اصف زرداري:ايي ایس ايي باید د سیاسي ځواک تر کنترول لاندې وایې
01.01.2010 03:49د پاکستان جمهور ریس او د پاکستان د پیپلز ګوند شریک مشر ښاغلي اصف علي زرداري ویلي دي چې ټول سیاستوال غواړي چې د پاکستان استخباراتي اداره ايي ایس ایي دې د سیاسي ځواک تر کنترول لاندې راشي ـ
د سندۍ ژبې یو ټي وي چېنل سره د مرکې په مهال نوموړي زیاته کړه چې په دې خبره ټول سیاستوال خوښ دي چې دغه اداره دې ترسیاسي ځواک لاندې راوستل شي خو اوس دپاره ددغې ادارې د سیاسي ځواک تر واک لاندې کولو پرېکړه ځنډول شوې ده ـ
اصف زرداري وویل چې ما د بېنظیر بټو د دویم تلین په مهال کوم تقریر کړی و، دکراچۍ چاودنې دهغې تقریر عکس العمل و،ددې نه مخکې قامي اسمبلۍ او سېنټ ته هم زما دلمړي تقریر نه روسته په مېرټ هوټل اسلام اباد کې چاودنه شوې وه ـ
د خپلو خبرو په اوږدو کې ښاغلي زرداري زیاته کړه چې اسټبلشمنټ د کومې ادارې نوم نه دې بلکې دا د یو سوچ او ذهنیت نوم دی ،دغه سوچ په بېلا بېلو شکلونو کې رامنځته کیږي ـ پاکستان کې تل د فوځي اسټبلشمنټ خبره منل شوې ده ـ اصف زرداري دا هم وویل چې هغه سیاسي ځواک لري او په مناسبت وخت ددغې ځواک د کارولو هنر هم پېژني ـ