د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتون ژورنالیست سهیل قلندر وفات شو

ظفرساپی 13.12.2009 03:48

مشهور پښتون ژورنالیست لیکوال او شنونکی سهیل قلندر وفات شو ـ د پښتونخوا په مردان ضلع کې پیدا شوي سهیل قلندر د شنبې په ورځ د زړه د مرګونې  دورې له کبله په سېمه ایز روغتون کې ساه ورکړه ـ

سهیل قلندر په ژورنالیزم کې ماستري کړی وه په ۱۹۹۲ کې یې د مردان څخه عملي صحافت کې برخه اخیستل شورو کړي و،په بیلابېلو ورځپاڼو کې د کاروروسته د ایکسپریس ورځپاڼې سره کار شورو کړو ،نوموړی د خېبریونیین اف جرنلسټس او د پېښور پریس کلب مشر هم پاتی شوی وـ