډو کړي او د وتلو لپاره مناسبه لار لټوي، افغانان او ددغه اولس مجاهدين پوهيږى چې داوخت صليبي ايتلاف (ناټو) او ددي ايتلاف په سرکې امريکا د احتضار او ځنکدن په حالت کې ده، نو ځکه بايد افغان مجاهدين چې ددى اولس د ملاتير حيثيت لري د صليبيانو ددغه ناوړه عمل (قرآن سوزوني) په مقابل کې خپل ټول طاقت، قوت او انرژى مصرف کړى او يوځل بيا صليبيانو ته د اسلام د تير او اوسني مجد او عظمت زرين تاريخ ورپه ياد کړي.