امریکا:پاکستان باید د طالبانو ملاتړ پریږدي او ریښتوني فوځي عملیات پيل کړي
10.12.2009 04:14
د امریکا په کانګرس کې لوړپوړو امریکایي چارواکو په خپله وینا کې وویل چې پاکستان باید د طالبانو او په تېره بیا که د حقاني د ډلې سره خپلې اړیکي پرې کړي نو په افغانستان کې به ډېر زر وسله والو ته ماتې ورکړي ـ په افغانستان کې د امریکې د وسله والو ځواکونو مشر جنرل میک کرسټل په خپله وینا کې وویل چې د جلال الدین حقاني ډله په وزیرستان کې تربیه کیږي او بیا افغانستان کې هم دغه ډله د اتحادي ځواکونو سره په مشرقي سېمو کې جنګ کوي میک کرسټل وویل چې پاکستان باید ددې ډلې ملاتړ پریږدي او ددې خلاف ریښتونی عملیات وکړي ،ځکه چې ترڅو ددې ډول ډلو خاتمه نه وي شوي نو القاعده ماتې ورکول ناشوني دي کرسټل زیاته کړه چې جنوبي افغانستان کې ۲۷۰۰۰ طالبان شتون لري او همدغه سېمې زموږ د توجه مرکز دي ـ هغه دا هم وویل چې ترڅو پورې اسامه نه وي نیول شوی تر هغې د القاعده ګوند ملا ماتول ناممکن دي ، امریکا غواړي چې تر ۲۰۱۳ پورې څلور لکه افغان سرتېري تربیه کړي ـ ګانګرس ته و ینا په مهال سناتور هیګن وویل چې ترهغې وخته چې هند ویشل شوی دی پاکستان په افغانستان کې د ملګري پښتون حکومت جوړولو هڅه کړی ده او په دې توګه یې نه یوازې د پښتنو د خواهشاتو په مرۍ ګوتې ایښودې دي بلکې هند ېې هم د سېمې څخه د لېرې ساتلو هڅه کړی ده او اوس هم د افغانستان په اړه د پاکستان دوه مخې پالیسي جاري ده .